• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له پاکستان سره سوداګریزه جګړه؛ طالبان له منځنۍ اسیا سره اقتصادي‌ اړیکې نورې هم پراخوي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۷ GMT+۰

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې دوشنبه د (لړم ۲۶مه) په یوه راپور کې ویلي، چې طالبان هڅه کوي پر پاکستان د خپلې اقتصادي تکیې کمولو وروسته ځان د منځنۍ اسیا هېوادونو ته په سوداګریزه برخه کې نږدې کړي. راپور وایي، طالبان غواړي په بشپړه توګه له پاکستان سره د افغانستان سوداګریز تړاو ختم کړي.

یاده ورځپاڼه د کارپوهانو په حواله لیکي، چې جغرافیوي موقعیت، لوړ لګښتونه او سیاسي محدودیتونه به د طالبانو د حکومت هڅې ستونزمنې کړي. لامل یې په نړۍواله کچه د طالبانو د انزوا او رسمیت پېژندنې تر څنګ پر دغه ډلې لګول شوي محدودیتونه بلل شوي دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ سوداګریزه کشاله په داسې حال کې راپورته شوې، چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې د تېرو څو کلونو پرتله تر ټولو کړکېچن نظامي او سیاسي حالت تجربه کوي. دواړو لوریو پر ډیورنډ کرښه دروازې تړلې او هر ډول سوداګري یې له تېرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې بنده کړې ده. افغان او پاکستاني سوداګرو ته د دغه وضعیت له کبله درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

راپور زیاتوي، پاکستان هره میاشت افغانستان ته له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ مېلیونه ډالرو پورې توکي لکه تازه مېوې، سیمنټ، درمل، د جراحۍ سامان، کرنیز وسایل، ټوکر، بوټان، پلاستیکي پایپونه، د سینګار توکي او نور مالونه صادروي.

د افغان سوداګرو له‌پاره سوداګریز بدیلونه

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال همدا تېره اونۍ ټولو افغان سوداګرو ته خبرداری ورکړ، چې ژر تر ژره له پاکستان سره خپلې معاملې راټولې کړي او هر ډول راکړه ورکړه دې ورسره بنده کړي. هم‌مهاله د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي ویلي: «موږ له شمالي ګاونډیانو سره په فعاله توګه کار کوو؛ څو د بار وړ سوداګریز بدیلونه پیدا کړو».

طالبانو پاکستان تورن کړی، چې سوداګري یې د سیاسي فشارونو وسیله ګرځولې او پر ډیورنډ کرښه تړلې دروازې یې یوه بېلګه بللې ده. ډان ورځپاڼې په خپل راپور کې د افغان کارپوهانو له قوله لیکلي، چې افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو سمندرونو ته لاره نه‌لري او افغان سوداګر اړ دي چې خپل مالونه د اوږدو ځمکنیو لارو څخه خپل هېواد ته انتقال کړي.

همدا راز ویل شوي، چې د منځنۍ اسیا هېوادونو لوړې ګمرکي تعرفې به د افغان سوداګرو له‌پاره لګښتونه ډېر لوړ کړي. یادې پاکستانۍ ورځپانې لیکلي، د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، قرغزستان او تاجکستان سره د افغانستان سوداګري مخ په زیاتېدو ده او د طالب چارواکو په خبره؛ د دغې سوداګرۍ ارزښت اوس نږدې ۱.۷ مېلیارده ډالرو ته رسېدلی دی.

راپور کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې پخواني رییس اذرخش حفیظي له قوله لیکل شوي: «واقعیت دا دی، چې د هند او سویلي اسیا بازارونو ته افغانستان ته تر ټولو لنډه او ارزانه لاره د پاکستان لاره ده».

هغه زیاتوي: «موږ اړتیا لرو، چې ټول ټرانزیتي مسیرونه پرانیستي پاتې شي؛ دا یوازې د افغانستان او پاکستان لپاره نه؛ بلکې د ټولې سیمې د اقتصادي يووالي لپاره مهم ګام دی».

افغان سوداګرو په وار، وار نیوکې کړې، چې اسلام‌اباد تل له حکومتونو سره د سیاسي کړکېچونو له کبله سوداګري زیانمنه کړې او دغه کار پاکستاني سوداګرو ته هم درانه تاوانونه اړولي دي.

