په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له امله ۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړ

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږی دفتر (اوچا) وایي، چې د افغانستان په اوو ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو له امله ۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او سلګونه کورونه زیانمن شوي دي. د اورښتونو او سیلابونو له امله د یو شمېر لارو تړل کېدو د ژغورونکو ډلو کار هم ستونزمن کړی دی.