• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د راتلونکي په اړه د طالبانو او نړیوالو ترمنځ مهمې ژمنې نه دي عملي شوې

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۳۵ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پر مهال د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر محمد اکرم خپلواک وایي، د طالبانو او نړیوالو اړخونو ترمنځ شوې هوکړې ناکامې شوې او د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه یې مهمې برخې نه دي عملي شوې.

خپلواک له افغان خبریال سعید شینواري سره په ځانګړې مرکه کې وویل، په دوخه کې بین‌الافغاني مذاکرات د دغو هوکړو یوه مهمه برخه وه، خو دغه خبرې کومې پایلې ته ونه رسېدې.

د هغه په وینا، د یوه نوي اسلامي حکومت جوړول هم د هوکړو برخه وه، خو عملي نه شول. نوموړي وویل، په هوکړو کې نه د اسلامي امارت او نه هم د جمهوریت یادونه شوې وه، بلکې د یوه نوي اسلامي حکومت پر جوړېدو بحث کېده.

خپلواک زیاته کړه چې د ښځو د زده‌کړو موضوع د بشري حقونو مساله ده، خو په اوسني نظام کې دغه حق نه لیدل کېږي.

هغه د جمهوریت د سقوط په اړه وویل:« پخوانی نظام له دننه سقوط وکړ، خو افغان ولس د هغه د بقا لپاره، په ځانګړي ډول د اردو او پولیسو په لیکو کې، درنې قربانۍ ورکړې دي». د هغه په خبره، د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو شمېر غړي اوس هم له ستونزو سره مخ دي.

خپلواک د دې پوښتنې په ځواب کې چې ځینې افغانان د جمهوریت پر سقوط خوښي څرګندوي، وویل: «نه سوله زموږ وه او نه جګړه زموږ؛ نړیوال اړخونه پکې ښکېل وو.»

نوموړي وویل، د جمهوریت سقوط نه نمانځي او هیله یې دا وه چې پخوانی نظام نه وای نسکور شوی، بلکې طالبان د یوه سیاسي جوړجاړي له لارې د نظام برخه ګرځېدلي وای.

خپلواک د طالبانو هغه ادعا هم تر پوښتنې لاندې راوسته چې وایي، د دوی تر واک لاندې د ټکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ شوی دی. هغه وویل: که د پوهنتونونو وضعیت وکتل شي، ګڼ استادان او محصلان له هېواده وتلي او یو شمېر نور د وتلو لارې لټوي».

د پخواني حکومت دغه چارواکي وویل، افغانستان په تېرو شلو کلونو کې د زده‌کړو، روښانفکرۍ او ټکنالوژۍ په برخو کې «د پېړیو مزل» کړی دی.

هغه زیاته کړه، طالبانو د پخواني جمهوریت پر مهال پیل شویو پروژو ته دوام ورکړی او یو شمېر هغه چارې چې اوس د پرمختګ په توګه وړاندې کېږي، نوې پروژې نه دي.

خپلواک د بېلګې په توګه د کابل ښار ماسټر پلان یاد کړ او ویې ویل:« دغه پلان د محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی و، خو د جمهوریت پر مهال د ځینو ستونزو او خنډونو له امله بشپړ نه شو او طالبانو یې چارو ته دوام ورکړ».

هغه په دې مرکه کې د ځینو سیاستوالو پر بدلېدونکو دریځونو هم نیوکه وکړه. خپلواک وویل، ځینې کسان د خپلو شخصي ګټو لپاره دریځونه بدلوي؛ هغه کسان چې پرون یې د پخواني ولسمشر اشرف غني ملاتړ کاوه، نن د بل چا ملاتړ کوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې اصولي سیاسي دریځونه باید د اشخاصو او شخصي ګټو پر بنسټ بدل نه شي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه
۱

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۲
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۳

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۴

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي

۵

حمدالله محب متحده عربي امارات کې د سپوږمکۍ د لېږد یو میلیارد ډالري پروژې مسوول دی

•
•
•

نور خبرونه

له دولتي دندې تر لاسي خامک؛ کندهارۍ لوستې ښځې د کورنیو ساتلو لپاره غاړې ګنډي

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۱۱ GMT+۱
•
خاطره اسحاقزۍ
100%

په کندهار کې یو شمېر هغه لوستې ښځې چې د طالبانو له لوري د ښځو پر کار له بندیز وروسته خپلې دندې له لاسه ورکړې، اوس یې د لاسي خامکي غاړو ګنډلو ته مخه کړې ده. دوی وايي، که څه هم دا کار د کورنۍ د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کوي، خو د ډېر زحمت په بدل کې یې عاید کم دی.

