د فوټسال نړۍوالې څلور اړخیزې سیالۍ؛ افغانستان مالیزیا ته ماتې ورکړه

د ټایلنډ په کوربهتوب د څلور اړخیزو فوټسال سیالیو پر دوام، تېره ورځ افغان لوبډله د مالیزیا لوبډلې پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شوه. افغان لوبډله وتوانېده، چې مالیزیا ته ۳ - ۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړي او په دغو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړي.