عبدالله: په دې هیله چې په نوي کال کې د نجونو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي

د ملي روغې جوړې شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله ویلي:« په دې هیله، چې په نوي کال کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي او د هېواد باعزته مېرمنو ته چې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي، د کار زمینه برابره شي.»