طالبان: په تېرو دوو اونیو کې نږدې ۲زره کډوالو ته په ننګرهار کې استوګنیزې نمرې وېشل شوې

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې په دغه ولایت کې ۱۹۰۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشل شوې دي.

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې په دغه ولایت کې ۱۹۰۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشل شوې دي.
د یاد دفتر په خبرپاڼه کې چې د سېشنبې په ورځ (د زمري ۶مه) خپره شوې راغلي، چې دغه نمرې د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ په راغې سیمه کې په کډوالو ښارګوټي کې د طالبانو د کور او ښار جوړولو ریاست لهخوا وېشل شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د وروستي راپور له مخې؛ تراوسه په ټول هېواد کې ۴۷زره او ۹۹۱ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشل شوې دي.
سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بېکارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې (UN-Habitat) ویلي، چې لاهم په افغانستان کې مېلیونونه خلک د څښاک پاکو او خوندي اوبو ته لاسرسی نهلري. دغه ادارې د اوبو سرچینو د ساتنې، د ښاري پلان جوړونې او د اوبو او ښځلو د اغېزمن مدیریت پر اړتیا ټینګار کړی.
یادې ادارې ویلي، چې دغه چاره کولای شي د اوبو سرچینې خوندي، روغتیايي وضعیت ښه او سالمې ټولنې رامنځته کړي. دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو په خپلو وروستیو راپورونو کې په افغانستان کې د اوبو د کمښت په اړه خبرداری ورکړی و.
تر دې وړاندې یوناما ویلي و، افغانستان د اقلیمي بدلونونو له سختو اغېزو سره مخ دی او اوږدمهاله وچکالۍ، د ځمکو شاړېدل او د اوبو کمښت د خلکو ژوند او د خوړو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم خبر ورکړی، چې په ۲۰۲۶کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ مېلیونه کسان د اوبو، حفظالصحې او روغتیايي خدمتونو مرستو ته اړتیا ولري.
په بدخشان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د دغه ولایت لپاره د یادې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ذبیحالله امیري د سېشنبې په سهار (د زمري ۶مه) د فیضاباد – بهارک پر سړک په یوه وسلهوال برید کې په نښه او ووژل شو.
د یادې قوماندانۍ په وینا؛ دغه برید د دوو موټرسایکل سپرو لهخوا شوی دی. د طالبانو د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر زیاته کړې، چې ذبیحالله امیري له خپل کور څخه د بهارک ولسوالۍ نه د فیضاباد ښار پر لور دفتر ته روان و چې په لاره کې پرې برید وشو. د یاد دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ د برید کوونکو د نیولو عملیات پيل شوي.
افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو معلوماتو له مخې؛ په دغه برید کې یو بریدګر هم وژل شوی او په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس موټر چلوونکی ټپي شوی دی.
سرچینې وایي، تر برید وروسته طالبانو سیمه کلابنده کړې او امنیتي تدابیر یې سخت کړي دي. د سرچینو په وینا؛ د ذبیحالله امیري جسد بهارک کلینیک ته لېږدول شوی او د دغه روغتیايي مرکز ډاکټران له ودانۍ اېستل شوي دي.
لاتراوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نهدی منلی. دغه برید داسې مهال شوی، چې په وروستیو ورځو کې په بدخشان کې د طالبانو د وسلهوالو مخالفانو په ځانګړې توګه د افغانستان د ازادۍ جبهې بریدونه زیات شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۵۴۱ کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲زره او ۹۴۳ کسان کېږي؛ هېواد ته ستنې شوې دي. یاد کډوال د تورخم، سپین بولدک، د ورېښمو پله او اسلامکلا له لارو ستانه شوي دي.
د طالبانو یاد کمېسیون ویلي، چې پرون دوشنبه (د زمري ۵مه) د ننګرهار د تورخم له لارې ۴۳۳ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۵۵ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۵کورنۍ او د هرات د اسلامکلا له لارې ۱۸ کورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي.
