یونسکو: نېږدې یو نیم میلیونه نجونې په افغانستان کې له زدکړو بې برخې دي

د ملګرو ملتونو فرهنګي بنسټ یا یونسکو وایي، چې د نوي ښوونیز کال په پیلېدو سره له شپږم ټولګي پورته ۱،۴ میلیونه نجونې له زدکړو بې برخې دي. د یونسکو دفتر نن په فېسبوک پاڼه کې لیکلي، افغان نجونې هیله منې وې چې سږکال به ښوونځيو ته ولاړې شي.