د امنیت شورا غزې ته د مرستو رسولو پر مهال د څه باندې سلو کسانو پر وژل کېدو خواشیني وښوده

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د خوراکي توکو د مرستو ترلاسه کولو پر مهال د څه باندې سلو فلسطینیانو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړه. دغې شورا په یوې خبرپاڼه کې د ولسي وګړو د ژوند او ملکي بنسټونو د خوندیتوب لپاره پر لازمو ګامونو اخیستو ټینګار وکړ.