ملا برادر له افغانانو د نیالګیو کرلو او پاللو غوښتنه وکړه

د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن ددغې ډلې تر واک لاندې د ارګ په انګړ کې د نیالګیو کینولو پرمهال له افغانانو وغوښتل، چې په خپلو سیمو کې نیالګي کېنوي او پاللو ته یې پاملرنه وکړي.