د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې ندا محمد ندیم د ترکیې له سفیر څخه غوښتنه کړې چې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د علي اباد تدریسي روغتون پخوانۍ دوه ودانۍ، بېرته ورغوي. د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر همدارنګه د ترکیې له سفیر غوښتي چې ترکي استادان د تدریس لپاره او متخصص ډاکټران د عملي روزنې لپاره افغانستان ته راولیږي او همدارنګه د تدریسي روغتونونو د تجهیز په برخه کې هم همکاري وکړي.
د ترکیې سفیر سادین ایلیډیز ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د علمي همکاریو د پراختیا لپاره چمتو دی او د ترکیې پوهنتونونه کولی شي له افغان پوهنتونونو سره علمي اړیکې او هوکړه لیکونه ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه افغان استادان د اقتصادي ستونزو، محدودو کاري فرصتونو او امنیتي اندېښنو له امله له هېواد څخه وتلي دي او په زرګونه نور اوس مهال بی کاره دي چې له دې وړاندي هم د طالبانو لوړو زده کړو وزارت څو ځله له بېلابېلو هېوادونو غوښتي چې د افغان پوهنتونونو لپاره بهرني استادان او متخصصین واستوي، څو د تدریس او عملي روزنې په برخه کې مرسته وکړي.
د کارګر ګوند استازی او د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سټییفن ډاوټي د افغانستان او پاکستان، منځني ختیځ او شمالي افریقا، د بندیزونو، قونسلي چارو او د کړکېچونو د مدیریت د مسوول په توګه وټاکل شو.
ډاوټي د دوشنبې په ورځ، د زمري پنځمه پر اېکس اېکسپاڼه لیکلي ویاړي چې دغه مسوولیتونه یې منلي او ژمنه یې وکړه چې له هغو بریتانیايي وګړو ملاتړ به هم وکړي چې له هېواده بهر مرستو ته اړتیا لري.
سټیفن ډاوټي د ۲۰۱۲ کال راهیسې د ویلز د کارډیف سوېل او پینارت د ټاکنیزې حوزې استازی دی. هغه له سیاست ته تر ننوتو مخکې د ورلډ ویژن او اکسفام په ګډون په بشري او پراختیايي ادارو کې دنده ترسره کړې او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له پارلماني مجمع سره یې هم کار کړی دی.
د افغانستان دوسیه له ډاوټي سره تر سپارل کېدو وروسته، هغه به د افغانستان په اړه د بریتانیا د سیاست د همغږۍ او تعقیب مسوول وي. په دې دنده کې د طالبانو په اړه د لندن د دریځ څارنه، د سیمې له هېوادونو او د بریتانیا له متحدانو سره ډیپلوماټیکې اړیکې، د افغانستان د تحولاتو په اړه پارلمان ته ځواب ویلو او د افغانستان لپاره د بریتانیا د بشري مرستو او پراختیايي پروګرامونو څارنه شامله ده.
د طالبانو پر اړوندو اشخاصو او بنسټونو د بندیزونو دوسیه هم د هغه د مسوولیت برخه ده. همداراز، په افغانستان کې د بریتانیايي وګړو د قونسلي چارو او له افغانستان سره د تړلو احتمالي کړکېچونو سیاسي مدیریت به هم د هغه له دندو څخه وي.
په همدې حال کې، د افغانستان د پخواني حکومت یوه چارواکي مجیبالرحمان رحیمي له ډاوټي غوښتي چې د طالبانو په اړه د بریتانیا سیاست د بشري حقونو، د قانون د حاکمیت او د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، د ازادیو پر بنسټ پرمخ یوسي.