• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان په تور غونډۍ بندر د پراختیا او په‌کې د تاسیساتو له جوړېدو خبر ورکوي

۳ تله ۱۴۰۴ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۱ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د یو لوړپوړي ترکمنستاني پلاوي په حضور کې یې د تور غونډۍ بندر د پراختیا او په‌کې د تاسیساتو رغولو پروژه په عملي توګه پیل کړه. دغه وزارت وایي، یاده پروژه به د شاوخوا ۷مېلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د یو کال په موده کې بشپړه شي.

د چهارشنبې په ورځ د (تلې ۲مه) د یاد وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دغه پروژه په ۵۰جریبه ځمکه کې پلي کېږي. د طالباو د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق اخوندزاده دغه پروژه د ترکمنستان او افغانستان لپاره ګټوره بللې ده.

په هرات کې د طالبانو والي مولانا اسلام جار د دغه پروژې د پرانېستلو پر مهال ویلي، چې د دغه پروژې بشپړېدل به د افغانستان پر اقتصادي‌ ودې مثبتې اغېزې وکړي. د تورغوندۍ بندر په هرات ولایت کې له ترکمنستان سره پر پوله پروت دی او د ترکمنستان په ګډون د منځنۍ اسیا له یو شمېر نورو هېوادونو سره د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې مهم بلل کېږي.

د دغه بندر چارې داسې مهال پراخېږي، چې طالبانو د ازبکستان په ګډون د منځنۍ اسیا له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې ډېرې کړې دي. د کارپوهانو په وینا؛ طالبان په نړۍ کې له سختو بندیزونو او محدودیتونو سره مخ دي او د اړیکو لپاره یوازې د منځنۍ اسیا هېوادونه ور پاتې دي.

باورونه دا دي، چې د منځنۍ اسیا هېوادونو په ګډون روسیه او چین هم د امنیتي مجبوریو له امله طالبانو سره اړیکې پالي؛ ځکه یاد هېوادونه د طالبانو په شتون کې له افغانستان نه ځانته د ترهګرو شته ګواښونه ګوري.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ننګرهار کې د طالبانو خبرداری؛‌ که څوک د کورونو کرایه لوړه کړي سزا ورکوي

۳ تله ۱۴۰۴ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۳ GMT+۱

ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې دغه ولایت کې د یادې ډلې د عدلیې ریاست په ګډون یو شمېر نورو ادارو د کورونو د کرایو لوړېدو اړوند شکایتونه څېړلي دي. دوی وایي، هېڅ‌څوک اجازه نه‌لري چې تر ۱۰سلنې کرایه لوړه کړي.

ننګرهار کې د طالبانو د رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، که هر څوک له دې کچې کرایه لوړه کړي نو د سرغړونې په تور به یې طالبان خپلو عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژني. همدا راز ویل شوي، چې په یوې ناسته کې د جلال‌اباد ښار اړوند د معاملاتو لارښود د لسو بېلابېلو کورونو کرایې هم ارزول شوې دي.

د طالبانو په وینا؛ دوی به د جلال‌اباد ښار په ټولو ناحیو کې د معاملاتو لارښود دفترونو ته ورشي او د کرایو د کنټرول څارنه به وکړي. دغه اقدامات په داسې حال کې کېږي، چې افغانستان ته له پاکستان او ایران نه د کډوالو ستنېدو سره سم د کورونو کرایې په بې‌سارې توګه لوړې شوې دي.

جلال‌اباد ښار کې بیا له پاکستان نه تازه ستنو شویو کورنیو له کبله د کرایې کورونه په اسانۍ نه پیدا کېږي او که پیدا هم شي؛ نو کرایې یې خورا لوړې وي. نیوکې دا دي، چې طالبانو په بېلابېلو وختونو کې د کورونو د کرایو د کنټرول خبره کړې؛ خو هغه ډول چې په کار ده، دغه مسالې ته یې رسېدنه نه‌ده کړې.

د کورونو کرایې داسې مهال لوړېږی، چې افغانان د طالبانو په واکمنۍ کې له بشري ناورین، اقتصادي ستونزو، بې‌رزوګارۍ، فقر او له سختې لوږې سره مخ دي. ملګرو ملتونو هم پر دغه وضعیت جدي اندېښنه ښوولې ده.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون: افغان کډوال د نیول کېدو له وېري روغتونونو ته نه ځي

۳ تله ۱۴۰۴ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۹ GMT+۱

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره له هغو راپورونو ژوره اندېښنه څرګنده کړې، چې ګڼ شمېر افغان کډوال ناروغان د پولیسو له خوا د نیول کېدو له وېرې روغتونونو ته نه ورځي. راپورونه ښيي، ان یو شمېر روغتونونو د هغو افغانانو درملنه نه ده منلې چې ویزې نه لري.

