• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي: واشنګټن د افغانستان په اړه خپله تګلاره بیا ارزوي

۳ تله ۱۴۰۴ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۹ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوو لوړپوړو چارواکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې واشنګټن د افغانستان په تړاو خپله تګلاره له سره ارزوي. د دوی په وینا؛ اوس‌مهال د امریکا پرېکړه دا ده، چې بشري مرستې به طالبانو ته نه ورکوي.

دغه چارواکو د افغانستان اوسنی وضعیت له «ناورین» ډک وباله او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ، چې په ۲۰۲۱کال کې له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو وتل باید مسوولانه او منظم وای.

چارواکو د چهارشنبې په ورځ د (تلې په ۲مه نېټه) زیاته کړه، چې په اوسني وضعیت کې د امریکا دوه ستر لومړیتوبونه له افغانستان سره تړلي دي: «لومړی دا چې افغانستان بیا د ترهګرو لپاره خوندي پټنځای و نه ګرځي او دویم دا چې طالبان باید د برمته نیونې له ډیپلوماسۍ لاس واخلي او امریکایي وګړي بېرته خوشې کړي.»

دوی وویل: «د امریکا لومړیتوب دا دی، چې افغانستان هېڅ‌کله بیا د ترهګرو د روزنې په ډګر بدل نه‌شي. ولسمشر ټرمپ به د امریکا د خوندیتوب لپاره ټول اړین ګامونه واخلي.»

یادو چارواکو د ټرمپ د ځانګړي استازي اډم بولر وروستي سفر ته چې د برمته شوو امریکایانو د بېرته ستنېدو لپاره یې له طالب مشرانو سره په کابل کې خبرې کړې وې، په اشارې وویل: «دغه موضوع لا هم زموږ د لومړیتوبونو په سر کې ځای لري.»

د ښځو وضعیت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ وباله او زیاته یې کړه: «موږ د طالبانو ماهیت پېژنو. هغوی د یوې ترهګرې ډلې په توګه چې د امریکا له‌خوا په ځانګړي نوملړ یا د ځانګړو ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل شوي، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو ته هېڅ درناوی نه لري.»

دوی وویل، چې طالبانو د افغانستان په خټیځ کې تر زلزلې وروسته، ښځو ته د ژغورنې او د زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره اجازه نه‌ده ورکړې. هغوی وایي، د طالبانو دغه کار د «تراژېدۍ د لا پراخېدو او ډېرې مړینې» لامل وګرځېده چې د خواشینۍ وړ خبره ده.

دغه امریکایي چارواکي پر دې پرېکړه ټینګار کوي، چې بشري مرستې باید د طالبانو تر ګوتو ونه رسېږي او زیاتوي چې متحده ایالتونه په بهر کې له هغو پروګرامونو ملاتړ کوي چې د افغان ښځو او نجونو لپاره برابر شوي دي. د دوی په وینا؛ د اوسني دریځ موخه یې دا ده، چې ډاډ ترلاسه شي «مرستې رښتیا هم اصلي اړمنو کسانو ته رسېږي».

چین

امریکایي چارواکو چین یوه «نړۍواله ننګونه» وبلله او ویې ویل، چې دغه هېواد هڅه کوي خپل نفوذ هر ځای ته وغځوي: «موږ پوهېږو، چې هغوی د افغانستان د کانونو په برخه کې د فرصتونو ارزونه کوي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه دواړو چارواکو ټینګار وکړ، چې متحده ایالتونه د روانو بدلونونو څارنه کوي. دوی د بګرام پوځي اډې په تړاو وویل: «د ولسمشر څرګندونې په روښانه ډول د هغه لیدلوری ښيي. هغه په دقیق ډول څرګنده کړې، چې څه غواړي.»

