لسګونه افغان ښوونکو له دندو د اېستل کېدو په غبرګون کې ملګرو ملتونو ته شکایت وکړ

د سید جمال الدین افغان د ښوونې او روزنې انستیتیوت لسګونه ښځينه ښوونکو د طالبانو د پوهنې وزارت له تشکیلاتو د لېرې کېدو په غبرګون کې ملګرو ملتونو ته شکایت وکړ. طالبانو د کب په ۱۲مه نیټه دغه انستیتوت ته د ۵۱ ښوونکو د ننوتلو او د حاضري د لاسلیک کولو مخه ونیوله.