د یاد کمېسیون په وینا، د دې وضعیت تر ټولو اندېښمنوونکې برخه دا ده چې ان امېندوارې ښځې چې بېړنیو روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري، له ډاره مرستې غوښتلو ته زړه نه ښه کوي.

کمېسیون ټینګار کړی، چې د روغتیايي خدماتو نه وړاندې کول د بشري کرامت ښکاره نقض دی او د پاکستان د اساسي قانون او نړۍوالو بشري حقونو له ژمنو سره په ښکاره ټکر کې راځي.

دغه کمېسیون زیاته کړې ده: «افغان کډوال په ځانګړې ډول ښځې او نجونې د ستنېدنې په صورت کې له هغه هېواد سره مخامخ کېږي، چې د جنسیتي توپیر پر بنسټ د نجونو زده‌کړې، د ښځو کار او د هغوی ټولنیز مشارکت محدودوي. له همدې امله، د روغتیايي خدماتو نه وړاندې کول د هغوی ژوند او راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کوي.»

په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت له اوږدې مودې راهیسې د نړۍوالو سازمانونو د اندېښنې وړ دی. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په دغه هېواد کې تر یو نیم میلیونه ډېر افغانان په رسمي توګه د کډوالۍ کارتونه «پي او ار» لري، خو په زرګونه نور بیا بې اسناده ژوند کوي. له څو میاشتو راهیسې د پاکستان د حکومت د پرېکړې له مخې، هغه افغانان چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري، د اجباري اېستلو ګواښ سره مخ دي.

د کډوالو یو شمېر کورنۍ چې اوسمهال د درملنې له محرومیت سره مخ دي، وایي چې د روغتونونو نه منل د دوی د ناروغانو ژوند له سخت ګواښ سره مخ کړی دی.

هغوی غوښتنه کړې، چې لږ تر لږه د روغتیا په برخه کې باید بشردوستانه اصول رعایت شي او د پولیسو د نیول کېدو وېره له منځه یووړل شي.

کارپوهان ټینګار کوي، چې د روغتیايي خدماتو د انکار دوام به نه یوازې د ناروغانو د ژوند د له لاسه ورکولو لامل شي، بلکې د پاکستان نړۍوال حیثیت ته به هم زیان ورسوي.

اسد قیصر: جګړه د حل لار نه ده، یوازینۍ لاره سیاسي تفاهم دی

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۵ GMT+۱

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مرکزي غړي او د ملي اسمبلۍ پخواني مشر اسد قیصر افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د پاکستان او افغانستان سوله یو له بل سره تړلې ده او تر هغې چې دواړه هېوادونه په ګډه د ستونزو د حل لارې ونه لټوي، سیمه به له کړکېچ او بې‌ثباتۍ سره مخ پاتې شي.

اسد قیصر له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې تحریک انصاف ګوند د یوې لويې جرګې د جوړولو پلان لري، څو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د باور فضا رامنځته شي او شته ستونزې د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل شي.

هغه زیاته کړه: «موږ غواړو د ولسونو ترمنځ د دوستۍ فضا پیاوړې کړو. جګړه هېڅکله د حل لاره نه شي کېدای. دواړه هېوادونه اړ دي چې د ګډو هڅو له لارې سولې ته ورسېږي.»

نوموړي د پاکستان پر مرکزي حکومت هم نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د اوسني حکومت پالیسۍ سمې نه دي، بلکې د خلکو د غوښتنو او واقعي اړتیاوو سره سمون نه لري.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د هېوادونو ترمنځ خبرې اترې د مرکزي حکومتونو مسوولیت دی، وویل: «مونږ یو سیاسي ګوند یو او خلکو رایه راکړې ده. زموږ مسوولیت دی چې د خلکو استازولي وکړو او د طالبانو سره د ستونزو د حل لپاره دایمي لاره ولټوو.»

اسد قیصر په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل، چې په پاکستان کې یې د طالبانو له سفیر سره هم لیدلي. د هغه په وینا، د طالبانو استازي ورته څرګنده کړې چې هغوی نه غواړي د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکارول شي، خو دا هم مني چې د طالبانو د حکومت کورنۍ ستونزې ډېرې دي او د حل لپاره یې نړۍوالو او سیمه‌ییزو همکاریو ته اړتیا لري.

قیصر باور څرګند کړ، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د باور جوړونې لپاره د منځګړیتوب یوه پراخه کړنلاره مهمه ده. هغه په ځانګړي ډول د چین، سعودي عربستان او د ملګرو ملتونو رول یاد کړ او ویې ویل: «که دا دوستان د منځګړتوب مسوولیت واخلي، نو دواړه هېوادونه کولای شي خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. د جګړې پر ځای یوازې تفاهم او ډیالوګ د تلپاتې سولې لاره هوارولی شي.»

