د اېرلنډ پر وړاندې د افغانستان د درېیو شل اوریزو لوبو لړۍ نن پیلیږي

د اېرلنډ پر وړاندې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د درېیو شل اوریزو لوبو لړۍ نن شپه د کابل په وخت ۸:۳۰ بجې په شارجه کرېکټ نړۍوال لوبغالي کې پیلیږي. د افغانستان کرېکټ بورډ د اېرلنډ پر وړاندې د دغو درېیو شل اوریزو لوبو لپاره وړمه ورځ د لوبغاړو ۱۵ کسیز نوملړ اعلان کړ.