د معلوماتو له مخې؛ په تېره څه باندې یوه میاشت کې پاکستان پر ډیورنډ کرښه د دروازو بندېدو له امله د صادراتي سوداګرۍ په برخه کې نږدې ۲مېلیارده ډالره زیان لیدلی دی. هم‌مهاله بیا د افغانستان تاوان ۱ مېلیارد ډالره اټکل شوی دی.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

د ازبکستان ولسمشر د امو سیند د اوبو په ګډ مدیریت کې د طالبانو د ګډون غوښتنه وکړه

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۹ GMT+۰
د ازبکستان ولسمشر د امو سیند د اوبو په ګډ مدیریت کې د طالبانو د ګډون غوښتنه وکړه
100%

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د منځنۍ اسیا د مشرانو په ۷مه مشورتي غونډه کې ټینګار کړی، چې طالبان باید د امو سیند د اوبو سرچینو په مدیریت کې فعاله ونډه ولري. دغه غونډه د شنبې او یکشنبې په ورځ د شپږو هېوادونو د مشرانو په ګډون په تاشکند کې جوړه شوې وه.

د غونډې اجنډا د سیمه‌ییزې همکارۍ پیاوړتیا، ګډې پروژې، د اوبو مدیریت، امنیت او د ترانزیټي اړیکو اړونده موضوعات وو.

شوکت میرضیایف ویلي، چې د افغانستان وضعیت د سیمې پر امنیت، اقتصادي پرمختګ او ترانزیټي اړیکو ژور اغېز لري؛ نو له همدې امله د دغه هېواد ادغام په سیمه‌ییزو بنسټیزو، انرژۍ او ټرانسپورټي پروژو کې اړین دی. نوموړي ټینګار وکړ:« افغانستان باید د امو سیند د اوبو د ګډو سرچینو د کارونې په اړه په سیمه‌ییزو خبرو کې فعاله برخه ولري.»

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د طالبانو له‌خوا د قوش‌تېپې کانال د دویم پړاو چارې په چټکۍ سره روانې دي او په دې تړاو بیا د منځنۍ اسیا هېوادونو اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.

د اوبو د کمښت اندېښنې او د قوش‌تپې کانال شخړه

په غونډه کې د اوبو د کمښت موضوع وړاندې شوه او وړاندیز وشو، چې راتلونکو لسو کلونو کې باید د اوبو مدیریت لپاره عملي اقدامات وشي. د ازبکستان ولسمشر د طالبانو د قوش‌تېپې کانال جوړولو ته په اشارې سره وویل، چې دغه پروژه کولای شي د امو د اوبو توازن بدل کړي.

د هغه په وینا:« یو نوی مصرفوونکی راڅرګند شوی، چې زموږ له هېوادونو سره د اوبو په اړه هېڅ ډول تعهد نه‌لري.»

د قوش‌تېپې کانال د دې وړتیا لري، چې په کال کې لس مېلیارده متر مکعب اوبه له امو سیند څخه افغانستان ته واړوي. دغه کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۱۵۲ متره پلنوالی او تر ۱۲.۵ مترو پورې ژوروالی لري.

د یاد کانال ممکنه‌ ارزونې د اشرف غني د حکومت پرمهال په ۲۰۱۸کال کې پیل شوې وې. ازبکستان او ترکمنستان اندېښنه لري، که افغانستان د سیمې له هېوادونو سره له ګډ تفاهم پرته د امو ډېره برخه واخلي؛ نو دوی به د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي.

د دغه اندېښنو په تړاو میرضیایف تېر کال وړاندیز کړی و، چې د قوش‌تېپې کانال د اغېزو د ارزونې لپاره دې ګډ تخنیکي ټیم جوړ شي. طالبان بیا وایي، چې د ازبکستان د خلکو ګټې به نه زیانمنوي.

سیمه‌ییز اتصال او ټرانس–افغان رېل پټلۍ

په غونډه کې د ټرانس–افغان رېل پټلۍ پروژه د سیمه‌ییز ټرانزیټ د پیاوړتیا لپاره مهم لومړیتوب وګڼل شو. دغه پټلۍ به د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له لارې سویلي اسیا او نړۍوالو بازارونو سره ونښلوي.

