بلوڅ بیلتون پاله ډله وايي، په ګوادر کې یې د پاکستان ۲۶ پوځي او استخباراتي کسان وژلي

بلوڅ ازادي غوښتونکي ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ګوادر بندر پر حکومتي اداره یا جي پي اې باندې د پرونيو بریدونو وروستي معلومات خپاره کړي او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې یې د پاکستان د بېلابېلو ادارو ټول ۲۶ کسان وژلي او د دوی اته جنګیالي هم وژل شوي.