طالبانو په دوو ولایتونو کې د ۱۳۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ګرانبیه ډبرو د پلور خبر ورکړی

طالبانو ویلي چې په پنجشېر کې یې ۶۷۵۵ قیراطه زمرد او کونړ کې ۱۵۸۵ کیلوګرامه بېروج د ازادې داوطلبۍ له لارې د څه باندې ۱۳۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پلورلي دي.

طالبانو ویلي چې په پنجشېر کې یې ۶۷۵۵ قیراطه زمرد او کونړ کې ۱۵۸۵ کیلوګرامه بېروج د ازادې داوطلبۍ له لارې د څه باندې ۱۳۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پلورلي دي.
په پنجشیر کې د طالبانو رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له کانونو استخراج شوي ۶ زره او ۷۵۵ قیراطه زمرد د ازادې داوطلبۍ له لارې د ۱۴ میلیونه او ۴۵۳ زره افغانیو په ارزښت پر کورنیو سوداګرو پلورل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په پنجشېر کې د قیمتي ډبرو د تثبیت شویو سیمو شمېر ۱۵۰۰ ته رسېدلی او په ډېری دغو سیمو کې د استخراج چارې روانې دي.
همدارنګه د کونړ د کانونو او پټرولیم ریاست ویلي چې د اسعداباد د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور په مرکز کې یې ۱۵۸۵ کیلوګرامه بېروج د ازادې داوطلبۍ له لارې د ۱۱۹ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت وپلورل.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د بېروج د پلور له عوایدو څخه ۱۱ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانۍ د طالبانو د سهم په توګه دولتي بودیجې ته لېږدول شوې دي.

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د شیرخان بندر له لارې له تاجکستان، قرغزستان او چین سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د زیربناوو او د لوجستیکي مرکز د جوړولو، د ریل پټلۍ د تاسیساتو او د ۳۷ معیارونو او ۱۲ ازمایښتي طریقو طرحه تایید شوې ده.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د سېشنبې په ورځ، زمي پر شپږمه پر خپل اېکس پاڼه لیکلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري د شیرخان بندر له لارې له تاجکستان، قرغزستان او چین سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره یو شمېر وړاندیزونه وړاندې شول او تر بحث وروسته تایید شول.
د دغه کمېسیون د پرېکړې له مخې، د مالیې، کورنیو چارو او نورو اړوندو وزارتونو او ادارو ته دنده سپارل شوې چې په شیرخان بندر کې اړینې زیربناوې جوړې او شته اسانتیاوې پراخې کړي.
طالبانو ویلي چې له تاجکستان سره دې په همغږۍ د شیرخان بندر کاري ساعتونه زیات شي، څو د ډېرو باروړونکو موټرو د تګ راتګ زمینه برابره شي.
د طالبانو د اقتصادي کمېسیون د مالیې وزارت ته هم لارښوونه کړې چې په شیرخان بندر کې د ګمرک، زیرمتونونوو، تخلیې او بارګیرۍ د خدماتو لپاره د لوجستیکي مرکز د جوړولو بودیجه ځانګړې او دغه مرکز جوړ کړي.
په دې غونډه کې د ټولګټو وزارت ته هم دنده سپارل شوې چې د کټای دهلیز د فعالولو لپاره، چې د ایکو اقتصادي همکاریو سازمان له خوا د ایران، افغانستان، تاجکستان او قرغزستان ترمنځ رامنځته شوی، د افغانستان په خاوره کې د اړتیا وړ ریل پټلۍ تاسیسات جوړ کړي.
اقتصادي کمېسیون د معیار او کیفیت ادارې له لوري وړاندیز شوي ۳۷ معیارونه او ۱۲ د ازمایښت طریقې هم تایید کړې. دا معیارونه او طریقې د کرنیزو محصولاتو، خوراکي توکو، درملو، ساختماني موادو، مخابراتو او برېښنا، کیمیاوي او پلاستیکي موادو، روغتیايي تجهیزاتو او یو شمېر نورو برخو پورې اړه لري او د هېواد د اوسني وضعیت او نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره چمتو شوي دي.
د اقتصادي کمېسیون د اعلامیې له مخې، د غونډې ټولې پرېکړې د وروستي تصمیم نیولو لپاره د طالبانو د مشر ته لیږل شوي.
