د هوا پوهنې رياست: په لسو ولایتونو کې د واورې، باران، تالندې او د سیلاب را وتلو اټکل شوی

د طالبانو د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپوهنې رياست د سالنګ په ګډون په لسو ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو، تالندې او سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړ. دې ادارې نن ویلي، په بدخشان، تخار، کندز، بلخ، بغلان، پنجشېر، نورستان، پروان، سمنګان او بامیان کې به دا ورښت وشي.