د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار د طالبانو له بندیز وروسته، په کندهار کې یو شمېر لوستو او د لوړو زده کړو لرونکو ښځو، چې پخوا یې په دولتي او خدماتي ادارو کې دندې درلودې، اوس یې د عاید د برابرولو لپاره د خامک کار ته مخه کړې ده.

نجلا الهام چې مخکې د یوې دولتي ادارې کارمنده وه افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو له واکمنېدو څخه وړاندې یې د ژوند اړتیاوې د خپل معاش له لارې پوره کولې، خو اوس چې د ښځو کار منع شوی، په کور کې د لاسي غاړو ګنډلو ته اړ شوې ده. د هغې په وینا، په پیل کې د دې هنر زده کړه ورته سخته وه، خو اوس د همدې کار له لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابروي.

فریبا اسلم چې د کندهار پوهنتون د عامه ادارې پوهنځي فارغه ده او د طالبانو له بندیز مخکې یې د بشري مرستو د وېش په برخه کې دنده ترسره کوله، وايي دا مهال له خپلو هغو خویندو سره یو ځای لاسي غاړې ګنډي چې زده کړې یې نیمګړې پاتې شوې دي.

100%
کندهارۍ خامخکې غاړي نه یوازی کورنی بلکې نړیوال شهرت هم لري

هغې وویل، د لوړو زده کړو له بشپړولو وروسته اوس د یوې غاړې پر ګنډلو درې میاشتې تېروي، خو لس زره افغانۍ هم نه ترې ترلاسه کېږي. نوموړې هیله ښودلې چې یوه ورځ بېرته خپلې دندې ته ستنه شي او د خپل مسلک له لارې هېوادوالو ته خدمت وکړي.

سره له دې چې د لاسي خامکي غاړو ګنډنه د ډېرو بې‌سرپرسته ښځو او کورنیو د عاید یوازینۍ سرچینه ده، خو اقتصادي ځوړ د دې لاسي صنعت پر تقاضا هم منفي اغېز کړی دی.

په کندهار کې د لاسي غاړو دوکاندار محمد اشرف افغانستان انټرنیشنل ته ویلي، د لاسي خامکي غاړو بازار سوړ شوی دی. د هغه په وینا، خلک لا هم دا غاړې خوښوي، خو د پېرلو اقتصادي توان نه لري.

بي بي صاحبه چې له تېرو لسو کلونو راهیسې لاسي غاړې ګنډي او بازار ته یې وړاندې کوي وايي: په میاشتو میاشتو پر یوه غاړه کار کوک، خو دوکانداران یې د بازار د خرابوالي په پلمه په ټیټه بیه غواړي». د هغې په خبره، پخوا به یې ډېر فرمایشونه لرل، خو اوس خپله غاړې جوړوي او بازار ته یې وړي، خو د پخوا په څېر پېرېدونکي نه لري.

100%
ماشیني غاړو د لاسي غاړو بازار پیکه کړی

کندهاري لاسي خامکي غاړې د افغانستان له پخوانیو دودیزو لاسي صنایعو څخه شمېرل کېږي او له لسیزو راهیسې د کندهار ۍ د ښځو په لاس ګنډل کېږي. وړاندې به دغه غاړې نه یوازې د کندهار او د افغانستان په نورو ولایتونو کې پلورل کیدي، بلکې د سوداګرو له لارې پاکستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، قطر، جرمني، بریتانیا، کاناډا او امریکا ته هم صادریدي او هلته مېشت افغانانو به د دودیزو جامو او د اخترونو، ودونو او نورو مراسمو پېرلي.