د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي، طالبانو د روان میلادي کال د اپرېل له لومړۍ څخه د جون تر ۳۰مې پورې د ۲۵ ښځو په ګډون لږ تر لږه ۱۳۷ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
یوناما د سېشنبې په ورځ، د زمري په شپږمه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل درېمیاشتنی راپور خپور کړ. د راپور له مخې، یوناما د روان میلادي کال د اپرېل له لومړۍ څخه د جون تر ۳۰مې پورې داسې پېښې ثبت کړې چې ښيي د طالبانو محکمو پر څه باندې سلو افغانانو د بدني سزا حکم عملي کړی دی.
د راپور په یوه برخه کې راغلي چې دا سزاوې ډېری وخت د طالبانو د ځايي چارواکو او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې عملي شوې دي.
طالبانو د اپرېل له ۲۲مې راهیسې په خپلو رسمي ټولنیزو پاڼو او وېبپاڼو کې د بدني سزاوو د عملي کېدو د خبرونو خپرول بند کړي دي. خو د راپور له مخې، دې ډلې د خبرونو له نه خپرولو سره سره، د بېلابېلو تورونو پر بنسټ د خلکو په دورو وهلو ته دوام ورکړی دی.
د راپور له مخې، دغه کسانو ته د روژې په میاشت کې د روژې خوړلو او د نامشروع اړیکو په څېر تورونو له امله سزا ورکړې ده.
یوناما همداراز مستند کړي چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو افغان وګړي د طالبانو په خوښه حجاب څخه د سرغړونې، د سټایلي وېښتانو د جوړولو او د موسیقۍ د غږولو یا اورېدو له امله هم سزاوې ور کړي دي.
د راپور پر بنسټ، په همدې درېمیاشتنۍ موده کې د طالبانو د امر بالمعروف مامورانو له خوا د ۳۸۹ خپلسرو نیونو او توقیفونو او د وګړو پر وړاندې د ناسم چلند ۶۵ پېښې هم ثبت او مستند شوې دي.
د افغانستان انټرنشنل د موندنو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې، بیا د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر پایه لږ تر لږه ۲۷۳۷تر ۲۷۵۷ کسانو پورې په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي. د دغو سزاوو ټولیز شمېر د ۱۰۶۷۴۳تر ۱۰۷۵۲۳ دُرو ترمنځ اټکل شوی، چې په اوسط ډول هره ورځ له ۶۰ څخه ډېرې دُرې کېږي.
یوازې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۱۱۱۰ کسان په دې سزا محکوم شوي، او د ثبت شویو دُرو شمېر ۴۳۲۹۰ ته رسېدلی دی. دا شمېر د ۲۰۲۴ کال د ورته مودې په پرتله نږدې دوه برابره زیات دی.
خو څېړونکي ټینګار کوي چې دا شمېرې ښايي د واقعیت یوازې یوه برخه وي، ځکه د قربانیانو وېره، پر رسنیو سخت محدودیتونه، د رسمي معلوماتو نشتوالی او جوړښتي سانسور د ډېرو پېښو د نه ثبتېدو لامل شوي دي.
د ایران دسویلي خراسان چارواکي وایي، له افغانستان سره د یزدان پولې له لاري د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د هڅونې او د سرحدي اسانتیاوو د ښه کولو لپاره پر یو هر اړخیز پلان کار کوي.
د ایران دسویلي خراسان ولایت د اقتصادي چارو مرستیال مجتبی شریعتي فر ویلي، له افغانستان سره د یزدان پولې له لاري د سوداګرۍ پراختیا او د سرحدي اسانتیاوو ښه کول یې له لومړیتوبونو څخه دي.
نوموړي د یزدان پولې د لیدنې پر مهال وویل، د پانګونې د هڅونې او د سرحدي بازار د بنسټیزو اسانتیاوو د پراختیا لپاره به یو هر اړخیز پلان جوړ شي او له کارپوهانو سره تر بحث وروسته به د وروستۍ پرېکړې لپاره د ولایت د سرحدي راکړې ورکړې شورا ته وسپارل شي.
د نوموړي په وینا، په دغه پلان کې به د پانګه والو لپاره د هڅونې اسانتیاوې، د ګمرک د خدماتو پراختیا، د مسافرو د ترمینل جوړول، د سرحدي خدمتونو ښه کول او د بازار د اړتیاوو پوره کولو لپاره نور عملي اقدامات شامل وي.