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د ټرافیکي ناورینونو توندې څپې؛ د تېرو شپږو میاشتو په لړ کې تر ۱۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي

۳ تله ۱۴۰۴ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۳ GMT+۱

په افغانستان کې ټرافیکي پېښې او له کبله یې خلکو ته په اوښتې مرګ ژوبله کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو په ریاست کې سرچینې وايي، چې د تېرو شپږو میاشتو په لړ کې د ټرافیکي پېښو له امله تر ۱۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

دغه سرچینې وايي، چې دغه شمېره د تېرکال د همدې مودې پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټرافیکو عمومي ریاست نظر هم ولرو؛ خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
له بل پلوه د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) معلومات ښیي، افغانستان د هغو هېوادنو په کتار کې راځي چې په کلني ډول په‌کې د ټرافیکي پېښو او مرګ ژوبلې کچه خورا لوړه ده. د یاد سازمان د معلوماتو له مخې؛ هرکال په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو له کبله زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
که څه هم په افغانستان کې ټرافیکي پېښې له پخوا راهیسې یوه جدي مسله ګڼل کېږي؛ خو د افغانستان انټرنشنل موندنې ښیي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې دغه ستونزه خورا جدي او د مرګ ژوبلې کچه هېښوونکې ده.
یوازې د تېرې اګسټ میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې په لسو ټرافیکي پېښو کې تر ۲۰۰ ډېر کسان مړه او شاوخوا ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي. د اګسټ میاشتې په ۱۹مه نېټه د افغانستان په لوېدیځ هرات کې یوازې په یوې مرګونې ټرافیکي پېښه کې شاوخوا ۸۰ کسان مړه شول. یادې پېښې په پراخه کچه غبرګونونه راوپارول.

100%

د لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، د ټرافیکي اشارو نشتوالی، د سفر پرمهال د یو شمېر موټر چلوونکو له لوري د نشه‌یي توکو کارونه او په ټوله کې د جدي څار نشتوالی په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي لوی لاملونه ګڼل کېږي.
یو شمېر افغانان وايي، چې په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو د زیاتوالی لاملونه ډېر دي؛ خو د ملامتۍ ګوته تر ډېره د طالبانو حکومت ته نیسي. دوی وايي، هره ورځ د افغانستان له بېلابېلو سیمو د ټرافیکي پېښو او په دغو پېښو کې د مرګ ژوبلې په اړه خبرونه اوري؛ خو داسې څه یې نه‌دي اورېدلي، چې طالبانو دې د ټرافیکي پېښو له عاملینو سره جدي چلند کړی وي.
دوی وايي، تر هغې چې د ټرافیکي اصولو له سرغړوونکو سره جدي او قانوني چلند ونه‌شي؛ د یادې ستونزې حل او یا یې کمښت شونی نه‌دی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو (د وږي په ۲۴مه) د ټرافیکي چارو د تنظیم او د ټرافیکي پېښو د مخنیوي طرحې د ارزونې لپاره ناسته وکړه. د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په دغه ناسته کې د ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره اړونده ادارو ته د ځینو اقداماتو امر کړی و.
د طالبانو د ټرافیک پولیسو عمومي ریاست هم تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې په ټول هېواد کې د لیزري څراغونو کارول بند دي. یاد ریاست ویلي و، چې ډېری وخت د ټرافیکي پېښو لامل همدغه لایزري څراغونه دي؛ خو د طالبانو دغه اقداماتو لاتراوسه د ټرافیکي پېښو په مخنیوي کې مرسته نه‌ده کړې.
د کابل یو اوسېدونکی محمد صابر چې په لویو لارو دوامداره سفرونه کوي وايي، موټر چلوونکي په خورا بې‌احتیاطۍ سفر کوي او تر ډېره د رامنځته کېدونکو پېښو مسوول همدوی دي.
هغه وایي:« زه څو ځلې له کابل نه هرات او له هرات نه کابل ته راغلی یم، تاسو باور وکړئ که مې وس ورسېږي؛ نو هیڅکله به بیا د دغه لېني موټرو، موټر چلوونکو سره ولاړ نه شم. دوی داسې سفر کوي، چې اصلا د خپلو مساپرو ژوند ورته اهمیت نه‌لري.»
د هرات ولایت اوسېدونکی سمیع الله (مستعار نوم) د ورته ستونزې په شریکولو سره ادعا کوي، چې طالبان د ټرافیکي پېښو د کنټرول په برخه کې هیڅ جدي نه‌دي.
هغه وایي:« اوس خو دوی په واک کې دي او په نورو مسایلو کې ښه جدي چلند کوي. ټرافیکي پېښې چې هره ورځ له خلکو ژوند اخلي دوی یې بابیزه ګڼي او تراوسه خو ما داسې څه نه‌دي اورېدلي، چې د ټرافیکي اصولو له کوم سرغړوونکي کس او یا شرکت سره یې داسې چلند کړی وي چې نورو ته د عبرت او درس وسیله شي.»
په ورته وخت کې ځینې هغه کسان چې د کورنۍ نږدې غړي یې په ټرافیکي پېښو کې له لاسه ورکړي وايي، د حکومت سربېره باید خلک هم دغې ټولنیزې ستونزې ته جدي پام وکړي. دوی وايي، د خپلو عزیزانو د مړینې له کبله یې ژوند له کړاوه ډک تېرېږي.
د هلمند ولایت اوسېدونکی رحمت الله چې څو میاشتې وړاندې یې د کابل- غزني په لویه لار د یوې ټرافیکي پېښې له کبله ځوان ورور له لاسه ورکړی وايي، د ورور مرګ یې هغه او کورنۍ په ملا مات کړي. هغه وایي:« ورور مې په کابل کې زده‌کړې کولې او دنده یې هم لرله، څه ناڅه به یې زموږ لاسنیوی هم کاوه، کورته په رخصتۍ راغلی و او غوښتل یې چې بېرته کابل ته ولاړ شي، هغه پر لاره و، چې ټرافیکي پېښه وشوه او د ده په ګډون څلور کسان په‌کې مړه شول.»
دا یوازې رحمت الله نه‌دی؛ بلکې په افغانستان کې سلګونه داسې کورنۍ شته، چې خپل عزیزان یې په ټرافیکي پېښو کې له لاسه ورکړي دي.
هېوادوال وايي، چې د موټر چلوونکو له‌خوا ناغېړي او بې‌احتیاطي، ګړندی تګ، د سړکونو خرابوالی، د خوندیتابه اصولو او ټرافیکي قوانینو ته نه پاملرنه افغانستان کې د ټرافیکي پېښو ځانګړي لاملونه بلل کېږي؛ خو د دې ترڅنګ د رغنده او منظم ټرافیکي سیسټم او بنسټونو نشتوالي، د ټرافیکي قوانینو نه څارنې او په ځانګړې توګه پر لویو لارو د کنټرول لپاره د مسلکي ټرافیک پولیسو کمښت د ځمکې له لارې سفر خطرناک کړی دی.
د شمېرو له مخې؛ هر کال په ټوله نړۍ کې ۱.۳ مېلیونه کسان د ټرافیکي پېښو له امله مړه کېږي او تر ۵ مېلیونه ډېر ټپیانېږي.