خو په وروستیو کلونو کې د اقتصادي ستونزو، د ماشیني تولیداتو د زیاتوالي او د صادراتو د کمېدو له امله د لاسي خامکي غاړو بازار پیکه شوی دی. خو سره له دې د دې غاړو ځانګړی کیفیت، ښکلا او هنري ارزښت لا هم د کورنیو او بهرنیو افغانانو ترمنځ خپل ځانګړی ځای ساتلی دی.

سټیفن ډاوټي د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان لپاره نوی مسوول وټاکل شو

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۰۲ GMT+۱
100%

د کارګر ګوند استازی او د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سټییفن ډاوټي د افغانستان او پاکستان، منځني ختیځ او شمالي افریقا، د بندیزونو، قونسلي چارو او د کړکېچونو د مدیریت د مسوول په توګه وټاکل شو.

ډاوټي د دوشنبې په ورځ، د زمري پنځمه پر اېکس اېکس‌پاڼه لیکلي ویاړي چې دغه مسوولیتونه یې منلي او ژمنه یې وکړه چې له هغو بریتانیايي وګړو ملاتړ به هم وکړي چې له هېواده بهر مرستو ته اړتیا لري.

سټیفن ډاوټي د ۲۰۱۲ کال راهیسې د ویلز د کارډیف سوېل او پینارت د ټاکنیزې حوزې استازی دی. هغه له سیاست ته تر ننوتو مخکې د ورلډ ویژن او اکسفام په ګډون په بشري او پراختیايي ادارو کې دنده ترسره کړې او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له پارلماني مجمع سره یې هم کار کړی دی.

د افغانستان دوسیه له ډاوټي سره تر سپارل کېدو وروسته، هغه به د افغانستان په اړه د بریتانیا د سیاست د همغږۍ او تعقیب مسوول وي. په دې دنده کې د طالبانو په اړه د لندن د دریځ څارنه، د سیمې له هېوادونو او د بریتانیا له متحدانو سره ډیپلوماټیکې اړیکې، د افغانستان د تحولاتو په اړه پارلمان ته ځواب ویلو او د افغانستان لپاره د بریتانیا د بشري مرستو او پراختیايي پروګرامونو څارنه شامله ده.

د طالبانو پر اړوندو اشخاصو او بنسټونو د بندیزونو دوسیه هم د هغه د مسوولیت برخه ده. همداراز، په افغانستان کې د بریتانیايي وګړو د قونسلي چارو او له افغانستان سره د تړلو احتمالي کړکېچونو سیاسي مدیریت به هم د هغه له دندو څخه وي.

په همدې حال کې، د افغانستان د پخواني حکومت یوه چارواکي مجیب‌الرحمان رحیمي له ډاوټي غوښتي چې د طالبانو په اړه د بریتانیا سیاست د بشري حقونو، د قانون د حاکمیت او د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، د ازادیو پر بنسټ پرمخ یوسي.

افغان خبریال لطف‌الله نجفي‌زاده هم د ډاوټي ټاکنه مهمه بللې او ویلي یې دي چې د طالبانو د واکمنۍ د پنځم کال او د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د پنځه ویشتمې کلیزې په درشل کې د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې د تګلارې د بیا ارزونې وخت رارسېدلی دی.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي هم ویلي، د ډاوټي ټاکنه په داسې وخت کې شوې چې افغانستان او سیمه له ګڼو امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخ دي.

سره له دې، د بریتانیا حکومت ټینګار کوي چې د افغانستان په اړه وروستۍ پرېکړې یوازې د ډاوټي له لوري نه کېږي، بلکې د بهرنیو چارو له وزیر، کابینې او نورو اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ ترسره کېږي. همداراز، د افغانانو د پناه غوښتنې، ویزو، استوګنې او اېستلو اړوند موضوعات تر ډېره د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت په واک کې دي.

