‏د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله ټایلنډ ته ورسېده

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په څلور اړخیزو نړۍوالو سیالیو کې د ګډون لپاره ټایلنډ ته ورسېده. ‏دغه څلور اړخیزې نړۍوالې سیالۍ د ټایلنډ په کوربه‌توب د افغانستان، اسټرالیا او مالیزیا هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي.