د پاکستان د کرېکټ ټیم پخوانی کپتان وایي، ګرانبیه ډالۍ یې غلا شوې دي

د پاکستان د کرېکټ ټیم پخوانی کپتان محمد حفیظ وايي، د دغه هېواد پنجاب صوبې لاهور هوايي ډګر ته رسېدو سره یې ګرانبیه ډالۍ غلا شوې دي. محمد حفیظ زیاتوي چې د لاهور هوايي ډګر چارواکو ته یې شکایت هم کړی، خو لا یې ځواب نه دی ور کړی.