• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان ته د هدایت الله هدایت ګواښ: که جګړه پیل شي نو دا به د پاکستان وروستۍ جګړه وي

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۳ GMT+۰

پاکستان ته د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر له ګواښ وروسته د دې ډلې د ملي راډیو ټلویزیون مرستیال هدایت‌الله هدایت هم پاکستان ګواښلی دی. هغه ویلي، که جګړه پیل شي نو د پاکستان وروستۍ جګړه به وي.

هدایت‌الله هدایت د جمعې په ماښام (د لړم ۱۶مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې پاکستان نه مذاکرات او نه هم درېیم ګړی مني او پر ځای یې د جګړې او ګواښونو خبرې کوي.

هدایت وایي، داسې ښکاري چې پاکستان له طالبانو سره د جګړې لپاره کومه «غوړه» پروژه اخیستې.

هغې ویلي: «ښکاري چې کومه غوړه پروژه یې اخيستې او هدف به یې دا وي چې څه وخت به یې مخ ته یوسم کله پروژه نهایې کېدو ته ورسېده اوربند به یې کړم.»

نوموړي پاکستان ګواښلی او ویلې دي، که چیرې جګړه پیل شي نو دا به د پاکستان وروستۍ جګړه وي.

هغه زیاته کړې: «مونږ وایو الله دې جنګ نه پیلوي که پیل شو نو ستاسو اخیري به وي ان شاءالله.»

هدایت الله هدایت دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې نن د لړم ۱۶مه په ترکیه کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ خبرې بې له کومې پایلې ځنډول شوې دي.

د مذاکراتو د لومړۍ او دویم پړاوپرتله طالبان په درېیم پړاو کې خپله حوصله له لاسه ورکړې او د پاکستان په څېر یې لهجه بدله او ګواښوونکې شوې ده.همدا نن هم د طالبانو د قومونو، قبایلو او سرحدنوچارو وزیر د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ته په ګواښمنه ژبه په یوې غونډې کې ویلي، چې امریکا او روسیه له افغانستان څخه ډېر لرې وو، خو افغانستان له پاکستان سره په ځمکه وصل دی. هغه زیاته کړې: «ته په دې باور لرې چې سپین ږیري او ځوانان به درپسې دروځي.»

هغه خواجه اصف ته خطاب کې زیاته کړه: «ستا رواني حالت بد ښکاري، مریض یې، خپل رواني حالت کابو کړه.» نوموړي زياته کړې، چې د هند او بنګله‌دېش پر وړاندې د پاکستان او د امریکا، روس او بریتانیا پر وړاندې د افغانستان تاریخ معلوم دی.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان له طالبانو سره د مذاکراتو له پیلېدو سره سم، د طالبانو پر وړاندې تُنده ژبه کاروي او لا هم طالبان ګواښي.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

پاکستان: هند د ولسمشر ټرمپ څرګندونې تحريف کړي او د اټومي تاسیساتو ناسم انځور وړاندې کوي

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۸ GMT+۰
پاکستان: هند د ولسمشر ټرمپ څرګندونې تحريف کړي او د اټومي تاسیساتو ناسم انځور وړاندې کوي
100%

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ویلي، هند د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اټومي ازمېښتونو اړوند څرګندونې تحريف کړي او د پاکستان د اټومي تاريخ په اړه ناسم تصوير وړاندې کوي. د امریکا ولسمشر ویلي، پاکستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې لا هم د اټومي وسلو ازمېښتونه ترسره کوي.

هغه دا څرګندونې د خپل هندي سیال د څرګندونو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.

هغه وویل، د پاکستان وروستۍ اټومي ازمېښتونه د ۱۹۹۸کال په مې مياشت کې ترسره شوي او د نورو اټومي ازمېښتونو د نه ترسره کولو په اړه د پاکستان دريځ ثابت او څرګند دی.

هغه زیاته کړې، چې پاکستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د هغو پرېکړو ملاتړ کوي، چې د اټومي ازمېښتونو پر بشپړ نه ترسره کولو ټينګار لري، خو د هند له‌خوا د دغو پرېکړو نه منل د نوي ډيلي د مشکوک نیت څرګندویه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ماښام (د لړم ۱۶مه) په همدې تړاو په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د پاکستان اټومي پروګرام د يوه پياوړي او خوندي قوماندې جوړښت تر سيوري لاندې خوندي دی، د کنټرول اغېزناک نظام لري او همدارازنړۍوالو اټومي اصولو ته ژمن دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د پټو او ناقانونه اټومي فعالیتونو تورونه بې‌بنسټه او د هند د ناسمو تبلیغاتو د کمپاین یوه برخه ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال، نن (جمعه د لړم ۱۶مه) د خپل اونیز خبري کنفرانس پر مهال د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو په تړاو چې ګواکې پاکستان لا هم اټومي ازمېښتونه کوي وویل: «د پاکستان پټ او ناقانونه اټومي فعالیتونه د هغه د اوږده تاریخ یوه برخه ده، چې له لسیزو راهیسې د قاچاق، د صادراتو د کنټرول د اصولو د ماتولو، پټو همکاریو، د اې‌کيو خان (A.Q. Khan) شبکې د دوام پر بنسټ ولاړ دی.»

