افتخارخان چې په پېښور کې زېږېدلی وایي، پلار یې د افغانستان د جګړو پرمهال پاکستان ته کډه شوی و. نوموړی له ماشومتوبه په پېښور کې د کباړ په راټولولو د خپلې کورنۍ نفقه برابره کړې؛ خو شاوخوا ۲۵کاله وروسته په سرطان ناروغۍ اخته شو او اوس د پخوا په څېر سخت کار نه شي کولای.
د هغه دوه زامن چې یو یې په پنځم او بل یې په دویم ټولګي کې زدهکړې کولې د بېوزلۍ له امله له ښوونځي پاتې شول. اوس دواړه هره ورځ کباړ راټولوي او نږدې له ۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰ روپیو پورې عاید ترلاسه کوي، چې د اووه کسیزې کورنۍ یوازینۍ د عاید سرچینه ده.
افتخار خان وایي: « زموږ هیله دا وه، چې ماشومان مو زدهکړې وکړي؛ خو بېوزلۍ اړ کړي چې د کتابونو پر ځای کباړ ټول کړي. که افغانستان ته ستانه شو دومره وس هم نهلرو چې د سفر لګښت پرې ورکړو».
اشرف ګل چې د افغانستان د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی وایي، څو کاله مخکې د کار او روزګار په لټه له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته راغلی او په پېښور کې یې د مزدورۍ له لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابرول. هغه وایي، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو له امله اوس له سختو ستونزو سره مخ دی؛ ځکه نه یې ثابت کار پاتې دی او نه هم دومره مالي توان لري چې په اسانۍ افغانستان ته ولاړ شي.
اشرف ګل وایي:« موږ کلونه مزدوري وکړه او د خپلو ماشومانو نفقه مو برابره کړه؛ خو ټولې سپماوې مو د ورځنیو اړتیاوو په پوره کولو ولګېدې. اوس که بېرته ولاړ شو نه د سفر کرایه لرو نه د خپلو وسایلو د لېږد توان او نه هم دومره امکانات چې په افغانستان کې نوی ژوند پیل کړو. په افغانستان کې شخصي کور هم نهلرو». د هغه په وینا؛ که ستانه شي لومړی باید د اوسېدو ځای پیدا کړي، بیا د ماشومانو د خوړو، زدهکړو او د کار روزګار غم وخوري.
اشرف ګل وایي: «زما ماشومان هره ورځ پوښتنه کوي، چې ایا رښتیا هم افغانستان ته ځو؟ هلته به زموږ کور چېرته وي؟ او په کوم ښوونځي کې به زدهکړې کوو؟ خو زه د دوی دغه پوښتنو ته هېڅ ځواب نهلرم».
د ځایي چارواکو د معلوماتو له مخې په وروستیو میاشتو کې هره ورځ د تورخم او نورو لارو زرګونه افغانان خپل هېواد ته ستنېږي. په دغه ستنېدونکو کې ګڼې هغه کورنۍ هم شاملې دي، چې له کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېدې او ماشومان یې یا هلته زېږېدلي او یا یې هم خپلې زدهکړې همالته ترسره کړې دي.
کوټه، نوښار، هري پور، پېښور، چارسده، کوهاټ، اټک، اسلاماباد او راولپنډۍ هغه مهم ښارونه دي چې له هغو څخه تر ټولو زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. شفیع الله وایي، په اټک کې یې یو ګودام درلود چې هلته یې کارتن، اوسپنه او کاغذ اخیستل او پلورل. د هغه په خبره؛ کاروبار یې ښه روان و او د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکي خوبونه یې لیدل.
شفیع الله وایي: «دلته مې ګودام و، روزګار مې و او ژوند مو ښه تېرېده؛ خو اوس هر څه پای ته ورسېدل. خپل کور، کاروبار او د کلونو خواري شا ته پرېږدو او افغانستان ته روان یو. یو ماشوم یې د اټک په ښوونځي کې زدهکړې کولې او هیله یې دا وه، چې لوړې زدهکړې وکړي؛ خو د اوسنیو شرایطو له امله دا خوب هم نیمګړی پاتې شو».
شفیع الله وایي، پولیسو ونیوه یوه شپه یې په توقیف کې وساته او له خوشې کېدو وروسته ورته وویل شول چې له خپلې کورنۍ سره دې افغانستان ته ستون شي. هغه وایي: «له نیول کېدو وروسته بله لار نه وه. مجبور شوم خپل ګودام او ټول سامان په نیمه بیه وپلورم؛ ځکه په بېړه باید افغانستان ته تللی وای».
شفیعالله اوس د تورخم له لارې افغانستان ته روان دی. د هغه په وینا؛ تر ټولو ستر درد دا دی چې هغه ژوند کاروبار او د کلونو زحمت چې په پاکستان کې یې جوړ کړی و، په څو ورځو کې له لاسه ورکړ.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند قیصر اپریدی وایي، د ۲۰۲۳کال له پیل راهیسې تراوسه شاوخوا ۲۵ لکه افغان کډوال له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي چې له دې ډلې نږدې دوه نیم لکه کسان د جبري اېستلو د پالیسۍ له مخې افغانستان ته لېږدول شوي دي چې له دې ډلې شاوخوا ۲۵۰زره کسان د جبري اېستلو د تګلارې له مخې بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.