• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو کورنیو چارو وزیر په کابل کې د روسیې له سفیر سره د سیمې پر وضعیت خبرې وکړې

۱۵ کب ۱۴۰۲ - ۵ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۲۵ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ويلي د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په کابل کې د روسیې له سفیر د سیمې پر وضعیت خبرې کړې دي. دغه وزارت ویلي، سراج الدین حقاني په دې ليدنه کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د همکاريو پر دوام او دوه اړخیزو اړیکو پر پراختيا ټینګار کړی.

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شایګو د کب اتمه د دغه هېواد له لوړپوړو پوځي چارواکو سره په کتنه کې افغانستان د منځنۍ اسیا لپاره تر ټولو ستر ګواښ وباله.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت نن سې شنبه د (کب ۱۵مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سرالدین حقاني په خپلو خبرو کې د روسیې او افغانستان تر منځ د امنیتي اړیکو پر پياوړتيا هم ټینګار وکړ.

تېره اوونۍ د روسیې د دفاع وزیر ویلي و، چې د داعش اصلي هدف د ډله يیز امنیت د تړون د غړیو هېوادونو په سوېلي پولو کې د افراطي ایډیالوژۍ او ترهګریزو فعالیتونو خپرول دي.

هغه ويلي و: «په سیمه کې وضعیت لا هم ستونزمن دی؛ تر ټولو لوی ګواښ اوس هم له افغانستان څخه دی.»

د طالبانو کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې ‏دواړو لوریو د افغانستان او سيمې پر روان وضعيت هم خبرې کړې خو مشخص یې دا نه دي ويلي چې د سیمې پر وضعیت یې کومې خبرې کړې.

روانه اوونۍ یوه روسي ډيپلوماټ روسلان ستروګانوف ویلي و، چې مسکو له طالبانو سره په اړېکه کې دی او ترې غواړي چې د ټولګډونه اداري سیستم جوړولو برخه کې خپلې کړې ژمنې پر ځای کړي.

په کابل کې د روسیې سفارت د تېرې فبرورۍ میاشتې په ۱۸مه په قطر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل کېدو په غونډه کې د طالبانو د نه ګډون هرکلی کړی و.

کابل کې د روسیې سفارت د یوې خبرپاڼې له لارې په دوحه کې د طالبانو د نه ګډون پرېکړه پر ځای او د توجیه وړ بللې وه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال: د خلکو د لوږې او وزګارتیا د لرې کولو لپاره امکانات نه لرو

۱۵ کب ۱۴۰۲ - ۵ مارچ ۲۰۲۴، ۰۵:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال د ملګرو ملتونو د یوې چارواکې سره د لیدو پر مهال ویلي، چې د افغانانو لوږه او وزګارتیا له پخواني نظامه دوی ته په میراث پاتې ده.

مولوي عبدالکبیر وايي، طالبان د دې امکانات نه لري چې په افغانستان کې خلکو ته کاري زمینې برابرې کړي او یا دې هغوی له لوږې وژغوري.

هغه له نړۍوالو بنسټونو وغوښتل، چې له افغانستان سره دې د خپلو مرستو لړۍ روانه وساتي.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د اسیا د برخې مشرې های‌کیونګ جون د دوشنبې په ورځ د مولوي عبدالکبیر سره له ایران او پاکستانه د ستنو شویو کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې.

مېرمن کیونګ جون وویل:« افغان کډوال د لوږې، وزګارتیا او نورو ستونزو سره مخامخ دي، وچکالۍ او نورو طبیعي پېښو د هغوی ژوند اغېزمن کړی دی.»

هغې له طالبانو او نړۍوالو بنسټونو غوښتي، چې د ستنو شویو کډوالو له پاره دې د کار موندنې او د هغوی د روغتیا او پوهنې په برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

مولوي عبدالکبیر یې په ځواب کې ویلي، چې طالبان د کډوالو د ستونزو په هوارولو کې سرچینې په واک کې نه لري. هغه وویل:« لوږه، فقر او وزګارتیا له تېر نظامه دوی ته په میراث پاتې دي چې د هغو له منځه وړل زیات وخت او ډېرو امکاناتو ته اړتیا لري.»

هغه د نړۍوالو بنسټونو څخه د مرستو غوښتنه وکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې د افغانستان خلک هېر نه کړي.

مولوي عبدالکبیر پر ایران او پاکستان نیوکه وکړه، چې افغان کډوال په زوره له خپلو هېوادونو باسي.

