عمران خان: اوسنی اېتلافي حکومت به تر څلورو یا پنځو میاشتو سقوط شي

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکي عمران خان وړاندوینه کړې، چې اوسنی حکومت به له څلورو تر پنځو میاشتو زیات دوام ونه کړي. هغه په دې باور دی، چې د حکومت سقوط به له اډیاله زندانه د هغه د خلاصون لاره هم هواره کړي.