په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې تر ۵۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي

په رفح او خان یونس کې د اسراییل له‌خوا د شپې ناوخته هوايي ډزو کې د ماشومانو په ګډون ګڼ فلسطینیان وژل شوي دي. یوازې د غزې په رفح ښار کې د اسراییل له‌خوا د شپې ناوخته د هوايي ډزو او په کورونو د بمبارۍ له امله لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي دي.