طالبان په تور غونډۍ بندر د پراختیا او په‌کې د تاسیساتو له جوړېدو خبر ورکوي

۳ تله ۱۴۰۴ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۱ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د یو لوړپوړي ترکمنستاني پلاوي په حضور کې یې د تور غونډۍ بندر د پراختیا او په‌کې د تاسیساتو رغولو پروژه په عملي توګه پیل کړه. دغه وزارت وایي، یاده پروژه به د شاوخوا ۷مېلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د یو کال په موده کې بشپړه شي.

د چهارشنبې په ورځ د (تلې ۲مه) د یاد وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دغه پروژه په ۵۰جریبه ځمکه کې پلي کېږي. د طالباو د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق اخوندزاده دغه پروژه د ترکمنستان او افغانستان لپاره ګټوره بللې ده.

په هرات کې د طالبانو والي مولانا اسلام جار د دغه پروژې د پرانېستلو پر مهال ویلي، چې د دغه پروژې بشپړېدل به د افغانستان پر اقتصادي‌ ودې مثبتې اغېزې وکړي. د تورغوندۍ بندر په هرات ولایت کې له ترکمنستان سره پر پوله پروت دی او د ترکمنستان په ګډون د منځنۍ اسیا له یو شمېر نورو هېوادونو سره د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې مهم بلل کېږي.

د دغه بندر چارې داسې مهال پراخېږي، چې طالبانو د ازبکستان په ګډون د منځنۍ اسیا له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې ډېرې کړې دي. د کارپوهانو په وینا؛ طالبان په نړۍ کې له سختو بندیزونو او محدودیتونو سره مخ دي او د اړیکو لپاره یوازې د منځنۍ اسیا هېوادونه ور پاتې دي.