د رندیر جیسوال په وینا، هند تل هڅه کړې چې د پاکستان دې ډول کړنو ته د نړۍوالو پامواړوي او زیاته کړې یې ده: «موږ د ولسمشر ټرمپ د هغو څرګندونو يادونه کړې چې د پاکستان د اټومي ازمېښتونو په اړه يې کړې دي.»

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال د نومبر په ۳مه له یوې ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل، چې پاکستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د اټومي وسلو ازمېښتونه ترسره کوي.
نوموړي ادعا وکړه، چې روسیه، چین، شمالي کوریا او پاکستان لا هم د اټومي وسلو ازمېښتونه ترسره کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت بیا د هند د اټومي پروګرام امنيت «د اندېښنې» وړ بللی او ويلي يې دي، چې په تېرو څو لسيزو کې د اټومي موادو د غلا او ناقانونه سوداګرۍ ګڼې پېښې ثبت شوي، چې د هند د اټومي تاسيساتو د خونديتوب د جدي کمزوریو ښکارندويي کوي.

خواجه اصف: زموږ تش لاس راستنېدل دا ثابتوي چې ان منځګړي هم نور له افغانستانه ناهیلي دي

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۷ GMT+۰
خواجه اصف: زموږ تش لاس راستنېدل دا ثابتوي چې ان منځګړي هم نور له افغانستانه ناهیلي دي
100%

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، دا مهال د ترکیې په استانبول کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ خبرې په بشپړ ډول بندې دي او په وینا یې، د خبرو اترو بل پړاو نشته. طالبانو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د جمعې په ورځ (د لړم ۱۶مه) ویلي، چې په استانبول کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ خبرې اترې دمګړۍ په بشپړ ډول بندې شوي او د خبرو بل پړاو نشته.

هغه زیاته کړې: «زموږ تش لاس ستنېدل، دا ثابتوي، چې اوس منځګړي هم له افغانستان څخه ناهیلي دي.»

د هغه په خبره، د افغان پلاوي غوښتنه داده، چې پر خبرو یې باید باور وشي په داسې حال کې چې د نړۍوالو خبرو جریان په لیکلې بڼه ترسره کیږي.

هغه زياتوي، چې افغان پلاوی په خبرو کې زموږ له دریځ سره موافق دی، خو د لیکلو او ضمانت لپاره چمتو نه دی.

خواجه اصف ویلي، چې اوس خبرې پایته رسېدلي او منځګړي هم له خپلو هڅو په شا شوي دي.

هغه ویلي: «اوس خبرې اترې پایته رسېدلې دي، منځګړي هم له هڅو تېر شوي دي. که هغوی ته لږه هیله هم پاتې وای، نو موږ ته به یې ویلي وای چې تم شئ. که منځګړي موږ ته ویلي وای چې لا هیله شته، موږ به تم شوي وای.»

د پاکستان دفاع وزیر زیاتوي، که د افغانستان له خاورې پر پاکستان برید وشي، نو اسلام اباد به د هغه مطابق غبرګون وښيي.

هغه زیاته کړې: «که د افغانستان له خاورې هېڅ ډول برید و نه شي، نو زموږ لپاره به اوربند برقرار وي. خو کله چې د افغانستان له اړخه د اوربند سرغړونه وشي، موږ به پرې موثر او سخت غبرګون وښیو.»

نوموړي همداراز د برید نه کولو هیله ښودلې ده.

پرون د پاکستان او د افغان طالبانو ترمنځ په استانبول کې د خبرو اترو درېیم پړاو پیل شو، خو د اوس لپاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ دغه خبرې درېدلي او دواړو لورو یو ډول تبلیغاتي جګړې ته مخه کړې او په رسنیو کې یو بل ګواښي.

خواجه اصف ته د نورالله نوري ګواښ: ناروغ یې رواني حالت دې کابو او تاریخ هم مطالعه کړه

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۲ GMT+۰
خواجه اصف ته د نورالله نوري ګواښ: ناروغ یې رواني حالت دې کابو او تاریخ هم مطالعه کړه
100%

د طالبانو د سرحدونو چارو وزیر نورالله نوري د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ته خطاب کې ویلي: «ستا رواني حالت بد ښکاري، مریض یې، خپل رواني حالت کابو کړه.» نوموړي زياته کړې، چې د هند او بنګله‌دېش پر وړاندې د پاکستان او د امریکا، روس او بریتانیا پر وړاندې د افغانستان تاریخ معلوم دی.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د جمعې په ورځ (د لړم ۱۶مه) د غزني په شلګر ولسوالۍ کې د نورالمدارس مدرسې د فراغت په مراسمو کې ویلي: «موږ له چا سره جنګ نه غواړو، چاته ستونزې نه جوړوو.»

نوموړي په ډاګه کړې، افغانان د سیاست په ژبه پوهېږي او ورسره جوخت د جګړې هنر یې هم زده دی.

