په پاکستان کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي

پاکستاني چارواکي وایي د دې هېواد په بلوچستان کې د ډبرو د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله ۱۲ کسان ووژل شول. ددغو چارواکو په خبره، اته نور کسان بیا له دې پيښې ژغورل شوي دي.