امریکا ته دوه لارې؛ پوځي یرغل او یا د بګرام لهمنځه وړل؟

یو نامتو امریکایي څېړونکی ماېکل کوګلمن وايي، د ډونالډ ټرمپ له لوري د بګرام د بېرته نیولو پرلهپسې ټینګار ښيي چې هغه په رښتیا د دغه اډې د نیولو هڅه کوي.
یو نامتو امریکایي څېړونکی ماېکل کوګلمن وايي، د ډونالډ ټرمپ له لوري د بګرام د بېرته نیولو پرلهپسې ټینګار ښيي چې هغه په رښتیا د دغه اډې د نیولو هڅه کوي.
نوموړي په فارن پالېسي وېبپاڼه په یوه لیکنه کې ویلي، چې د امریکا پر وړاندې تر ټولو سخته سناریو به په خورا خطرناکه توګه د بګرام نیول وي او یا به یې هم په بشپړه توګه لهمنځه یوسي. کوګلمن چې د واشنګټن په وېلسن څېړنیز مرکز کې د سوېلي اسیا لوړپوړی شنونکی دی، په دغه مقاله کې یې د بګرام په تړاو د امریکا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې څېړلې دي.
هغه لیکلي، لاهم څرګنده نهده چې د ټرمپ وروستي ګواښونه یوازې سیاسي فشار دی او که جدي اراده یې کړې. هغه زیاتوي، چې په پرلهپسې توګه د ټرمپ لهخوا د بګرام ذکر د دغه اډې په تړاو د نوموړي ځانګړې علاقه څرګندوي.
د ده په وینا؛ د امریکا احتمالي سناریوګانې که پوځي یرغل وي او که د بګرام ویجاړول، دواړه به د افغانانو او امریکایانو د مرګژوبلې، د بندیانو د خلاصون بهیر د ګډوډۍ او د ټرمپ لپاره د سیاسي زیان لامل شي. مقاله زیاتوي، ټرمپ داسې غوښتنې کوي چې طالبان یې هېڅکله نه مني؛ حال دا چې د امریکا د سټراټېژیکو او امنیتي اندېښنو لپاره نور بدیلونه شته، چې له پامه غورځول شوي دي.
ټرمپ د تېرې اونۍ په پای کې پر تروټ خواله رسنۍ ګواښ کړی و، که طالبان د بګرام هوايي اډه امریکا ته ونه سپاري؛ نو «ناوړه پېښې به رامنځته شي». هغه مخکې هم د برېټانیا له لومړي وزیر سره په ګډه خبري ناسته کې د بګرام د بیا نیولو خبره کړې وه.
دغه امریکايي لیکوال ټینګار کړی، چې د ټرمپ وروستی ګواښ د وخت، دلیل او منطق له پلوه ناسمه خبره ده.
د ده په وینا: «طالبان هېڅکله د بهرنیو ځواکونو حضور په افغانستان کې نه مني. که څه هم دوی د نړۍوال مشروعیت لپاره د امریکایي زندانیانو د خوشې کېدو امتیازات ورکړي؛ خو د بګرام مساله ورته سره کرښه ده.» طالبانو تېره یکشنبه د ټرمپ دغه غوښتنه په کلکه رد کړه.
کوګلمن د امریکا د استازو، د بندیانو په چارو کې د ټرمپ ځانګړي استازي اډم بولر او د افغاستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد وروستیو سفرونو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د ټرمپ ګواښونه کولای شي د امریکا د سیاست اصلي لومړیتوبونه هم افغانستان کې زیانمن کړي.
هغه همدارنګه د ټرمپ د څرګندونو په اړه چې ګواکې بګرام له چین سره نږدې دی، ویلي چې له څلورو کلونو وروسته امریکایي سرتېري بېرته بګرام ته ستنول؛ ښايي د واشنګټن لپاره د ګټو پر ځای تاوان وکړي، ځکه بیجېنګ به دا کار پاروونکی وګڼي او غبرګون به وښيي. د ده په باور؛ د چین حضور په افغانستان کې خورا محدود دی، چې د امنیتي او ترهګريزو اندېښنو له امله رامنځته شوی.
د کوګلمن په وینا، امریکا ښايي د داعش خراسان پر ضد د مبارزې لپاره بګرام ته سترګې په لار وي؛ خو د دغې ډلې د نفوذ پراخېدو له امله ښایي په نورو سیمو کې د ترهګرۍ ضد د امریکا هڅې اغېزمنې شي.
هغه زیاتوي، کېدای شي طالبان وړاندیز وکړي چې امریکا کولای شي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او له دې لارې د ګواښونو څار وکړي. که څه هم د امریکا سفارت بیا پرانیستل په کابل کې ډېر شونی نه ښکاري؛ خو واشنګټن لا هم له طالبانو سره د خبرو پرانیستي چېنلونه لري، چې د قطر په غونډو او کله هم په کابل کې سره لیدنې کوي.
دغه اړیکې امریکا ته ځینې فرصتونه برابروي؛ لکه د افغانستان پر مهمو کاني زېرمو د نفوذ ارزونه او یا د امریکا د استخباراتو او طالبانو تر منځ د داعش-خراسان پر ګډو ګواښونو نارسمي خبرې اترې یې برخه کېدای شي.