د دغو نښتو له پراخېدو سره هممهاله، د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني ویاند کبیر حقمل د طالبانو هغه ادعاوې تر پوښتنې لاندې راوستې چې مخالفین له پاکستان سره تړي. نوموړي لیکلي، طالبان هڅه کوي داسې انګېرنه رامنځته کړي چې ګواکې روانه جګړه له ډیورنډ کرښې هاخوا تنظیمېږي، حال دا چې د هغه په وینا، خپله طالبان د شلو کلونو جګړې پر مهال له پاکستان سره نږدې اړیکې لرلې.
حقمل ویلي: «هاغه نفرت، چې د جمهوریت پر مهال د طالب پلوۍ له امله افغانانو د پاکستان پر وړاندې پیدا کړ، نن دوی غواړي په خپله ګټه کار ترې واخلي.» هغه زیاتوي، که طالبان د پاکستان له نوم سره تړل کېدل «شرموونکی عمل» بولي، «نو لومړی دې خپل مخ ته څپېړې ونیسي، ځکه دوی تر بل هر چا ډېر پنجاب ته مزدوري وکړه او ډېرې وژنې او ورانۍ یې ورته وکړلې.»
د کابل پوهنتون پخواني استاد ډاکټر محبوب شاه محبوب بیا د افغانستان د وروستیو څو لسیزو جګړو ته په اشارې لیکلي چې نږدې هر واکمن او مخالف لوري خپل سیالان د پاکستان لاسپوڅي بللي دي. د هغه په باور، دا لړۍ یا د دې ښکارندويي کوي چې افغانان د هېواد د جګړو له اصلي ماهیته نه دي خبر او یا هم افغانستان په بېلابېلو نیابتي ډلو وېشل شوی دی.
هغه لیکلي: «د ډاکټر نجیب حکومت مجاهدین د پاکستان لاسپوڅي بلل، مجاهدینو طالبان د پاکستان لاسپوڅي ګڼل، طالبانو مقاومت د روسیې او هند لاسپوڅی وباله، جمهوري نظام طالبان د پاکستان نیابتي ډله ګڼله او اوس طالبان خپل مخالفین د پاکستان جاسوسان بولي.»
بل خوا د خوست پخواني والي محمد حلیم فدایي بیا د جګړې پر ځای د سیاسي تفاهم غوښتنه کړې ده. هغه ویلي، د طالبانو مخالف سیاستوال حاضر دي د جګړې او تاوتریخوالي له لارې د واک د ترلاسه کولو هڅې پرېږدي، خو په دې شرط چې طالبان هم د خلکو غوښتنو ته غاړه کېږدي او د ټولو افغانانو په ګډون یو مشروع نظام رامنځته کړي.
فدایي لیکلي: «که طالبان د ولس غوښتنې ومني، مخالفین به نه جګړې ته مخه کړي او نه به د تاوتریخوالي له لارې سیاست وکړي.» هغه له طالبانو پوښتنه کړې: «که طالبان له مخالفینو د سولې تضمین غواړي، ایا دوی چمتو دي چې د ولس د حقونو، عدالت، مشارکت او اساسي ازادیو تضمین هم ورکړي؟»
همدا راز په امریکا کې د افغانستان پخواني فرهنګي اتشه مجید قرار هم د طالبانو د چارواکو وروستۍ څرګندونې په طنزیزه ژبه نقد کړي او لیکلي یې دي چې د شمال محدودو نښتو د طالبانو چارواکي اندېښمن کړي دي. هغه په طنز لیکلي: «په یوه ولسوالۍ جنګ دی، تا ته د ټول افغانستان د سقوط وېره ولې زړه ته درلوېدلې ده؟»
بلخوا، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني دایمي استازي محمود صیقل د ازادۍ جبهې او د ملي مقاومت جبهې د وروستیو عملیاتو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د ازادۍ جبهې ځواکونو د بغلان د اندراب ولسوالۍ په کاسهدره او د ملي مقاومت جبهې د بدخشان د کران او منجان ولسوالۍ پر طالب پوستو بریدونه کړي دي. نوموړي دا معلومات د دواړو ډلو د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ شریک کړي دي.
بدخشان له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو پر وړاندې د وسلهوالو مخالفو ډلو د فعالیت له مهمو سیمو څخه بلل کېږي. په وروستیو اوونیو کې د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د طالبانو او مخالفو ډلو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي، چې تر ټولو مهمې یې د زیباک ولسوالۍ شاوخوا جګړې دي.
د ازادۍ جبهې د جولای په وروستیو کې اعلان وکړ چې ځواکونو یې په زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو پر پوستو بریدونه کړي او ادعا یې وکړه چې د طالبانو ځواکونو ته یې مرګژوبله اړولې او ځینې پوستې یې نیولې دي. طالبانو بیا د دغو نښتو پخلی کړی، خو د مخالفې ډلې د ادعاوو پر خلاف یې ویلي چې برید کوونکو ته یې مرګژوبله اړولې ده. د دواړو لورو د تلفاتو او پوځي پرمختګونو ادعاوې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
بدخشان د جغرافیایي موقعیت له پلوه هم مهم ولایت دی، ځکه له تاجکستان، چین او پاکستان سره ګډې پولې لري او غرنی جوړښت یې د وسلهوالو ډلو لپاره د تګ راتګ او پټنځایونو زمینه برابروي.