ملګري ملتونه وايي، چې په افغانستان کې مېلیونونه وګړي بشري مرستو ته اړمن دي؛ خو دوی ډېرې لږې د اړتیا وړ مالي سرچېنې تر لاسه کړي دي.

سره له دې چې د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال د لوږې او وزګارتیا په له منځه وړلو کې د نړۍوالې ټولنې څخه د مرستو غوښتنه وکړه؛ خو یو شمېر نړۍوال بنسټونه یې پر دې هم تورن کړل چې د «ناسمو راپورونو پر بنسټ مالومات» خلک «ناقانونه کډوالۍ ته هڅوي.»

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه خلک پاسپورټونو ته په تمه دي او داسې ډېرې ویډیوګانې خپرې شوې، چې خلک د پاسپورټونو د تر لاسه کولو لپاره په کتارونو کې ولاړ دي.
دغه کسان تر ډېره ګاونډیو هېوادونو ته د کار کولو او لویدیځو هېوادونو ته د پناه غوښتنې په موخه له افغانستانه پښې سپکوي.

د طالبانو دغه لوړ پوړي چارواکي وویل، چې دغه ډله «هڅه کوي د سترو پروژو په پلې کولو او اقتصادي فعالیتونو په زیاتولو سره، خلکو ته کاري زمېنې برابرې کړي.»

کرن ډکر: خوشاله یم، چې بنفشې یعقوبي ته د جایزې په ورکولو د افغانانو ملاتړ وشو

۱۵ کب ۱۴۰۲ - ۵ مارچ ۲۰۲۴، ۰۴:۵۲ GMT+۰

د افغانستان له پاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډکر د افغان ښځو د حقونو فعالې بنفشه یعقوبي ته د امریکا له‌خوا د زړورې ښځې د نړۍوالې جایزې د ورکولو ستاینه کړې ده.

مېرمن ډکر په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له اغلې یعقوبي څخه د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو او معلولو افغانانو د ملاتړ لپاره مننه کوي.

اغلې ډکر لیکلي، خوشاله ده چې ستاسو له کړنو او خدمتونو نه د ۲۰۲۴ م کال د زړه ورو مېرمنو د نړۍوالې جایزې په مراسمو کې ستاینه وشوه او زیاتوي، چې د افغانانو د بشري حقونو د ملاتړ او د ښځو او معلولیت لرونکو افغانانو د پیاوړتیا لپاره په ګډه کارکولو ته سترګې په لار ده.

بنفشه یعقوبي د یو شمېر هغو ښځو په ډله کې وه، چې پرون دوشنبې ورته په سپینه ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د امریکا د ولسمشر مېرمنې جېل بایډن هم پکې ګډون کړی و، د زړه ورو ښځو جایزې ورکړل شوې.

بریتانیا د خپلې پخوانۍ پرېکړې په اخیستلو سره د افغانستان ځوانانو ارکسټر غړو ته وېزې ورکوي

۱۵ کب ۱۴۰۲ - ۵ مارچ ۲۰۲۴، ۰۳:۱۳ GMT+۰

د افغانستان د ځوانانو ارکسټر غړو ته د ویزو د نه ورکولو له خبر وروسته د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت خپلې پخوانۍ پرېکړې ته بیا له سره کتنه وکړه. د ځوانانو د ارکسټر مشر احمد سرمست افغانستان انټرنشنل ته وویل، بریتانیا د ارکسټر غړو ته د ویزو ورکول منلي دي.

ښاغلي سرمست د دوشنبې په ورځ ویلي و، چې د افغانستان د موسیقۍ د ځوانانو د ملي انسټیټوت د غړو لپاره د ویزو غوښتنلیک رد شوی دی.

د بریتانیا د دغه ګام خبر په ډېرو انګلیسي ژبو رسنیو کې خپور شوی و.
ښاغلي سرمست افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تېره شپه د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت خپله پخوانۍ پرېکړه بېرته اخیستې ده.
هغه دا رنګه وویل، چې د رسنیو او د اغېزناکو خلکو فشارونو دغه پرېکړه بدله کړه.
په پام کې ده، چې د افغانستان د ځوانانو ارکسټر د پنجشنبې په ورځ د (کب ۱۷مه) په بریتانیا کې د موسیقۍ سفر پیل کړي.

دغه ډله به په ساوت بنک کې د ملکې الیزابېت په سالون کې خپله موسیقي نندارې ته وړاندې کړي.
د افغانستان د ځوانانو ارکسټر په دغه سفر کې د «سکوت د ماتولو» په نامه غواړي د افغانو ښځو او نجونو په ملاتړ د لندن، لېورپول، مانچسټر او بیرمنګهم په ښارونو کې کنسرټونه ورکړي.

