د هند پر وړاندې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لوبه مساوي پای ته ورسېده

د ۲۰۲۶ نړۍوال جام او د ۲۰۲۷ اسیا جام ته د لارموندنې لپاره ‏د هندوستان او افغانستان ترمنځ سیالي مساوي پای ته ورسېده. ‏د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله تېره شپه د کابل په وخت ۱۱:۳۰ بجې د عربستان په ابها لوبغالي کې د هندوستان لوبډلې پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شوه.