دوه کورنۍ او ورته مجبوريتونه؛ بې‌وزلي او خپل هېواد ته د ستنېدو له وېرې سره مخ افغان کډوال

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۱۷ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

په پاکستان کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو له روان بهیر سره ګڼې داسې کورنۍ هم شته، چې کلونه یې په پاکستان کې تېر کړي؛ خو اوس د ستنېدو ترڅنګ له سختو اقتصادي ستونزو سره هم مخ دي. افتخار خان، اشرف ګل او شفیع‌الله هم د همدې کورنیو له ډلې دي.

افتخارخان چې په پېښور کې زېږېدلی وایي، پلار یې د افغانستان د جګړو پرمهال پاکستان ته کډه شوی و. نوموړی له ماشومتوبه په پېښور کې د کباړ په راټولولو د خپلې کورنۍ نفقه برابره کړې؛ خو شاوخوا ۲۵کاله وروسته په سرطان ناروغۍ اخته شو او اوس د پخوا په څېر سخت کار نه شي کولای.

د هغه دوه زامن چې یو یې په پنځم او بل یې په دویم ټولګي کې زده‌کړې کولې د بې‌وزلۍ له امله له ښوونځي پاتې شول. اوس دواړه هره ورځ کباړ راټولوي او نږدې له ۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰ روپیو پورې عاید ترلاسه کوي، چې د اووه کسیزې کورنۍ یوازینۍ د عاید سرچینه ده.

افتخار خان وایي: « زموږ هیله دا وه، چې ماشومان مو زده‌کړې وکړي؛ خو بې‌وزلۍ اړ کړي چې د کتابونو پر ځای کباړ ټول کړي. که افغانستان ته ستانه شو دومره وس هم نه‌لرو چې د سفر لګښت پرې ورکړو».

اشرف ګل چې د افغانستان د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی وایي، څو کاله مخکې د کار او روزګار په لټه له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته راغلی او په پېښور کې یې د مزدورۍ له لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابرول. هغه وایي، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو له امله اوس له سختو ستونزو سره مخ دی؛ ځکه نه یې ثابت کار پاتې دی او نه هم دومره مالي توان لري چې په اسانۍ افغانستان ته ولاړ شي.

اشرف ګل وایي:« موږ کلونه مزدوري وکړه او د خپلو ماشومانو نفقه مو برابره کړه؛ خو ټولې سپماوې مو د ورځنیو اړتیاوو په پوره کولو ولګېدې. اوس که بېرته ولاړ شو نه د سفر کرایه لرو نه د خپلو وسایلو د لېږد توان او نه هم دومره امکانات چې په افغانستان کې نوی ژوند پیل کړو. په افغانستان کې شخصي کور هم نه‌لرو». د هغه په وینا؛ که ستانه شي لومړی باید د اوسېدو ځای پیدا کړي، بیا د ماشومانو د خوړو، زده‌کړو او د کار روزګار غم وخوري.

اشرف ګل وایي: «زما ماشومان هره ورځ پوښتنه کوي، چې ایا رښتیا هم افغانستان ته ځو؟ هلته به زموږ کور چېرته وي؟ او په کوم ښوونځي کې به زده‌کړې کوو؟ خو زه د دوی دغه پوښتنو ته هېڅ ځواب نه‌لرم».

د ځایي چارواکو د معلوماتو له مخې په وروستیو میاشتو کې هره ورځ د تورخم او نورو لارو زرګونه افغانان خپل هېواد ته ستنېږي. په دغه ستنېدونکو کې ګڼې هغه کورنۍ هم شاملې دي، چې له کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېدې او ماشومان یې یا هلته زېږېدلي او یا یې هم خپلې زده‌کړې همالته ترسره کړې دي.
کوټه، نوښار، هري پور، پېښور، چارسده، کوهاټ، اټک، اسلام‌اباد او راولپنډۍ هغه مهم ښارونه دي چې له هغو څخه تر ټولو زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. شفیع الله وایي، په اټک کې یې یو ګودام درلود چې هلته یې کارتن، اوسپنه او کاغذ اخیستل او پلورل. د هغه په خبره؛ کاروبار یې ښه روان و او د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکي خوبونه یې لیدل.

شفیع الله وایي: «دلته مې ګودام و، روزګار مې و او ژوند مو ښه تېرېده؛ خو اوس هر څه پای ته ورسېدل. خپل کور، کاروبار او د کلونو خواري شا ته پرېږدو او افغانستان ته روان یو. یو ماشوم یې د اټک په ښوونځي کې زده‌کړې کولې او هیله یې دا وه، چې لوړې زده‌کړې وکړي؛ خو د اوسنیو شرایطو له امله دا خوب هم نیمګړی پاتې شو».

شفیع الله وایي، پولیسو ونیوه یوه شپه یې په توقیف کې وساته او له خوشې کېدو وروسته ورته وویل شول چې له خپلې کورنۍ سره دې افغانستان ته ستون شي. هغه وایي: «له نیول کېدو وروسته بله لار نه وه. مجبور شوم خپل ګودام او ټول سامان په نیمه بیه وپلورم؛ ځکه په بېړه باید افغانستان ته تللی وای».

شفیع‌الله اوس د تورخم له لارې افغانستان ته روان دی. د هغه په وینا؛ تر ټولو ستر درد دا دی چې هغه ژوند کاروبار او د کلونو زحمت چې په پاکستان کې یې جوړ کړی و، په څو ورځو کې له لاسه ورکړ.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند قیصر اپریدی وایي، د ۲۰۲۳کال له پیل راهیسې تراوسه شاوخوا ۲۵ لکه افغان کډوال له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي چې له دې ډلې نږدې دوه نیم لکه کسان د جبري اېستلو د پالیسۍ له مخې افغانستان ته لېږدول شوي دي چې له دې ډلې شاوخوا ۲۵۰زره کسان د جبري اېستلو د تګلارې له مخې بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د بدخشان نښتو ته په اشارې؛ مجاهد وایي د وروستۍ پېښې عاملین یې په ۲۴ ساعتونو کې له‌منځه وړي

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۲۸ GMT+۱
100%

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یادې ډلې د شپږو وزارتونو د لاسته راوړونو په غونډه کې ویلي، چې ځواکونه یې پیاوړي دي او د وروستۍ پېښې عاملین یې په ۲۴ ساعتونو کې له‌منځه وړي. که څه هم نوموړي د وروستۍ پېښې او ځای نوم وانه‌خیست؛ خو اشاره یې د بدخشان پېښو ته وه.

ذبیح‌الله مجاهد د سې‌شنبې په ورځ (د زمري ۶مه) «د رسنیو په هېنداره کې حکومت» تر سرلیک لاندې پروګرام کې د طالبانو د سترې محکمې، حج او اوقافو، عدلیې، امرباالمعروف، اطلاعاتو او فرهنګ او سرحدونو او قبایلو چارو وزارتونو د یو کلنو لاسته راوڼو پرمهال وویل، په سرحدونو کې یې ځواکونه فعال دي او د ټولو هغو شکمنو پېښو مخنیوي ته ځان رسوي چې رامنځته کېږي.

که څه هم دامهال د افغانستان په شمال او په ځانګړي ډول بدخشان کې د طالبانو او د هغوی د مخالفو وسله‌والو ترمنځ بریدونه پیل شوي؛ خو ذبیح‌الله مجاهد وویل:« په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې هم داسې پېښې کېږي، زموږ ځواکونه ژمن دي او په خاصو وختونو کې یې د ستونزو مخنیوي ته ځان رسولی. په وروستیو کې تاسو ځینې ستونزې ولیدلې چې رامنځته شوې؛ خو په ۲۴ ساعتونو کې یې مخه ونیول شوه او عاملین یې له‌منځه یوړل شول».

نوموړي یو ځل بیا وویل، چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو په وړاندې ونه کارول شي او د ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي. مجاهد د طالبانو د لاسته راوړنو په برخه کې وویل، تېرکال د دغه ډلې سترې محکې ۲۶۲زره او ۹۳۷ بېلابېلو قضیو ته رسېدنه کړې چې پرمهال یې ۷۱زره او ۶۷۲ حقوقي دعوې حل کړې دي.

