د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د مشر مولوي هبت الله د فرمانونو او حکمونو دتعقیب او نظارت لوی ریاست ددې ډلې د کلیو او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور له لوري د خپلوانو د ګومارنو په اړه څېړنې کوي.
نوموړي د خپل زوی په ګډون ۱۸ خپلوان په ادارو کې ګومارلي.
په کابل کې د طالبانو باخبره سرچینو نن سې شنبه، د زمري پر ۱۳مه وویل، چې دا پرېکړه ددې ډلې د کلیو او پراختیا وزیر عبدالطیف منصور له خوا په بېلابېلو ادارو کې د خپل زوی په ګډون د خپلوانو د ګومارلو د رپوټ له خپرېدو وروسته شوې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو د مشر مولوي هبت الله دفتر په کابل کې دفرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست ته دنده سپارلې چې په راپور کې ذکر شوي د عبداللطیف منصور د ټولو خپلوانو د دندو په اړه څیړنه وکړي او بېرته دوی ته په دې اړه معلومات وړاندې شي.
تېره ورځ د افغانستان انټرنشنل موندنو ښودلې وه، چې د طالبانو د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر عبداللطیف منصور د خپل زوی عارف الله منصور په ګډون، خپل ورورڼه او وریرونه په بېلابېلو ادارو کې ګومارلي دي.
منصور تر خپل واک لاندې وزارت کې خپل وراره او د زوی اوښی هم په بېلابېلو بستونو کې ګومارلي دي.
د موندونو پر بنسټ، د طالبانو د کلیو او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور ورور مولوي عبدالباقي منصور د تداروکاتو ملي ادارې د رییس په توګه کار کوي او یو وراره یې له همدې ورور سره د سکرتر په توګه کار کوي.
د دغه طالب وزیر زوی عارف الله منصور د سرې میاشتې ټولنې د ځوانانو چارو رییس دی او بل وراره یې بخت الله منصور د طالبانو د استخباراتو په ۰۳۰ ریاست کې دنده لري.
د عبداللطیف منصور یو بل وراره مطیع الله منصور د کلیو او پراختیا وزارت کې او یو بل وراره یې روح الله منصور د دفاع وزارت په کشف ریاست کې دنده ترسره کوي.
د عبداللطیف منصور بل وراره وحیدالله منصور او زوم یې مفتي شهزاد د کابل په ښاري محکمه کې د محرر په توګه کار کوی.
د طالبانو د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر د خپل زوی اوښی نورالحق منصور هم د خپل سکرتر په توګه ټاکلی دی.
عبدالطیف منصور د خپلې لور خسر محمد عزیز تکل په کابل کې د برېښنا شرکت د بشري سرچینو مدیر ګومارلی دی.
شفیق منصور، مصطفی منصور، عزیز الرحمن منصور، شیر محمد منصور، عبدالرحمن منصور، رباني منصور او بهادر قاري بیا د دغه طالب وزیر نور هغه خپلوان دي چې د طالبانو تر واک لاندې ادارو کې دندې لري.
د طالبانو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د خپلو خپلوانو د ګومارنو په تړاو د هبت الله له فرمان وروسته، په کابل کې طالب چارواکو د یو بل تر واک لاندې ادارو کې خپل خپلوان سره ځای پر ځای کړي دي.
دوی همدراز زیاتوي، «هغه طالب چارواکي چې د مولوي هبت الله له لوري د فساد په تور له دندو ګوښه شوي، له کومې محاکمې پرته له یوه وزارت بل وزارت ته او یا هم له یوې څخه بلې ادارې ته معرفي شوي دي».
په دولتي ادارو کې د خپلوانو د ګومارلو په اړه دا یوازې د یوه وزیر بیلګه ده، په داسې حال کې چې ګڼو لوړپوړو طالب چارواکو تر خپل لاس لاندې ادارو کې د مسلکي کسانو پر ځای خپل خپلوان په دندو ګومارلي دي.
د مالدووا لومړي وزیر واسیلې توفان د طالبانو د پلاوي د سفر د منظورۍ موضوع «ناسمه او د نه منلو وړ» بللې او ویلي یې دي چې حکومت یې د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژني.
هغه ویلي چې د سفر اجازه د ادارو ترمنځ د «ارزونې او همغږۍ د تېروتنې» له امله ورکړل شوې ده.
د مالدووا لومړي وزیر واسیلې توفان ویلي چې دغه هېواد ته د طالبانو د پلاوي د سفر موضوع «ناسمه او د منلو وړ نه» ده.
هغه ټینګار کړی چې د مالدووا حکومت د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او د دغه سفر منظوري د ادارو ترمنځ د ارزونې او همغږۍ د تېروتنې پایله وه.
د مالدووا د ای پي این اژانس د رپوټ له مخې، توفان ویلي چې له رسمي پلوه د سفر د اجازې پروسه مراعات شوې وه، خو اړینې سیاسي او ډیپلوماتیکې ارزونې پکې نه وې شوې.
د مالدووا لومړي وزیر څرګنده کړې چې د طالبانو د پلاوي د سفر غوښتنه د مالدووا یوه شرکت کړې وه. دغه شرکت ازبکستان ته محصولات صادروي او غوښتل یې خپل فعالیتونه د افغانستان بازار ته هم پراخ کړي.
هغه زیاته کړه چې دا ډول صادرات د اروپايي ټولنې د بندیزونو له مخې منع نه دي، ځکه دغه بندیزونه پر هغو اشخاصو او سازمانونو لګېږي چې په اړوندو لېستونو کې شامل وي، نه دا چې د افغانستان ټول کرنیز تجارت تر پوښښ لاندې راولي.
