ملګري ملتونه: تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې تر ۴۰۰ ډېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده

یوناما په خپل تازه درې میاشتني راپور کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه ویلي، چې په دې موده کې لږترلږه ۵۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴۲ نور ټپیان دي.

یوناما په خپل تازه درې میاشتني راپور کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه ویلي، چې په دې موده کې لږترلږه ۵۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴۲ نور ټپیان دي.
راپور زیاتوي، چې په دې موده کې د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو او د پخواني حکومت د چارواکو اته غړي وژل شوي، ۲۹ د خپلسرو نیونو او توقیفونو پېښې ثبتې شوې دي.
یوناما د دغه ملکیانو د وژلو او ټپی کېدو په اړه ویلي، چې دغه مرګ ژوبله پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو له امله شوې ده.
دغه راپور د ۲۰۲۶کال د اپرېل تر جون میاشتې پورې درې میاشتنۍ دوره رانغاړي. د دغه راپور له مخې؛ د روان لمریز کال د وري له ۱۲مې نېټې د چنګاښ تر ۹مې نېټې پورې په افغانستان کې لږترلږه ۵۷ ملکي وګړي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وسلهوالو نښتو له امله وژل شوي او ۳۴۲ نور ټپیان شوي دي.
یوناما ویلي، چې په دغه نښتو کې شپږ ښځې وژل شوې او ۳۴ نورې ټپیانې شوې دي. همدارنګه ۱۱۲ ماشومان چې له ډلې یې ۳۱ وژل شوي او ۹۲ نور ټپیان دي، په دغه پېښو کې شامل دي.
راپور زیاتوي، چې هوايي بریدونه او ځمکنۍ نښتې په دې دوره کې د ملکي تلفاتو اصلي لاملونه وو او ټول دغه تلفات د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ثبت شوي دي. تر ټولو ډېر تلفات په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې رامنځته شوي دي؛ له دې ډلې په پکتیا او پکتیکا کې د جون په ۲۸مه د پاکستاني ځواکونو هوايي بریدونه او په کونړ کې د اپرېل له ۲۷مې تر ۲۹مې پورې د توغندیو بریدونه یاد شوي دي.
یوناما همدارنګه ویلي، چې د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو وژنې لاهم دوام لري. دغه سازمان په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانستان د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو د غړو او د پخواني حکومت د چارواکو د اته کسانو د وژنې پېښې مستندې کړې دي.
د یوناما د راپور پربنسټ؛ په همدې موده کې ۲۹ د خپلسرو نیونو او توقیفونو پېښې او د شکنجې او ناوړه چلند پنځه موارد هم ثبت شوي دي. دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د پخوانیو امنیتي ځواکونو غړي او د پخواني حکومت چارواکي چې په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړل شوي، له بېرته ستنېدو وروسته د بشري حقونو د جدي سرغړونو له ګواښ سره مخ دي.