د خیبر پښتونخوا حکومت د دغه ایالت زندان ته د عمران خان د لېږدولو غوښتنه وکړه

د خیبر پښتونخوا حکومت چې دا مهال د تحریک انصاف ګوند په واک کې دی، له اډیاله زندانه یې د خیبر پښتونخوا زندان ته د پخواني لومړي وزیر عمران خان د لېږدولو غوښتنه وکړه.