‏د لغمان په مرکز مهترلام کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال رمضان جام سيالۍ پيل شوې

په لغمان ولايت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د بدني روزنې او ورزش امريت او واليبال فدراسيون په همغږۍ د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام سيالۍ پيل شوې. د فدراسیون په وینا، د دغه جام سیالۍ به تر رتلونکو ۱۵ ورځو دوام وکړي.