امنیتي اندېښنې

میرضیایف د امنیتي وضعیت په اړه وویل، چې د سیمې ثبات د ګډو اقداماتو، استخباراتي همکارۍ او د ترهګرۍ او سرحدي جرمونو پر ضد د جدي تګلارې غوښتنه کوي. هغه ټینګار وکړ:« په اوسني نازک نړۍوال وضعیت کې د سیمې هېوادونو همغږي او متقابل ملاتړ ځانګړی اهمیت لري.»
سره له دې چې ازبکستان له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، د منځنۍ اسیا نور هېوادونه بیا د افغانستان له خاورې د داعش او نورو توندلارو ډلو د فعالیت له کبله اندېښمن دي. میرضیایف له غونډې مخکې هم ویلي و، چې د سیمې سوله او ثبات تر ډېره د افغانستان د بیا رغونې او اقتصادي ودې پورې تړلی دی.

د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې په پېښور کې پنځه افغانان د جعلي اسنادو په تور نیولي دي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۹ GMT+۰
د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې په پېښور کې پنځه افغانان د جعلي اسنادو په تور نیولي دي
100%

د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې (اېف‌ای‌اې) په پېښور کې پنځه افغان وګړي د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو او اسنادو ترلاسه کولو په تور نیولي دي. د چارواکو په وینا؛ دغه کسانو غوښتل، چې په جعلي اسنادو د سعودي عربستان کاري ویزې ترلاسه کړي.

د اېف‌ای‌اې ادارې د ویاند په وینا؛ د انساني قاچاقو ضد ځانګړو کارکوونکو د پېښور په ډبګرۍ سیمه کې د یو لړ عملیاتو پر مهال پنځه تنه هغه افغانان نیولي، چې په ناقانونه توګه یې پاکستاني اسناد ترلاسه کړي وو.

نیول شویو کسانو کې علي خان، اجمل، قاسم، احمد او حمزه شامل دي. د فډرالي پلټنو ادارې د معلوماتو له مخې؛ دغه کسان په ناقانونه ډول پاکستان ته داخل شوي وو او وروسته یې له ناقانونه لارې د پاکستان پېژندپاڼې او پاسپورټونه ترلاسه کړي وو.

چارواکي زیاتوي، چې له دغه کسانو څخه د افغانستان اسنادو ترڅنګ جعلي پاکستاني شناختي کارټونه هم ترلاسه شوي دي. د لومړنیو څېړنو پر بنسټ؛ نیول شویو کسانو اعتراف کړی، چې دوی غوښتل د همدغه پاکستاني اسنادو پر مټ د سعودي عربستان کاري ویزې تر لاسه کړي.

چارواکو ویلي، چې د یادو کسانو قضیه ثبت شوې او اوس ترې رسمي څېړنې روانې دي.

د خیبرپښتونخوا سوداګرۍ خونې چارواکي: د لارو بندېدو له امله پر اسلام‌اباد فشارونه پراخ شوي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۲ GMT+۰
د خیبرپښتونخوا سوداګرۍ خونې چارواکي: د لارو بندېدو له امله پر اسلام‌اباد فشارونه پراخ شوي
100%

د خیبرپښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، چې له افغانستان سره د سوداګریزو لارو بندېدو له امله پر اسلام‌اباد فشارونه ورځ تر بلې زیاتېږي او هیله لري چې دغه فشارونه به «ګټوره پایله» ولري. ورته مهال د دواړو غاړو سوداګر وایي، چې د لارو بندښت زرګونه کارګر بې‌روزګاره کړي دي.

د اکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ په دواړه غاړو کې سوداګریز فعالیتونه نږدې له منځه تللي او ډېری کورنۍ د ورځني ژوند په برابرولو کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي.

د خیبرپښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس یوسف اپریدي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د تګ راتګ دروازې لا هم تړلې دي او «د لارې په اوږدو کې د موټرونو اوږده کتارونه ولاړ دي او کاروبار په بشپړ ډول بند شوی دی.»

