یو اېن اېچ سي ار: له پاکستانه غواړو، چې د ثبتو شویو کډوالو د اېستلو پرېکړه دې نه کوي

په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، هغه افغان کډوال چې لا له وړاندې د دغې ادارې سره د کډوالو په بڼه ثبت شوي او د کډوالۍ کارټونه پرې وېشل شوي د هغوی د اېستلو لپاره هیڅ دلیل نه لیدل کېږي.