‏په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د طالبانو تر کنټرول لاندې د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د دغه ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په اکا کلي کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام سيالۍ پيل شوې.