اسلام‌اباد د تورخم، خرلڅي، غلام‌خان، چمن او انګور اډې ټولې دروازې تړلې دي او د لارو تړل پاتې کېدو دغه لړۍ اوس پنځمې اوونۍ ته هم وغځېده د پاکستان ـ افغانستان په لویه لار د جمرود او لنډي کوتل سیمو کې د بار وړونکو موټرو اوږدې لیکې جوړې شوې دي، په دغه سیمو کې موټر چلوونکي وایي، پر خوسا کېدونکو توکو بار موټرونه یې له څو ورځو راهیسې په دغه سیمو کې بند پاتې دي.

د لنډي کوتل بازار مسوول یدالله شینواري اېکسپرېس ټربیون ته ویلي، چې د سیمې کاروبار د دغه بندیزونو له امله سخت زیان لیدلی دی. هغه زیاته کړې: «تر دې مخکې هر هټۍوال د ورځې تر ۳۰ زرو کالدارو ډېر عاید لارهګ خو اوس د دوی د ورځني عاید شمېره تر ۱یا ۲ زرو پورې رسېږي.»

شینواري له دواړه خواوو غوښتي، چې اختلافات د خبرو له لارې حل کړي. د تورخم د کارګرو ټولنې مشر هم خبرداری ورکړی، چې اوږدمهاله بې‌کاري ځايي ځوانان د جرم او ناقانونه فعالیتونو پر لور سوق کولای شي.

ذاکر شینواري ویلي: «یوازې ۱۵۰۰ کارګرو خپله عایداتي سرچینه له لاسه ورکړې ده، که ماشومان او کارګر هم ور اضافه کړو، د اغېزمنو شمېر درې زره کسانو ته رسېږي.»

مجیب شینواری چې د ګمرکي ترخیص د استازو د اتحادیې مشري کوي، ویلي چې پاکستان د صادراتو له لارې هره ورځ شاوخوا ۱.۵ څخه تر ۲ مېلیونه ډالرو، او د وارداتو له لارې تر ۵۵۰ مېلیونه ډالرو پورې تاوان کوي.

د لارو بندښت په پاکستان کې د افغانستان د ځینو مهمو کرنیزو محصولاتو په بیو هم مستقیم اغېز کړی؛ روميان، پیاز، مڼې، انګور او انار په بې‌ساري ډول ګران شوي دي.

پاکستاني سوداګر خبرداری ورکوي، چې که لارې همداسې تړلې پاتې شي؛ نو د هېواد ځینې صنعتي فابریکې به له ګډوډۍ او احتمالي تړل کېدو سره مخ شي، چې پایله به یې په خیبرپښتونخوا کې پراخه بې‌کاري وي.

بدیلې لارې او د طالبانو پرېکړې

په همدې حال کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د چهارشنبې په ورځ د سوداګرۍ او مالیې وزارتونو او افغان سوداګرو ته امر کړی، چې له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې وځنډوي او د دغه هېواد پر ځای د بدیلو لارو په لټه کې شي.

نوموړي د درملو سوداګرو ته درې میاشتې وخت ورکړی؛ څو له پاکستاني شرکتونو سره خپلې معاملې پای ته ورسوي. د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې د یادې مودې له پای ته رسېدو وروسته به پاکستاني درمل له محصول پرته نه پرېږدي.

له دې پرېکړو وروسته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ترانزیټي او سوداګریزو بدیلو لارو د موندلو لپاره ایران ته سفر کړی. د اریانا افغان هوايي شرکت هم اعلان کړی، چې د طالبانو د اقتصادي مرستیال د پرېکړې له مخې به له یکشنبې وروسته د هند پر لور د سوداګریزو توکو پر لېږد بيې ټیټې کړي.

طالبان: په هرات کې په کمپیوټري بڼه د نسخو لیکلو بهیر پیل شو

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۷ GMT+۰
طالبان: په هرات کې په کمپیوټري بڼه د نسخو لیکلو بهیر پیل شو
100%

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند وايي، د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست تر پرېکړې وروسته به په روغتونونو او روغتیایي کلینیکونو کې د نسخې لیکل په کمپیوټري بڼه ترسره کېږي. تر دې مخکې هم په ځینو نورو ولایتونو کې ورته پرېکړه شوې ده.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د لړم ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «دغه اقدام د ناروغانو د معلوماتو په ثبت او مدیریت کې د دقت زیاتوالي په موخه ترسره کېږي او د کمپیوټري نسخو کارول به ددې سبب شي، چې نسخې لا روښانه، د تعقیب وړ او د خطا امکان په کې کم وي.»