باورونه دا دي، چې د منځنۍ اسیا هېوادونو په ګډون روسیه او چین هم د امنیتي مجبوریو له امله طالبانو سره اړیکې پالي؛ ځکه یاد هېوادونه د طالبانو په شتون کې له افغانستان نه ځانته د ترهګرو شته ګواښونه ګوري.

ننګرهار کې د طالبانو خبرداری؛‌ که څوک د کورونو کرایه لوړه کړي سزا ورکوي

۳ تله ۱۴۰۴ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۳ GMT+۱

ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې دغه ولایت کې د یادې ډلې د عدلیې ریاست په ګډون یو شمېر نورو ادارو د کورونو د کرایو لوړېدو اړوند شکایتونه څېړلي دي. دوی وایي، هېڅ‌څوک اجازه نه‌لري چې تر ۱۰سلنې کرایه لوړه کړي.

ننګرهار کې د طالبانو د رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، که هر څوک له دې کچې کرایه لوړه کړي نو د سرغړونې په تور به یې طالبان خپلو عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژني. همدا راز ویل شوي، چې په یوې ناسته کې د جلال‌اباد ښار اړوند د معاملاتو لارښود د لسو بېلابېلو کورونو کرایې هم ارزول شوې دي.

د طالبانو په وینا؛ دوی به د جلال‌اباد ښار په ټولو ناحیو کې د معاملاتو لارښود دفترونو ته ورشي او د کرایو د کنټرول څارنه به وکړي. دغه اقدامات په داسې حال کې کېږي، چې افغانستان ته له پاکستان او ایران نه د کډوالو ستنېدو سره سم د کورونو کرایې په بې‌سارې توګه لوړې شوې دي.

جلال‌اباد ښار کې بیا له پاکستان نه تازه ستنو شویو کورنیو له کبله د کرایې کورونه په اسانۍ نه پیدا کېږي او که پیدا هم شي؛ نو کرایې یې خورا لوړې وي. نیوکې دا دي، چې طالبانو په بېلابېلو وختونو کې د کورونو د کرایو د کنټرول خبره کړې؛ خو هغه ډول چې په کار ده، دغه مسالې ته یې رسېدنه نه‌ده کړې.

د کورونو کرایې داسې مهال لوړېږی، چې افغانان د طالبانو په واکمنۍ کې له بشري ناورین، اقتصادي ستونزو، بې‌رزوګارۍ، فقر او له سختې لوږې سره مخ دي. ملګرو ملتونو هم پر دغه وضعیت جدي اندېښنه ښوولې ده.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون: افغان کډوال د نیول کېدو له وېري روغتونونو ته نه ځي

۳ تله ۱۴۰۴ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۹ GMT+۱

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره له هغو راپورونو ژوره اندېښنه څرګنده کړې، چې ګڼ شمېر افغان کډوال ناروغان د پولیسو له خوا د نیول کېدو له وېرې روغتونونو ته نه ورځي. راپورونه ښيي، ان یو شمېر روغتونونو د هغو افغانانو درملنه نه ده منلې چې ویزې نه لري.

د یاد کمېسیون په وینا، د دې وضعیت تر ټولو اندېښمنوونکې برخه دا ده چې ان امېندوارې ښځې چې بېړنیو روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري، له ډاره مرستې غوښتلو ته زړه نه ښه کوي.

کمېسیون ټینګار کړی، چې د روغتیايي خدماتو نه وړاندې کول د بشري کرامت ښکاره نقض دی او د پاکستان د اساسي قانون او نړۍوالو بشري حقونو له ژمنو سره په ښکاره ټکر کې راځي.

دغه کمېسیون زیاته کړې ده: «افغان کډوال په ځانګړې ډول ښځې او نجونې د ستنېدنې په صورت کې له هغه هېواد سره مخامخ کېږي، چې د جنسیتي توپیر پر بنسټ د نجونو زده‌کړې، د ښځو کار او د هغوی ټولنیز مشارکت محدودوي. له همدې امله، د روغتیايي خدماتو نه وړاندې کول د هغوی ژوند او راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کوي.»