د طالبانو یاد کمېسیون زیاته کړې، په همدې ورځ یې ۲۹۷ کورنۍ چې ټولټال ۱۶۲۴ کسان کېږي؛ خپلو مېنو ته لېږدولې دي. دغه افغان کورنۍ داسې مهال له ګاونډیو هېوادونو راستنې شوې، چې ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه سازمانونو په افغانستان کې د تازه ستنو شویو افغانانو د اقتصادي وضعیت او د کاري زمینې د نشتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.
په ورته وخت کې د طالبانو یاد کمېسیون ویلي، چې په همدې ورځ یې ۱۱۱۴ کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې هم وېشلې دي.
د ایران د سویلي خراسان چارواکي وايي، د ایران، افغاستان او چین ترمنځ د ګډې ازادې سوداګریزې او صنعتي سیمې د جوړولو اداري بهیر د پام وړ پرمختګ کړی دی. نوموړي ویلي، ایران چمتو دی چې د یادې پروژې لپاره اړین بنسټیز تاسیسات، کاري ځواک او صنعتي وړتیاوې برابرې کړي.
د سویلي خراسان ولایت د اقتصادي او مالي چارو مشر مرتضی زاکاریاندا زیاته کړې، چې دغه ستراتیژیکه طرحه د پانګونې د جلب، د ټرانزیټ د پیاوړتیا او د درېیو هېوادونو د اقتصادي ظرفیتونو د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه تعقیبېږي.
دغه ایراني چارواکي د چین یو اقتصادي پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، چې د درېیو هېوادونو جغرافیایي موقعیت او اقتصادي ظرفیتونو ته په کتو، دغه نوښت د سیمهییزو اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره ځانګړی اهمیت لري.
زاکاریان زیاته کړې: «ایران چمتو دی، چې د دغه پروژې لپاره اړین بنسټیز تاسیسات، کاري ځواک او صنعتي وړتیاوې برابرې کړي». د زاکاریان په وینا؛ چین کولی شي د دغه پروژې د تمویل، پانګونې او ټېکنالوژۍ د لېږد په برخه کې مهم رول ولوبوي او د چینایي پانګهوالو ګډون به د درې اړخیزې اقتصادي همکارۍ له مهمو محورونو څخه وي.
هغه زیاته کړه، افغانستان د خپلو بډایه کاني زېرمو، نادره ځمکنیو عناصرو او مهم ترانزیټي موقعیت له امله د یادې پروژې یو مهم شریک دی او کولای شي د صنعت پراختیا او د کارموندنې فرصتونو له نوو امکاناتو ګټه واخلي.
ایران، افغانستان او چین په وروستیو کلونو کې هڅه کړې، چې خپلې اقتصادي او ترانزیټي همکارۍ د بېلابېلو سیمهییزو پروژو له لارې پراخې کړي.
له پاکستان نه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو بهیر لاهم په چټکۍ سره روان دی؛ خو د یادې پروسې تر ټولو حساس اړخ هغه پېښې دي، چې ماشومان هم پهکې شامل دي. تېره ورځ له کورنیو پرته په پنجاب کې دوه نیول شوي افغان ماشومان افغانستان ته ستانه کړل شول.
دغه دوه ماشومان په پنجاب کې نیول شوي وو او د قانوني پړاوونو تر بشپړولو وروسته افغانستان ته ولېږدول شول او بیا د تورخم له لارې افغانستان ته واېستل شول.
۱۶کلن فرحان چې د پنجاب له ساهيوال نه نیول شوی و، افغانستان ته د بېرته تګ پرمهال د خوښۍ پر ځای یې په څېره وېره، بېوسي او له خپلې کورنۍ د بېلتون درد له ورایه ښکارېده+.
فرحان وايي، د اړتیا وړ توکو د پېرلو لپاره له کوره بهر وتلی و. هغه خبر نه و چې په بازار کې د پولیسو عملیات روان دي. کله چې بازار ته ورسېده، پولیسو ودراوه او پوښتنې یې ترې پیل کړې.
فرحان وايي:« پولیسو له ما وپوښتل، چې ته د کوم ځای یې؟ ما ورته وویل، چې زه د افغانستان د کابل یم. له دې وروسته یې له ما نورې پوښتنې ونه کړې او نېغ یې موټر ته پورته کړم او تاڼې ته یې انتقال کړم».
