د اوکراین هوايي ځواک : د روسیې یوه سو – ۳۴ الوتکه مو رانسکوره کړې ده

د اوکرایني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد د هوایی قواوو قوماندان مایکولا اولیسچوک د شبنې په ورځ ویلي، چې په محلي وخت شاوخوا ۰۷:۰۰ بجې د اوکراین هوايي ځواکونو د ځمکې څخه هوا ته د توغول شوي یو توغندي پر مټ د روسیې یو سو - ۳۴ الوتکه رانسکوره کړې ده.