په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت له اوږدې مودې راهیسې د نړۍوالو سازمانونو د اندېښنې وړ دی. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په دغه هېواد کې تر یو نیم میلیونه ډېر افغانان په رسمي توګه د کډوالۍ کارتونه «پي او ار» لري، خو په زرګونه نور بیا بې اسناده ژوند کوي. له څو میاشتو راهیسې د پاکستان د حکومت د پرېکړې له مخې، هغه افغانان چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري، د اجباري اېستلو ګواښ سره مخ دي.

د کډوالو یو شمېر کورنۍ چې اوسمهال د درملنې له محرومیت سره مخ دي، وایي چې د روغتونونو نه منل د دوی د ناروغانو ژوند له سخت ګواښ سره مخ کړی دی.

هغوی غوښتنه کړې، چې لږ تر لږه د روغتیا په برخه کې باید بشردوستانه اصول رعایت شي او د پولیسو د نیول کېدو وېره له منځه یووړل شي.

کارپوهان ټینګار کوي، چې د روغتیايي خدماتو د انکار دوام به نه یوازې د ناروغانو د ژوند د له لاسه ورکولو لامل شي، بلکې د پاکستان نړۍوال حیثیت ته به هم زیان ورسوي.

اسد قیصر: جګړه د حل لار نه ده، یوازینۍ لاره سیاسي تفاهم دی

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۵ GMT+۱

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مرکزي غړي او د ملي اسمبلۍ پخواني مشر اسد قیصر افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د پاکستان او افغانستان سوله یو له بل سره تړلې ده او تر هغې چې دواړه هېوادونه په ګډه د ستونزو د حل لارې ونه لټوي، سیمه به له کړکېچ او بې‌ثباتۍ سره مخ پاتې شي.

اسد قیصر له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې تحریک انصاف ګوند د یوې لويې جرګې د جوړولو پلان لري، څو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د باور فضا رامنځته شي او شته ستونزې د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل شي.

هغه زیاته کړه: «موږ غواړو د ولسونو ترمنځ د دوستۍ فضا پیاوړې کړو. جګړه هېڅکله د حل لاره نه شي کېدای. دواړه هېوادونه اړ دي چې د ګډو هڅو له لارې سولې ته ورسېږي.»

نوموړي د پاکستان پر مرکزي حکومت هم نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د اوسني حکومت پالیسۍ سمې نه دي، بلکې د خلکو د غوښتنو او واقعي اړتیاوو سره سمون نه لري.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د هېوادونو ترمنځ خبرې اترې د مرکزي حکومتونو مسوولیت دی، وویل: «مونږ یو سیاسي ګوند یو او خلکو رایه راکړې ده. زموږ مسوولیت دی چې د خلکو استازولي وکړو او د طالبانو سره د ستونزو د حل لپاره دایمي لاره ولټوو.»

اسد قیصر په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل، چې په پاکستان کې یې د طالبانو له سفیر سره هم لیدلي. د هغه په وینا، د طالبانو استازي ورته څرګنده کړې چې هغوی نه غواړي د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکارول شي، خو دا هم مني چې د طالبانو د حکومت کورنۍ ستونزې ډېرې دي او د حل لپاره یې نړۍوالو او سیمه‌ییزو همکاریو ته اړتیا لري.

قیصر باور څرګند کړ، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د باور جوړونې لپاره د منځګړیتوب یوه پراخه کړنلاره مهمه ده. هغه په ځانګړي ډول د چین، سعودي عربستان او د ملګرو ملتونو رول یاد کړ او ویې ویل: «که دا دوستان د منځګړتوب مسوولیت واخلي، نو دواړه هېوادونه کولای شي خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. د جګړې پر ځای یوازې تفاهم او ډیالوګ د تلپاتې سولې لاره هوارولی شي.»

د تحریک انصاف ګوند دغه مشر په پای کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې یوازې د دولتونو نه، بلکې د ولسونو د ګډ برخلیک یوه برخه ده. د هغه په خبره، که دواړه هېوادونه سوله ییزې لارې غوره کړي، نه یوازې به په سیمه کې د تاوتریخوالي کچه راټيټه شي، بلکې د اقتصادي او ټولنیزو همکاریو نوې دروازې به هم پرانېستل شي.