طالبان: د وروستيو ورښتونو له امله ۲۰ کسان مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي

AP ۱۴۰۲ کب ۱۲

د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت وایي، په تېرو ۱۲ ورځو کې د واوري، باران، سېلابونو او سړې هوا له کبله ۲۰ کسان مړه او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند په خبره، تر ۴۰۰ زيات کورنه ويجاړ شوي او تر ۵ زره زيات څاروي هم مړه شوي.

جانان سايق نن رسنيو ته په لېږلې ويډيو پيغام کې ويلي: « په تېرو لسو ورځو کې د باران، واورې، سېلابونو او سړې هوا له امله ۲۰ کسان مړه او ۱۴ نور ټپيان شوي دي. یوازې په تېرو دوو ورځو کې ۴ کسان مړه شوي او ۹ کسان ټپيان شوي دي.»

نوموړي وايي، د کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، بدخشان، هلمند، غور، لغمان، ارزګان، زابل، پکتيا، پکتیکا، خوست او سمنګان په ګډون په شلو ولایتونو کې ورښتونه شوي.

د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت ویاند جانان سايق زياتوي، چې د وروستيو ورښتونو له امله ۴۵۲ کورونه ویجاړ شوي او ۵۲۵۳ څاروي هم مړې شوي دي.

د وروستيو ورښتونو له امله په ډېرو ولایتونو کې لوي لارې هم بندې شوي او د طالبانو په خبره، چې د خلګو د ژغورلو چارې لا هم روانې دي.

د طالبانو دغه وزارت په راتلوونکو ورځو کې هم د زيات اورښت، باران، واورې او سېلابونو د پېښدو وړاندوینه کړې او خلکو ته يې د ځان ساتنې سپارښتنې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