د خبرپاڼې له‌مخې، له یادې پرېکړې سره سم په یو شمېر روغتونونو کې د کمپیوټري نسخو د لیکلو بهیر پیل شو او همداراز په دغه ولایت کې ټولو روغتونونو ته سپارښتنه شوې، چې دغه بهیر په خپلو روغتیایي مرکزونو کې عملي کړي.

د ډاکټرانو له لوري د شفري، رمزي او یا د نه‌لوستلو وړ نسخو له امله ناروغ لرونکي سخت سرګردانه و، خو څه موده مخکې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له ټولو ډاکټرانو غوښتي و، چې په نسخو کې د نسخې لیکنې معیارونه پوره کړي او هره نسخه باید د ناروغ بشپړه پېژندنه، عمده ناروغۍ، نښې او تاریخچه، توصیه شوي معاینات او نتایج او تشخیص یا احتمالي تشخیص په واضیح ډول ولري.

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۳۰مه غونډه د طالبانو د استازو له حضور پرته ترسره شوه

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۲ GMT+۰
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۳۰مه غونډه د طالبانو د استازو له حضور پرته ترسره شوه
100%

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۳۰مه غونډه «کاپ- ۳۰» د افغانستان له استازیتوب پرته ترسره شوه. دغه غونډه د برازیل په کوربتوب په بیلم ښار کې د لړم په ۲۴مه پیل شوه او د لړم تر ۳۰ مې نیټې به دوام وکړي.

په غونډه کې د څه باندې ۱۹۰ هېوادونو استازو ګډون کړی، چې د پاریس تړون د عملي کولو او په ځانګړې توګه د نړۍ د تودوخې درجې د کمولو په اړه خبرې او بحثونه کوي.
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د ۳۰مې غونډې د استازو په وینا، کوربه هېواد برازیل د افغانستان د اوسني سیاسي وضعیت او د طالبانو د مشروعیت نه لرلو له امله د هغوی استازو ته بلنه ورنکړه.
ورته مهال، دقزاقستان استازي د خپل هېواد او د مرکزي اسیا هیوادونو په استازیتوب په دغه غونډه کې کډون کړی او د اقلیمي بدلون په تړاو یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل او ویې ویل، چې له دغه اقلیمي بدلونونو څخه افغانستان هم متاثره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي بیا د روان کال د زمري په میاشت کې د نړۍوالې انرژۍ د نوي او عصري پړاو په برخه کې د دغه سازمان د سرمنشي خبرو ته په اشارې ویلي و، چې دا پړاو د افغانستان لپاره ډېر ارزښت لري، ځکه په دغه هېواد کې د اقلیمي بدلون ناورین پيل شوی دی.

اندریکا رټوټه د زمري په ۵مه ويلي و: «که په دغه هېواد کې د اقلیمي بدلون مدیریت ونه شي، پایله به یې نه یوازې د افغانانو، بلکې د سیمې لپاره هم خطرناکه وي. رتوټه همداراز زیاته کړې وه، چې باید د افغانستان دانرژۍ پر اوږدمهالي خوندیتوب پانګونه ډېره شي.»
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۳۰مه غونډه کې ځینې وړاندیزونه وړاندې شول، چې د مرکزي اسیا لپاره د کاربن بازار ډیجیټل پلاتفورم جوړول، د ګازونو څارنې لپاره ډیجیټلي حل لارې وړاندې کول او د سیمه ییز اقلیم د واحد ډیجیټل مرکز جوړول پکې شامل و.
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون غونډه هر کال ترسره کېږي. د تېرې ۲۹مې غونډې کوربتوب د اذربایجان هېواد په باکو ښار کې د نومبر له ۱۱ تر ۲۲ نیټې پورې و، چې د طالبانو استازو هم په کې ګډون کړی و. د تېرې غونډې مشري مختار بابایف کوله.