د بدخشان وروستۍ نښتې داسې مهال روانې دي چې د طالبانو مخالفې سیاسي څېرې او پخواني چارواکي د دې جګړو په اړه بېلابېل تحلیلونه وړاندې کوي؛ ځینې یې د طالبانو د حکومت پر سیاستونو نیوکې کوي او ځینې بیا د افغانستان د روان بحران د حل لپاره د سیاسي مشارکت او خبرو غوښتنه کوي.
د رواداري په نوم د بشري حقونو د څار بنسټ په خپل یوه نوي راپور کې ویلي، د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۶ کال د جون تر پایه د پاکستان د پوځي عملیاتو له امله په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۱۸۷ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
دغه بنسټ ویلي، په همدې موده کې له ۲۹زرو ډېرې کورنۍ بېځایه شوې او زیاتوي چې راپور یې د میداني څېړنو، د قربانیانو او عیني شاهدانو د مرکو او د سیمهییزو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ چمتو کړی او موخه یې د پاکستان د پوځي بریدونو د بشري او حقوقي اغېزو ارزول، د قربانیانو ملاتړ، د حساب ورکونې پیاوړتیا او د عامه پوهاوي لوړول دي.
د راپور له مخې، د یادې مودې په ترڅ کې پاکستاني ځواکونو په خوست، پکتیا، پکتیکا، نورستان، ننګرهار، کندهار، هلمند او کابل ولایتونو کې هوايي، ځمکني او ګډ بریدونه کړي چې له امله یې سلګونه کورونه، روغتیايي مرکزونه، ښوونځي، جوماتونه او نور ملکي تأسیسات په بشپړ یا جزوي ډول ویجاړ شوي دي.
په کابل کې د معتادینو د درملنې پر مرکز برید چې ښايي جنګي جنایت وي
د راپور یوه مهمه برخه په کابل کې د معتادینو د درملنې او بیارغونې پر یوه مرکز (امید) د پاکستان د هوايي برید په اړه ده.
رواداري ویلي، په دغه برید کې لږ تر لږه ۳۰۰ناروغان او د مرکز کارکوونکي وژل شوي او ټپیان دي. د بنسټ په وینا، د څېړنې موندنې ښيي چې دا برید د نړیوالو بشردوستانه حقونو له اساسي اصولو ښکاره سرغړونه ده او د جنګي جنایت مصداق کېدای شي.
د نورستان دوې ولسوالۍ له دوو میاشتو زیاتې کلابندې وې
د راپور له مخې، پاکستاني ځواکونو د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه د اپرېل تر ۱۴مې پورې د نورستان د کامدېش او برګمټال ولسوالیو یوازینۍ مواصلاتي لار تړلې وه.
رواداري ویلي، د دغې لارې بندېدو له امله د یادو ولسوالیو اوسېدونکي له خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او نورو لومړنیو اړتیاوو له اړخه له جدي ستونزو سره مخ شوي وو.
د بریدونو رواني، ټولنیزې او اقتصادي اغېزې
د روادارۍ د موندنو له مخې، د پاکستان د پوځي بریدونو اغېزې یوازې تر مرګژوبلې او مالي زیانونو نه دي محدودې پاتې شوې، بلکې پر قربانیانو او سیمهییزو ټولنو یې ژورې رواني، ټولنیزې او اقتصادي اغېزې هم پرېښې دي.
رواداري ویلي، د ۲۰۲۴ کال له وروستیو راهیسې، د پاکستان او طالبانو ترمنځ د امنیتي کړکېچ له زیاتېدو سره پاکستان څو ځله د افغانستان په خاوره کې د «ترهګرۍ ضد عملیاتو» تر عنوان لاندې بریدونه کړي دي.
پاکستان په وار وار ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي)غړي د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه تنظیموي، خو طالبانو دغه ادعاوې رد کړې دي.
د راپور له مخې، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ متقابل بریدونه د نړیوال بشردوستانه حقونو له نظره د نړیوالې وسلهوالې شخړې ځانګړنې لري او له همدې امله د پاکستان د پوځي عملیاتو بشري او حقوقي پایلې د نړیوال بشردوستانه حقونو د اصولو له مخې ارزول شوې دي.
رواداري همداراز ویلي، د ناامنۍ دوام، سیمو ته د لاسرسي محدودیتونه، د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونو د مستندسازۍ پر وړاندې محدودیتونه او د قربانیانو امنیتي اندېښنې د دې څېړنې له مهمو خنډونو څخه وو. د بنسټ په وینا، ښايي د ملکي زیانونو او د نړیوال بشردوستانه حقونو د سرغړونو حقیقي کچه تر هغه هم لوړه وي چې په دغه راپور کې مستنده شوې ده.