فرحان د پولیسو د حضور له امله په ازاده توګه له خبرو کولو وېره لرله. کله چې د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ترې د نوموړي د وضعیت پوښتنه وکړه؛ نو په ژړغوني غږ یې یوازې دومره وویل: «زما کور او کورنۍ په پاکستان کې پاتې شول او زه یوازې افغانستان ته ځم. زه نه پوهېږم هلته به څوک ولرم او له چا سره به ژوند کوم».
د فرحان په سترګو کې اوښکې ډنډ وې. هغه څو ځلې د خپلې کورنۍ یادونه وکړه او د خپل راتلونکي په اړه ډېر اندېښمن ښکاره شو. په دغه کسانو کې یو بل افغان ماشوم هم شامل دی، چې له پنجاب نه نیول شوی او د تورخم له لارې افغانستان ته واېستل شو.
دغه ماشوم وايي، په پنجاب کې یې په یوې هټۍ کې کار کاوه. د هغه په خبره؛ هغه د معمول په څېر په هټۍ کې په کار اخته و، چې پولیس راغلل او له هغه ځایه یې ونیوه.
نوموړی وايي، له نیول کېدو وروسته ورته له خپلې کورنۍ سره د اړیکې اجازه ورنهکړل شوه او ونه توانېد چې خپله کورنۍ خبره کړي او اوس چې افغانستان ته استول کېږي، ډېر اندېښمن دی؛ ځکه هغه په پاکستان کې زېږېدلی، د ژوند ډېره برخه یې همدلته تېره کړې او په افغانستان کې نږدې خپلوان نهلري.
تر دې وړاندې د پنجاب په ګډون په خیبرپښتونخوا کې هم د ګڼو افغان ماشومانو د نېولو او جبري ستنولو راپورونه ورکړل شوي وو.
یو بل افغان کډوال امینالله چې په سترګو کې یې د کلونو یادونه او د بېلتون درد ښکاره کېده وايي، چې لمسی او لور یې تېره ورځ پولیسو ونیول او وروسته افغانستان ته واستول شول. امینالله وايي: «زما لور او لمسی روغتون ته تللي وو؛ خو د بېرته راتګ پرمهال پولیسو ودرول او ویې نیول. موږ ته له هغوی سره د مخې ښې فرصت هم رانه کړل شو او نه مو د مناسبې تیارۍ وخت لاره».
اوس امینالله هم له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته د تګ لپاره اړ شوی؛ خو د هغه لپاره دغه سفر یوازې ستنېدل نهدي؛ بلکې د ټول عمر له خاطرو او تېر ژوند څخه جلا کېدل دي. هغه وايي: «زموږ ټول ژوند په پاکستان کې تېر شوی. زموږ ماشومان همدلته زېږېدلي او همدلته لوی شوي دي. اوس په ناڅاپي ډول هر څه پرېږدو او داسې هېواد ته ځو، چې هلته زموږ لپاره ژوند اسانه نهدی».
امین الله د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه، چې د کومې کورنۍ پر ماشومانو یا ښځو اقدام کېږي؛ نو هغوی ته دې لږ وخت ورکړل شي، څو د اړتیا وړ سامان له ځان سره واخلي او له خپلو کورنیو سره یوځای ستانه شي.
هغه وویل، ماشومان او ښځې دې په ناڅاپي ډول نه نیول کېږي او نه دې بېرته استول کېږي؛هغوی ته دې دومره وخت ورکړل شي، چې له خپلو عزیزانو سره وویني او له خپلې کورنۍ سره یو ځای سفر وکړي.
پاکستاني چارواکي وايي، د هغو افغان وګړو د ستنولو بهیر روان دی چې قانوني اسناد نهلري یا د پاتې کېدو اجازه یې پای ته رسېدلې ده. بلخوا د بشري حقونو فعالان وايي، چې د افغان کډوالو د ستنولو په بهیر کې باید د ماشومانو، ښځو او نورو زیان منونکو کسانو خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وشي.
دوی ټینګار کوي، چې د کم عمره کسانو په اړه باید د هغوی کورنۍ اړیکې، زدهکړې، استوګنه او راتلونکی په پام کې ونیول شي؛ څو د ستنولو پروسه له بشري اصولو او نړۍوالو معیارونو سره برابره ترسره شي.