د توفان په وینا، د کرنې او خوړو صنعت وزارت د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه د بهرنیو چارو وزارت، د کډوالۍ عمومي تفتیش او سرحدي پولیسو ته غوښتنه استولې وه. د نوموړي په وینا، د طالبانو د پلاوي غړي د بندیزونو په لېست کې نه وو، اړوندو ادارو مثبت نظر ورکړ او د بهرنیو چارو وزارت هغوی ته ویزې صادرې کړې.
نوموړي وویل چې د استخباراتو او امنیت خدمت له ادارې سره مشوره نه وه شوې، ځکه په هغه وخت کې د دې پروسې له مخې د داسې مشورې ورکول لازمي نه وو.
د مالدووا لومړي وزیر وویل چې د استخباراتو او امنیت خدمت سره د مشورو میکانیزم به بیا وکتل شي او د حساسو قضیو لپاره به روښانه اصول او د سیاسي او ډیپلوماتیکې کچې لازمي همغږي رامنځته شي.
هغه ټینګار کړی چې دولتي ادارې باید یوازې د قانوني پروسیجرونو مراعاتولو ته ونه ګوري، بلکې د پرېکړو سیاسي شرایط، شالید او احتمالي پایلې هم په پام کې ونیسي.
د دغه سفر موخه د بوټو ساتنې، د افتونو مدیریت، د فیرومون ټېکنالوژۍ، کرنیزو څیړنو، د بڼونو د مدیریت او د افغانستان او مالدووا ترمنځ د علمي، تخنیکي او څېړنیزو همکاریو پراختیا ښودل شوې ده.
په دغه سفر کې له عثماني سره د طالبانو د کرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار ګل حضرت حماد او د کرنیزو څېړنو انسټیټیوټ د اساسي او توافقي څېړنو مشر محمد رفیع باوري هم دي.
د کونړ ولایت مرکز اسعداباد کې هم طالبان جوماتو ته ورغلي او د پخوانیو سرتیرو د معلوماتو د راټولولو په اړه یې ملا امامانو ته سپارښتنه کړې.
د خاص کونړ ولسوالۍ یو قومي سپینږیری هم وايي چې طالبانو له ملا امامانو او قومي مشرانو څخه د پخوانیو امنیتي ځواکونو د معلوماتو غوښتنه کړې ده.
دغه سپینږیری، چې نه غواړي نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې طالبان د پخوانیو سرتېرو پر نوملړونو کار کوي، خو د دې اقدام اصلي موخه معلومه نه ده.
نوموړي وویل: «معلومه نه ده چې دا لیسټونه ولې برابرېږي، ممکن تر شا یې شوم اهدف وي. خلکو تر اوسه دا نوملړونه نه دي ورکړي، خو مجبورېږي چې د پخوانیو سرتېرو معلومات ترې واخلي.»
د نوموړي په وینا، د کونړ او ننګرهار په څو ولسوالیو کې هم طالبان د قومي مشرانو او ملا امامانو کورونو او ځایونو ته ورغلي او د پخوانیو امنیتي ځواکونو په اړه یې معلومات ترې غوښتي دي.
د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو د چلند په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مستندې شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له واک ته رسېدو وروسته د پخواني حکومت د چارواکو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې وژنې، خپلسري نیونې، شکنجه او نورې سرغړونې ثبت شوې دي.
د اروپايي ټولنې د پناهحقونو ادارې په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د وضعیت په اړه خپاره کړي راپور کې د یوناما له شمېرو نقل کړي چې د ۲۰۲۳ کال د جون تر ۳۰مې پورې یوناما د پخوانیو حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې ۲۱۸ له قضايي پروسې پرته وژنې، ۱۴ جبري ورکېدنې، ۴۲۴ خپلسري نیونې او بندونه او ۱۴۴ د شکنجې او ناوړه چلند موارد مستند کړي وو.
د همدې ادارې د معلوماتو له مخې، د پخوانیو امنیتي ځواکونو پر وړاندې سرغړونې له ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو وروسته هم درېدلې نه دي. یوناما د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ تر سپټمبر پورې د پخوانیو ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ۲۷ وژنې او د پخوانیو ملکي او امنیتي چارواکو پر وړاندې ۵۲ خپلسري نیونې او بندونه او ۱۱ د شکنجې او ناوړه چلند موارد ثبت کړي دي.
د یوناما د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو میاشتو کې په پنجشېر او کابل کې ځینې کسان د پخواني حکومت له جوړښتونو سره د تړاو او د ملي مقاومت جبهې سره د اړیکې په تور نیول شوي وو.
د بشري حقونو د څار سازمان هم په خپل ۲۰۲۶ نړیوال راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ او دویمه ربع کې یوناما د پخوانیو حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو د غړو پر وړاندې ۳۱ د خپلسري نیونې او بند او اته د شکنجې او ناوړه چلند ادعاوې ثبت کړې وې او لږ تر لږه شپږ پخواني افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي وو.
د اروپايي ټولنې د پناهحقونو ادارې په عین حال کې وايي چې د پخوانیو امنیتي ځواکونو پر وړاندې د سرغړونو د ثبت کچه په وروستیو کلونو کې راټیټه شوې، خو دا کموالی حتمي نه ده چې د وضعیت د ښه کېدو معنا ولري. د معلوماتو محدودیت او د قربانیانو او کورنیو وېره هم د کم شمېر د ثبتېدو لامل کېدای شي.
د اوسنیو ادعاوو خپلواک تایید
د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره ځينو سرچینو ادعا کړې چې په ننګرهار، لغمان او کونړ کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو د نوملړونو او معلوماتو د راټولولو غوښتنه شوې ده.
خو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه د طالبانو اړوندو ادارو رسمي وضاحت نه دی کړی او دا هم په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې چې دغه معلومات د څه هدف لپاره راټولېږي.