د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د هندوستان پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي

د ۲۰۲۶ نړۍوال جام او د ۲۰۲۷ اسیا جام ته د لارموندنې لپاره ‏د هندوستان او افغانستان ترمنځ دغه سیالي نن په اندراګاندي لوبغالي کې ترسره کېږي. دغه لوبه د کابل په وخت د ماښام په شپږو بجو پیلېږي.