د نوموړي په خبره؛ د حج او اوقافو وزارت په بېلابېلو برخو کې ۲۲۷ بېلابېلي مکتوبي او ۴۰۰ شفاهي فتواوې صادرې کړې دي. هغه ویلي، چې د عدلیې وزارت د ۹۴۹زره او ۶۶۴ غصب شویو ځمکو د مخنیوي په اړه ۲۷۶ پرېکړې هم صادرې کړې دي.

د طالبانو ویاند په دغه کنفرانس کې زیاته کړې، چې د امربالمعروف محتسبانو د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د یوه کال پرمهال د «اسلامي‌ ارزښتونو د ټینګښت او خرافاتو د مخنیوي» په موخه ۱۶۴۹ کوډګر نیولي او اړوندو ادارو ته یې سپارلي دي.
هغه ویلي، چې یادي ادارې د ښځو د «شرعي حقونو» په برخه کې ۳۲۹۴ قضیو ته رسېدنه کړې او پرمهال یې ۱۳۶۰ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي ژغورل شوې دي.

مجاهد وايي، چې تېرکال ۱۰زره بهرني او ۸ مېلیونه کورنیو ګرځندویانو له تاریخي، فرهنګي او تفریحي سیمو لیدنه کړې. نوموړي دا هم ویلي، چې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تېرکال ۶ راډیوګانو، یوه ویېب‌پاڼې، ۵ چاپي رسنیو، دوه خبري‌ اژانسونو، ۹۰ یوټیوب چېنلونو او ۲۷ فرهنګي‌ بنسټونو ته د فعالیت اجازه ورکړې.
نوموړي‌ زیاته کړې، چې د یاد وزارت ځانګړي کمېسیون د ۴۰ خصوصي کتابتونو لیدنه کړې او پرمهال یې ۹۲۹ هغه کتابونه ټول کړي، چې د «معیارونو او ارزښتونو» سره په ټکر کې وو.

ذبیح‌الله مجاهد یو ځل بیا له خلکو، رسنیو، خبریالانو او شنونکو د همکارۍ غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې د یادې ډلې لاسته راوړنې خپرې کړي.

له کورنیو پرته؛ په پنجاب کې دوه نیول شوي افغان ماشومان افغانستان ته ستانه کړل شول

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۰۷ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

له پاکستان نه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو بهیر لاهم په چټکۍ سره روان دی؛ خو د یادې پروسې تر ټولو حساس اړخ هغه پېښې دي، چې ماشومان هم په‌کې شامل دي. تېره ورځ له کورنیو پرته په پنجاب کې دوه نیول شوي افغان ماشومان افغانستان ته ستانه کړل شول.

دغه دوه ماشومان په پنجاب کې نیول شوي وو او د قانوني پړاوونو تر بشپړولو وروسته افغانستان ته ولېږدول شول او بیا د تورخم له لارې افغانستان ته واېستل شول.

۱۶کلن فرحان چې د پنجاب له ساهيوال نه نیول شوی و، افغانستان ته د بېرته تګ پرمهال د خوښۍ پر ځای یې په څېره وېره، بې‌وسي او له خپلې کورنۍ د بېلتون درد له ورایه ښکارېده+.

فرحان وايي، د اړتیا وړ توکو د پېرلو لپاره له کوره بهر وتلی و. هغه خبر نه و چې په بازار کې د پولیسو عملیات روان دي. کله چې بازار ته ورسېده، پولیسو ودراوه او پوښتنې یې ترې پیل کړې.

فرحان وايي:« پولیسو له ما وپوښتل، چې ته د کوم ځای یې؟ ما ورته وویل، چې زه د افغانستان د کابل یم. له دې وروسته یې له ما نورې پوښتنې ونه کړې او نېغ یې موټر ته پورته کړم او تاڼې ته یې انتقال کړم».

فرحان د پولیسو د حضور له امله په ازاده توګه له خبرو کولو وېره لرله. کله چې د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ترې د نوموړي د وضعیت پوښتنه وکړه؛ نو په ژړغوني غږ یې یوازې دومره وویل: «زما کور او کورنۍ په پاکستان کې پاتې شول او زه یوازې افغانستان ته ځم. زه نه پوهېږم هلته به څوک ولرم او له چا سره به ژوند کوم».