طالب چارواکی: هيڅوک پر مشرتابه او نظام د نيوکې حق نه لري

۱۴ کب ۱۴۰۲ - ۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۰۰ GMT+۰

د طالبانو د شهیدانو او معلولينو وزارت د دعوت او ارشاد څانګې مشر په کابل کې يوې غونډې ته ویلي، چې هيڅوک د دوی پر «مشرتابه او نظام» د نيوکې حق نلري. عبدالاحد مسعود په تونده لهجه ویلي، چې ږيره پرېښودل او د انګرېزانو په څېر د ویښتانو نه جوړولو په اړه امر شوی، چې بايد عملي شي.

د طالبانو د شهیدانو او معلولينو چارو وزارت د دعوت او ارشاد مشر د دوشنبې په ورځ (د کب ۱۴ مه) د دې ادارې د کارکوونکو د ظرفيت لوړونې ورکشاپ په وروستی ورځ ویلي، چې د دوی د مشرتابه امر او فرمان باید عملي شي.

عبدالاحد مسعود زیاته کړې: « زموږ دين دا راته ویلي، چې هیچاته اجازه نشته، چي د رسنیو له لارې په امارت، چې اسلامي نظام دی، پر اميرالمومنين، وزيرانو او واليانو پسي وغږيږي او يا نيوکې پرې وکړي. بيا وایم هیچا ته دا اجازه نشته.»

مسعود وايي: "د انګرېزانو په څېر ویښته جوړول او ږېره نه پرېښول د بدبختو انسانانو کار دی، دا ډول کارونه د الله سره دوښمني ده او باید اصلاح شي."

په دغه غونډه کې نورو طالب چارواکو د خبرو پر مهال، د خپلو ادارو کارکوونکي تقوا، علم او پرهېزګارۍ ته بللي او غوښتنه یې کړې، چې په ادارو کې د مشرتابه امر بايد په ښه ډول پلی شي.

طالبانو په ډېریو ولایتونو کې خلګو ته د ږيري د نه لڼډولو او د لویدیځو هیوادونو د اوسیدونکو په شان د ویښتانو نه جوړولو لفظي سپارښتنه کړې او کومو ځوانانو چې دا سپارښتنې په نظر کې نه دې نیولي، د طالبانو له خوا زورول شوي دي.

دغې ډلې له تېري يوې مياشتي راهیسې په کندهار کې د عکس او ويډيو پر اخيستلو هم بنديز لګولی دی.

د ټولنيزو رسنيو ډېری کارونکې پر عکس او ويډيو اخيستلو بنديز د بیان ازادۍ د لمنځه تللو په مانا بولي.

د انګلستان د کورنیو چارو وزارت د افغان هنرمندانو د وېزې غوښتنه رد کړې

۱۴ کب ۱۴۰۲ - ۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۱۰ GMT+۰

د انګلستان د کورنیو چارو وزارت د افغانستان د هغو ۴۷ ځوانو هنرمندانو د وېزې غوښتنلیکونه رد کړې، چې ټاکل شوې وه د مارچ میاشتې په اوومه نېټه د لندن د ملکې الیزابیت په تالار کې یو کنسرت اجرا کړي.

دغه هنرمندان ټول د افغانستان د موسیقۍ د ارکستر برخه ده، چې د دغه هېواد د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ یوازینی میراث بلل کیږي.

دغې ډلې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته افغانستان پرېښوده. په دغه ډله کې د ۱۴ او ۲۰ کلونو تر منځ د نارینه او ښځینه هنرمندان او هنرمندانې شاملې دي.

د افغانستان د موسیقۍ ارکستر دغه غړي چې اوس په پرتګال کې اوسیږي، په پام کې وه چې روانه میاشت کې په انګلستان کې یو لړ کنسرتونه وړاندې کړي.

ټاکل شوې وه، چې په دغو کنسرتونو کې په لندن، برمینګهم، لیورپول او مانچسټر کې د غربي او افغاني کلاسیک موسیقۍ یو ترکیب وغږول شي.

د افغانستان د موسیقۍ ارکیستر مشر ډاکټر احمد سرمست په خواله رسنیو کې ویلي: "دا پرېکړه ډېره مایوس کوونکې ده. دغو نجونو له میاشتو راهیسې تمرین کاوه او دغه کنسرتونه به ډېر ښکلي وی."