د تحریک انصاف ګوند دغه مشر په پای کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې یوازې د دولتونو نه، بلکې د ولسونو د ګډ برخلیک یوه برخه ده. د هغه په خبره، که دواړه هېوادونه سوله ییزې لارې غوره کړي، نه یوازې به په سیمه کې د تاوتریخوالي کچه راټيټه شي، بلکې د اقتصادي او ټولنیزو همکاریو نوې دروازې به هم پرانېستل شي.

امریکا له طالبانو غواړي چې امریکایي بندیان سمدستي خوشې کړي

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۲ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې له طالبانو وغوښتل، ټول امریکایي وګړي چې په ناحقه نیول شوي، سمدستي خوشې کړي.

نوموړې د بګرام هوایي اډې د احتمالي کارونې په اړه د امریکا د تګلارې په اړه له څرګندونو ډډه وکړه او ویې ویل، چې په دې اړه باید سپینه ماڼۍ نظر ورکړي. خو هغې ټینګار وکړ، چې له ترهګرۍ سره مبارزه لا هم د امریکا له لومړیتوبونو څخه ده او طالبان باید د خپلو ژمنو پابند پاتې شي.

دا څرګندونې تر هغه وروسته کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افشا کړه چې د واشنګټن چارواکي له طالبانو سره د بګرام هوایي اډې د کارولو په اړه خبرې کوي.

ټرمپ په ګواښوونکي لهجه له طالبانو غوښتنه کړې وه، چې یاده اډه امریکا ته وسپاري، خو طالبانو دا غوښتنه رد کړې او پر ځای یې له واشنګټن سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراخېدو غوښتنه کړې ده.

امریکا چې طالبان «ترهګره ډله» ګڼي، تراوسه یې د یادې ډلې واکمني د بشري حقونو د نقض او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو له امله په رسمیت نه ده پېژندلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل: «موږ غواړو چې ټول هغه امریکایان چې په ناحقه نیول شوي دي، ژر تر ژره خوشې شي.»

امریکا تر اوسه نه ده څرګنده کړې، چې له محمود شاه حبیبي پرته څو نور امریکایي وګړي د طالبانو په بند کې دي. په وروستیو کې د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر سلاکار اډم بولر په مشرۍ یو پلاوي کابل ته سفر وکړ، څو د امریکایي بندیانو د خوشې کېدو په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي، خو د دغې لیدنې پایلې لا نه دي اعلان شوي.

100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړه، چې د طالبانو "ظالمانه سیاستونه" د افغانستان ټولنیز او بشري ناورین نور هم ژور کړی دی. هغې د فقر، بېکارۍ او د اساسي خدمتونو د نشتون یادونه وکړه او له طالبانو یې وغوښتل، چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي.

هغې په ډاګه کړه، چې امریکا په تېرو درېیو لسیزو کې د افغان ولس ملاتړ کړی او اوس وخت د طالبانو دی چې د افغانستان له خلکو ملاتړ وکړي.

د یادولو وړ ده، چې په تېرو څلورو کلونو کې امریکا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له افغانستان سره د نږدې څلور میلیارد ډالرو مرسته کړې، خو د ټرمپ په حکومت کې دغه بشري مرستې بندې شوې دي.

ملګري ملتونه: امریکا او طالبان دې د بګرام ستونزه د خبرو اترو له لارې حل کړي

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند د چهارشنبې په ورځ وویل، دا سازمان یوازې د افغانستان وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو حالت نه شي بدلولی او د نړۍ د هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري. نوموړي د افغانستان انټرنشنل یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، د بګرام په څېر موضوعات باید د خبرو له لارې حل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې غوښتنه کړې وه، چې د بګرام هوايي اډه دې د امریکا تر کنټرول لاندې شي او طالبانو ته یې خبرداری ورکړی و چې که دا اډه واشنګټن ته ونه سپاري، نو «بدې پېښې به رامنځته شي.»

ټرمپ دا اډه د چین د اټومي فعالیتونو د څار لپاره مهمه بللې وه او که څه هم له ګواښوونکي لهجه یې کار اخیستی؛ خو هیله یې څرګنده کړې وه چې له طالبانو سره به په دې اړه یوه هوکړه وشي.

له خلکو وېره

د ملګرو ملتونو ویاند د افغانستان د انټرنېټ بندېدو په اړه هم محتاطانه غبرګون وښود.

هغه د افغانستان انټرنشنل خبریالې صدف امیري ته وویل، چې انټرنېټ نه یوازې په افغانستان، بلکې په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم له دې امله بندېږي یا محدودېږي، چې طالبان او نورې واکمنې ډلې «د خلکو له غږ څخه وېره لري.»

طالبانو ویلي، چې د فایبر نوري چټک انټرنېټ یې د منکراتو د مخنیوي لپاره بند کړی.

خو د طالبانو دا پرېکړه د افغانستان پر سوداګرۍ او زده‌ کړو باندې سخته ضربه وارد کړې ده.