شریعتي فر ویلي د یزدان پوله د افغانستان له هرات ولایت سره نښلول شوې او ایران غواړي د شینډنډ ولسوالۍ له سوداګرو او خصوصي سکتور سره خپلې سوداګریزې اړیکې نورې هم پراخې کړي.
هغه زیاته کړې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت او په هرات کې د دغه هېواد کنسولګري به د افغانستان له اړخ سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره همکاري وکړي، څو د دواړو خواوو د خصوصي سکتور ترمنځ اړیکې زیاتې شي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو له روان بهیر سره ګڼې داسې کورنۍ هم شته، چې کلونه یې په پاکستان کې تېر کړي؛ خو اوس د ستنېدو ترڅنګ له سختو اقتصادي ستونزو سره هم مخ دي. افتخار خان، اشرف ګل او شفیعالله هم د همدې کورنیو له ډلې دي.
افتخارخان چې په پېښور کې زېږېدلی وایي، پلار یې د افغانستان د جګړو پرمهال پاکستان ته کډه شوی و. نوموړی له ماشومتوبه په پېښور کې د کباړ په راټولولو د خپلې کورنۍ نفقه برابره کړې؛ خو شاوخوا ۲۵کاله وروسته په سرطان ناروغۍ اخته شو او اوس د پخوا په څېر سخت کار نه شي کولای.
د هغه دوه زامن چې یو یې په پنځم او بل یې په دویم ټولګي کې زدهکړې کولې د بېوزلۍ له امله له ښوونځي پاتې شول. اوس دواړه هره ورځ کباړ راټولوي او نږدې له ۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰ روپیو پورې عاید ترلاسه کوي، چې د اووه کسیزې کورنۍ یوازینۍ د عاید سرچینه ده.
افتخار خان وایي: « زموږ هیله دا وه، چې ماشومان مو زدهکړې وکړي؛ خو بېوزلۍ اړ کړي چې د کتابونو پر ځای کباړ ټول کړي. که افغانستان ته ستانه شو دومره وس هم نهلرو چې د سفر لګښت پرې ورکړو».
اشرف ګل چې د افغانستان د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی وایي، څو کاله مخکې د کار او روزګار په لټه له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته راغلی او په پېښور کې یې د مزدورۍ له لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابرول. هغه وایي، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو له امله اوس له سختو ستونزو سره مخ دی؛ ځکه نه یې ثابت کار پاتې دی او نه هم دومره مالي توان لري چې په اسانۍ افغانستان ته ولاړ شي.
اشرف ګل وایي:« موږ کلونه مزدوري وکړه او د خپلو ماشومانو نفقه مو برابره کړه؛ خو ټولې سپماوې مو د ورځنیو اړتیاوو په پوره کولو ولګېدې. اوس که بېرته ولاړ شو نه د سفر کرایه لرو نه د خپلو وسایلو د لېږد توان او نه هم دومره امکانات چې په افغانستان کې نوی ژوند پیل کړو. په افغانستان کې شخصي کور هم نهلرو». د هغه په وینا؛ که ستانه شي لومړی باید د اوسېدو ځای پیدا کړي، بیا د ماشومانو د خوړو، زدهکړو او د کار روزګار غم وخوري.
اشرف ګل وایي: «زما ماشومان هره ورځ پوښتنه کوي، چې ایا رښتیا هم افغانستان ته ځو؟ هلته به زموږ کور چېرته وي؟ او په کوم ښوونځي کې به زدهکړې کوو؟ خو زه د دوی دغه پوښتنو ته هېڅ ځواب نهلرم».
د ځایي چارواکو د معلوماتو له مخې په وروستیو میاشتو کې هره ورځ د تورخم او نورو لارو زرګونه افغانان خپل هېواد ته ستنېږي. په دغه ستنېدونکو کې ګڼې هغه کورنۍ هم شاملې دي، چې له کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېدې او ماشومان یې یا هلته زېږېدلي او یا یې هم خپلې زدهکړې همالته ترسره کړې دي.
کوټه، نوښار، هري پور، پېښور، چارسده، کوهاټ، اټک، اسلاماباد او راولپنډۍ هغه مهم ښارونه دي چې له هغو څخه تر ټولو زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. شفیع الله وایي، په اټک کې یې یو ګودام درلود چې هلته یې کارتن، اوسپنه او کاغذ اخیستل او پلورل. د هغه په خبره؛ کاروبار یې ښه روان و او د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکي خوبونه یې لیدل.