د فرحان په سترګو کې اوښکې ډنډ وې. هغه څو ځلې د خپلې کورنۍ یادونه وکړه او د خپل راتلونکي په اړه ډېر اندېښمن ښکاره شو. په دغه کسانو کې یو بل افغان ماشوم هم شامل دی، چې له پنجاب نه نیول شوی او د تورخم له لارې افغانستان ته واېستل شو.

دغه ماشوم وايي، په پنجاب کې یې په یوې هټۍ کې کار کاوه. د هغه په خبره؛ هغه د معمول په څېر په هټۍ کې په کار اخته و، چې پولیس راغلل او له هغه ځایه یې ونیوه.

نوموړی وايي، له نیول کېدو وروسته ورته له خپلې کورنۍ سره د اړیکې اجازه ورنه‌کړل شوه او ونه توانېد چې خپله کورنۍ خبره کړي او اوس چې افغانستان ته استول کېږي، ډېر اندېښمن دی؛ ځکه هغه په پاکستان کې زېږېدلی، د ژوند ډېره برخه یې همدلته تېره کړې او په افغانستان کې نږدې خپلوان نه‌لري.
تر دې وړاندې د پنجاب په ګډون په خیبرپښتونخوا کې هم د ګڼو افغان ماشومانو د نېولو او جبري ستنولو راپورونه ورکړل شوي وو.

یو بل افغان کډوال امین‌الله چې په سترګو کې یې د کلونو یادونه او د بېلتون درد ښکاره کېده وايي، چې لمسی او لور یې تېره ورځ پولیسو ونیول او وروسته افغانستان ته واستول شول. امین‌الله وايي: «زما لور او لمسی روغتون ته تللي وو؛ خو د بېرته راتګ پرمهال پولیسو ودرول او ویې نیول. موږ ته له هغوی سره د مخې ښې فرصت هم رانه کړل شو او نه مو د مناسبې تیارۍ وخت لاره».

اوس امین‌الله هم له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته د تګ لپاره اړ شوی؛ خو د هغه لپاره دغه سفر یوازې ستنېدل نه‌دي؛ بلکې د ټول عمر له خاطرو او تېر ژوند څخه جلا کېدل دي. هغه وايي: «زموږ ټول ژوند په پاکستان کې تېر شوی. زموږ ماشومان همدلته زېږېدلي او همدلته لوی شوي دي. اوس په ناڅاپي ډول هر څه پرېږدو او داسې هېواد ته ځو، چې هلته زموږ لپاره ژوند اسانه نه‌دی».

امین الله د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه، چې د کومې کورنۍ پر ماشومانو یا ښځو اقدام کېږي؛ نو هغوی ته دې لږ وخت ورکړل شي، څو د اړتیا وړ سامان له ځان سره واخلي او له خپلو کورنیو سره یوځای ستانه شي.

هغه وویل، ماشومان او ښځې دې په ناڅاپي ډول نه نیول کېږي او نه دې بېرته استول کېږي؛هغوی ته دې دومره وخت ورکړل شي، چې له خپلو عزیزانو سره وویني او له خپلې کورنۍ سره یو ځای سفر وکړي.

پاکستاني چارواکي وايي، د هغو افغان وګړو د ستنولو بهیر روان دی چې قانوني اسناد نه‌لري یا د پاتې کېدو اجازه یې پای ته رسېدلې ده. بلخوا د بشري حقونو فعالان وايي، چې د افغان کډوالو د ستنولو په بهیر کې باید د ماشومانو، ښځو او نورو زیان منونکو کسانو خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وشي.

دوی ټینګار کوي، چې د کم عمره کسانو په اړه باید د هغوی کورنۍ اړیکې، زده‌کړې، استوګنه او راتلونکی په پام کې ونیول شي؛ څو د ستنولو پروسه له بشري اصولو او نړۍوالو معیارونو سره برابره ترسره شي.