خپلواک له افغان خبریال سعید شینواري سره په ځانګړې مرکه کې وویل، په دوخه کې بینالافغاني مذاکرات د دغو هوکړو یوه مهمه برخه وه، خو دغه خبرې کومې پایلې ته ونه رسېدې.
د هغه په وینا، د یوه نوي اسلامي حکومت جوړول هم د هوکړو برخه وه، خو عملي نه شول. نوموړي وویل، په هوکړو کې نه د اسلامي امارت او نه هم د جمهوریت یادونه شوې وه، بلکې د یوه نوي اسلامي حکومت پر جوړېدو بحث کېده.
خپلواک زیاته کړه چې د ښځو د زدهکړو موضوع د بشري حقونو مساله ده، خو په اوسني نظام کې دغه حق نه لیدل کېږي.
هغه د جمهوریت د سقوط په اړه وویل:« پخوانی نظام له دننه سقوط وکړ، خو افغان ولس د هغه د بقا لپاره، په ځانګړي ډول د اردو او پولیسو په لیکو کې، درنې قربانۍ ورکړې دي». د هغه په خبره، د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو شمېر غړي اوس هم له ستونزو سره مخ دي.
خپلواک د دې پوښتنې په ځواب کې چې ځینې افغانان د جمهوریت پر سقوط خوښي څرګندوي، وویل: «نه سوله زموږ وه او نه جګړه زموږ؛ نړیوال اړخونه پکې ښکېل وو.»
نوموړي وویل، د جمهوریت سقوط نه نمانځي او هیله یې دا وه چې پخوانی نظام نه وای نسکور شوی، بلکې طالبان د یوه سیاسي جوړجاړي له لارې د نظام برخه ګرځېدلي وای.
خپلواک د طالبانو هغه ادعا هم تر پوښتنې لاندې راوسته چې وایي، د دوی تر واک لاندې د ټکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ شوی دی. هغه وویل: که د پوهنتونونو وضعیت وکتل شي، ګڼ استادان او محصلان له هېواده وتلي او یو شمېر نور د وتلو لارې لټوي».
د پخواني حکومت دغه چارواکي وویل، افغانستان په تېرو شلو کلونو کې د زدهکړو، روښانفکرۍ او ټکنالوژۍ په برخو کې «د پېړیو مزل» کړی دی.
هغه زیاته کړه، طالبانو د پخواني جمهوریت پر مهال پیل شویو پروژو ته دوام ورکړی او یو شمېر هغه چارې چې اوس د پرمختګ په توګه وړاندې کېږي، نوې پروژې نه دي.
خپلواک د بېلګې په توګه د کابل ښار ماسټر پلان یاد کړ او ویې ویل:« دغه پلان د محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی و، خو د جمهوریت پر مهال د ځینو ستونزو او خنډونو له امله بشپړ نه شو او طالبانو یې چارو ته دوام ورکړ».
هغه په دې مرکه کې د ځینو سیاستوالو پر بدلېدونکو دریځونو هم نیوکه وکړه. خپلواک وویل، ځینې کسان د خپلو شخصي ګټو لپاره دریځونه بدلوي؛ هغه کسان چې پرون یې د پخواني ولسمشر اشرف غني ملاتړ کاوه، نن د بل چا ملاتړ کوي.
نوموړي ټینګار وکړ چې اصولي سیاسي دریځونه باید د اشخاصو او شخصي ګټو پر بنسټ بدل نه شي.