هغه زیاته کړې: «موږ د سیاست په ژبه پوهیږو او د سیاست ژبه موږ کارولې ده، له امریکایانو څخه پوښتنه وکړئ، چې ۱۸ میاشتې مو ورسره مذاکرات وکړل، چې زموږ د سیاست ژبه زده وه، په کوم عنوان مو خپل مذاکرات ورسره سرته ورسول.»

نوموړي خواجه اصف ته په خطاب کې ویلي، چې په خپلو درنو وسلو او امکاناتو مه نازېږه او لږ تېر تاریخ مطالعه کړه.

د هغه په خبره: «موږ د جنګ په ډګر کې د تورې هنر هم زده دی، که خواجه اصف د خپلو غټو اسلحو او مکاناتو پر مټ په مکرر ډول ګواښ کوي، دا ښاغلی دې د افغانستان او پاکستان تېر تاریخونه پوره مطالعه کړي.»

نوري دا هم ویلي، چې افغانانو په خالي مټ روس، امریکا، ناټو او بریتانیا ته ماتې ورکړې ده.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ د سولې خبرو پر مهال یو ډول تبلیغاتي جګړه پیل شوې او هر لوری بل لوری پر خپلو امکاناتو سره ګواښي او داسې برېښې چې دغو تبلیغاتو پر مذاکراتو هم سیوری غوړولی دی.

پاکستاني رسنۍ: د استابول مذاکرات له کومې پایلې پرته درول شوي

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۸ GMT+۰
پاکستاني رسنۍ: د استابول مذاکرات له کومې پایلې پرته درول شوي
100%

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ مذاکرات کومې پایلې ته له رسېدو پرته درول شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د امنیتي چارواکو او مذاکراتو ته نږدې سرچینو له قوله راپور وکړی، چې دواړه لوري د افراطي ډلو د فعالیتونو د څارنې او د کرښې ها غاړې د بریدونو مخنیوي په اړه هوکړې ته په رسېدو کې پاتې راغلي دي.

وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي وو، چې پاکستاني لوري د طالبانو مذاکراتي پلاوي ته د خپلو غوښتنو اته ماده ییز لېست سپارلی دی. د سرچینې په ​​وینا پاکستان غواړي چې ټي ټي پي بې وسلې کړي او په افغانستان کې یې ځای پر ځای کړي.

بلخوا په ترکیه کې د مذاکراتي پلاوي یوې سرچینې بیا ویلي چې د طالبانو پلاوي د داعش - خراسان ډلې په تړاو شواهد چې په بلوچستان او یو شمېر قبایلي سیمو کې د پاکستان د حکومت تر څار لاندې فعالیت کوي منځګړو هېوادونو ته سپارلي و.

سرچینه وايي چې طالبانو له منځګړیو هېوادونو غوښتي، تر څو پاکستان قانع کړي چې داعش ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د دوی پر ضد د پاکستان له خاورې استفاده وکړي، خو پاکستان دغه ادعا رد کړې ده.

د ایسلېنډ مرستیال وزیره: افغان مېرمنې له ښکاره تبعیض او ځورونې سره مخ دي

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۸ GMT+۰
د ایسلېنډ مرستیال وزیره: افغان مېرمنې له ښکاره تبعیض او ځورونې سره مخ دي
100%

د ایسلېنډ د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دی چې دوی له ښکاره جنسیتي ځورونې او تبعیض سره مخ دي.

برګیس ایلټرسډوټر، چې د یونسکو په کنفرانس کې یېد ایسلېنډي پلاوي مشري کوله، له سازمان څخه وغوښتل چې د افغان مېرمنواو نجونو وضعیت ته پاملرنه وکړي.

د یونسکو ۴۳م عمومي کنفرانس د جمعې په ورځ، د نومبر په ۶مه، د ازبکستان په سمرقند کې ترسره شو.

په دې کنفرانس کې، د ایسلېنډ د یونیسکو د اجرایوي بورډ د غړي په توګه څلور کلنه دوره پای ته ورسیده او ناروې د ۲۰۲۵-۲۰۲۹نوي دورې لپاره د نورډیک هیوادونو د استازي په توګه وټاکل شوه.

د ایسلېنډي پلاوي مشرې برګیس ایلټرسډوټر، په مختلفو هیوادونو کې د ښځو، نجونو او ماشومانو د وضعیت په اړه په کنفرانس کې وینا وکړه.

د ایسلېنډي حکومت د یوې اعلامیې له مخې، هغې په غونډه کې د افغان مېرمنو او نجونو وضعیت «سخت»وباله او له یونسکو څخه یې وغوښتل چې د افغان مېرمنو سره ودریږي او دوی ته تعلیم ته لاسرسی برابر کړي.

هغې وویل: «په جګړه ځپلو سیمو کې یا د افغانستان په څیر ظالمانه رژیمونو کې، چیرې چې ښځې او نجونې د ښکاره جنسیتي تبعیض سره مخ دي، په ملیونونو ماشومان، په ځانګړې توګه نجونې، لاهم له زده کړې څخه محروم دي»

د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ټینګار وکړ چې یونسکو باید ډاډ ترلاسه کړي چې د افغان ښځو او نجونو غږونه اوریدل کیږي.