امنیتي سرچېنې: شمالي وزیرستان کې د وسله‌والو په برید کې ۳۲ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده

د سرچینو په وینا، په وژل شویو پوځیانو کې ۲یې جګپوړي افسران او ۵ یې سرتېري دي. برید نن سهار هغه مهال وشو، چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د شمالي وزیرستان د میرعلي په سیمه کې د خدۍ ودانۍ په دروازه کې وچاودېد او وروسته یوه ډله بریدګر دغه مرکز ته ور دننه شول او لاس په لاس جګړه ونښته.