نصیر احمد فایق: د افغان ښځو او ماشومانو وژل هېڅ ډول امنیتي ګواښ نه شي توجیه کولی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د افغانستان پر خاوره د پاکستان د هوایي بریدونو په غبرګون وایي، چې د افغان ښځو او ماشومانو وژل د منلو وړ نه دي.