شفیع الله وایي: «دلته مې ګودام و، روزګار مې و او ژوند مو ښه تېرېده؛ خو اوس هر څه پای ته ورسېدل. خپل کور، کاروبار او د کلونو خواري شا ته پرېږدو او افغانستان ته روان یو. یو ماشوم یې د اټک په ښوونځي کې زدهکړې کولې او هیله یې دا وه، چې لوړې زدهکړې وکړي؛ خو د اوسنیو شرایطو له امله دا خوب هم نیمګړی پاتې شو».
شفیع الله وایي، پولیسو ونیوه یوه شپه یې په توقیف کې وساته او له خوشې کېدو وروسته ورته وویل شول چې له خپلې کورنۍ سره دې افغانستان ته ستون شي. هغه وایي: «له نیول کېدو وروسته بله لار نه وه. مجبور شوم خپل ګودام او ټول سامان په نیمه بیه وپلورم؛ ځکه په بېړه باید افغانستان ته تللی وای».
شفیعالله اوس د تورخم له لارې افغانستان ته روان دی. د هغه په وینا؛ تر ټولو ستر درد دا دی چې هغه ژوند کاروبار او د کلونو زحمت چې په پاکستان کې یې جوړ کړی و، په څو ورځو کې له لاسه ورکړ.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند قیصر اپریدی وایي، د ۲۰۲۳کال له پیل راهیسې تراوسه شاوخوا ۲۵ لکه افغان کډوال له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي چې له دې ډلې نږدې دوه نیم لکه کسان د جبري اېستلو د پالیسۍ له مخې افغانستان ته لېږدول شوي دي چې له دې ډلې شاوخوا ۲۵۰زره کسان د جبري اېستلو د تګلارې له مخې بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.
یوناما په خپل تازه درې میاشتني راپور کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه ویلي، چې په دې موده کې لږترلږه ۵۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴۲ نور ټپیان دي.
راپور زیاتوي، چې په دې موده کې د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو او د پخواني حکومت د چارواکو اته غړي وژل شوي، ۲۹ د خپلسرو نیونو او توقیفونو پېښې ثبتې شوې دي.
یوناما د دغه ملکیانو د وژلو او ټپی کېدو په اړه ویلي، چې دغه مرګ ژوبله پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو له امله شوې ده.
دغه راپور د ۲۰۲۶کال د اپرېل تر جون میاشتې پورې درې میاشتنۍ دوره رانغاړي. د دغه راپور له مخې؛ د روان لمریز کال د وري له ۱۲مې نېټې د چنګاښ تر ۹مې نېټې پورې په افغانستان کې لږترلږه ۵۷ ملکي وګړي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وسلهوالو نښتو له امله وژل شوي او ۳۴۲ نور ټپیان شوي دي.
یوناما ویلي، چې په دغه نښتو کې شپږ ښځې وژل شوې او ۳۴ نورې ټپیانې شوې دي. همدارنګه ۱۱۲ ماشومان چې له ډلې یې ۳۱ وژل شوي او ۹۲ نور ټپیان دي، په دغه پېښو کې شامل دي.
راپور زیاتوي، چې هوايي بریدونه او ځمکنۍ نښتې په دې دوره کې د ملکي تلفاتو اصلي لاملونه وو او ټول دغه تلفات د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ثبت شوي دي. تر ټولو ډېر تلفات په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې رامنځته شوي دي؛ له دې ډلې په پکتیا او پکتیکا کې د جون په ۲۸مه د پاکستاني ځواکونو هوايي بریدونه او په کونړ کې د اپرېل له ۲۷مې تر ۲۹مې پورې د توغندیو بریدونه یاد شوي دي.
یوناما همدارنګه ویلي، چې د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو وژنې لاهم دوام لري. دغه سازمان په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانستان د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو د غړو او د پخواني حکومت د چارواکو د اته کسانو د وژنې پېښې مستندې کړې دي.
د یوناما د راپور پربنسټ؛ په همدې موده کې ۲۹ د خپلسرو نیونو او توقیفونو پېښې او د شکنجې او ناوړه چلند پنځه موارد هم ثبت شوي دي. دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د پخوانیو امنیتي ځواکونو غړي او د پخواني حکومت چارواکي چې په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړل شوي، له بېرته ستنېدو وروسته د بشري حقونو د جدي سرغړونو له ګواښ سره مخ دي.