په بلخ او پنجشېر کې د واورې د اورښت او سړې هوا له امله تر ۱۱۵۰۰ ډېر څاروي مړه شوي دي

AP ۱۴۰۲ کب ۱۳

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړ، چې په بلخ ولايت کې د واورې د اورښت او سړې هوا له امله ١١٤١٨ کورني څاروي مړه شوي دي.

د دې رسنۍ د راپور له مخې؛ دغه څاروي په تېرو څو ورځو کې د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې مړه شوي دي.

دغې رسنۍ د يکشنبې په ورځ (د کب ١٣مه) خبر ورکړی، چې د لارو د پاکولو په موخه يې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې بندو خلکو ته د څارويو خوراکي توکو رسول پيل کړي دي.

بل خوا د پنجشېر ولايت د طالبانو سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په شاتل، راغه او حصه اول ولسواليو کې د سختو واورو او سړې هوا له امله سل څاروي مړه شوي او لس کورونه ويجاړ شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ملي ټلویزیون په سرپل ولایت کې په واورو کې د ژوندي پاتې شویو کسانو د ژغورنې لپاره د عملیاتو د دوام اعلان وکړ.

تر دې مخکې د افغانستان د فواید عامې وزارت اعلان کړی و، چې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، بدخشان، هلمند، غور، لغمان، اروزګان، زابل، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د سختې یخنۍ له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

په وروستیو ورځو کې سختې واورې او سختې یخنۍ د ډېرو افغانانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی او په وروستیو څو ورځو کې د افغانستان یو شمېر هوايي ډګرونه او لارې تړل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