دغه سازمان له روغتیايي بنسټونو او نړۍوالو همکارانو غوښتي، چې د هیپټایټ د مخنیوي، وختي تشخیص او اغېزمنې درملنې ته د خلکو د لاسرسي پراختیا لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي. د یاد سازمان په وینا؛ د ګډو هڅو له لارې له هیپټایټ څخه پاک افغانستان رامنځته کېدای شي.
د هیپټایټ نړۍواله ورځ هرکال (د جولای ۲۸مه) د عامه پوهاوي د لوړولو، د معایناتو، واکسین او درملنې ته د خلکو د لاسرسي پراختیا په موخه نمانځل کېږي. هیپټایټ «بي» او «سي» د یادې ناروغۍ تر ټولو خطرناک ډولونه ګڼل کېږي، که پر وخت تشخیص او درملنه یې ونه شي؛ نو د ځیګر سیروز او سرطان لامل کېدای شي.
د روغتیا نړۍوال سازمان تېر کال هم خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې ډېری کسان د زیړي د ناوخته تشخیص له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. دغه سازمان د معایناتو، واکسین او درملنې د پراخېدو غوښتنه کړې وه او ټینګار یې کړی و، چې هېڅوک باید د داسې ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورنه کړي چې د مخنیوي او درملنې وړ وي.
د هیپټایټ پرضد د مبارزې ملي پروګرام د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۵کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په ټول افغانستان کې تر ۹۳۶زره ډېر کسان د هیپټایټ «بي» او «سي» لپاره معاینه شوي دي.
راپور ښيي، چې د ۲۰۲۳کال له پیله د ۲۰۲۵کال د لومړۍ ربعې تر پایه تر ۶۷زره ډېر د هیپټایټ «بي» او نږدې ۲۸زره د هیپټایټ «سي» ناروغان ثبت شوي دي.
خو روغتیاپالان باور لري، چې دغه شمېرې د ناروغۍ رېښتینی وضعیت نه منعکسوي. د انتاني ناروغیو متخصص ډاکټر یما شهاب افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، هیپټایټ یوه ویروسي ناروغي ده چې د A، B، C، D او E ډولونه لري؛ خو «بي» او «سي» یې تر ټولو خطرناک ډولونه دي.
د نوموړي په وینا؛ هیپټایټ د ککړې وینې، جنسي اړیکو، له مور څخه ماشوم ته د لېږد او د هغو روغتیایي وسایلو له لارې انتقالېږي چې په سمه توګه تعقیم شوي نهوي.
ډاکټر شهاب چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یې کار کړی وایي، د خلکو د عامه پوهاوي ټیټه کچه، اقتصادي ستونزې او د روغتیايي خدمتونو محدود لاسرسی د دغه ناروغۍ د پراختیا مهم لاملونه دي.
هغه زیاتوي، چې په افغانستان کې د روغتیايي معلوماتو منظم سیستم (HMIS) له ستونزو سره مخ دی؛ نو له همدې امله د ناروغانو رسمي شمېرې بشپړې نهدي. د هغه په وینا؛ د نړۍوالو ادارو اټکلونه هم ښيي، چې ډېری کسان لاهم نهدي تشخیص شوي.
د نوموړي په خبره؛ په افغانستان کې د غاښونو په ځینو کلینیکونو، سینګارتونونو او نورو ځایونو کې د روغتیایي وسایلو ناسم تعقیم د ناروغۍ د لېږد ګواښ زیاتوي. هغه وایي، ډېری افغانان یوازې د «زیړي» نوم پېژني؛ خو د هیپټایټ د بېلابېلو ډولونو او د لېږد د لارو په اړه کافي معلومات نهلري.
هغه سپارښتنه کوي، چې د هیپټایټ واکسین په ځانګړي ډول د نویو زېږېدلو ماشومانو او د لوړ ګواښ لرونکو کسانو لپاره په معیاري ډول پراخ شي. همدارنګه باید یو ځل کارېدونکي روغتیایي وسایل وکارول شي، د وینې له انتقال مخکې کره معاینې ترسره شي او د جراحي عملیاتو پرمهال د هیپټایټ ناروغانو لپاره ځانګړي وسایل وکارول شي.
د نوموړي په وینا؛ اوس هم د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د هپاتیت د تشخیص امکانات نهشته. دامهال د دغه ناروغۍ د تشخیص او درملنې خدمتونه تر ډېره په کابل کې د انتاني ناروغیو روغتون، د فرانسویانو روغتون او «کیور» روغتون او په ځینو ولایتونو کې د انتاني ناروغیو په محدودو مرکزونو کې وړاندې کېږي؛ خو د دغه مرکزونو امکانات کافي نهدي.
ډاکټر شهاب ټینګار کوي، چې د هیپټایټ د مخنیوي لپاره باید په ټول هېواد کې د تشخیص او درملنې ځانګړي مرکزونه زیات شي او د عامه پوهاوي پروګرامونه پراخ شي. هیپټایټ یا د ځیګر التهاب یوه خطرناکه ناروغي ده، چې هرکال په نړۍ کې د سلګونه زره کسانو د مړینې لامل کېږي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د ۲۰۲۶کال د هیپټایټ نړۍوال راپور له مخې؛ ویروسي هیپټایټ «بي» او «سي» په ۲۰۲۴کال کې په ټوله نړۍ کې د شاوخوا ۱.۳ مېلیونه کسانو د مړینې لامل شوي دي.