امنیت شورا کې د امریکا استازې: افغان نجونې د تاوتریخوالي قرباني دي او هلکان جګړې ته ځي

د چهارشنبې په ورځ د امریکا استازې د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې نجونې د کم عمره ودونو او له سیستماتیک جنسیتي تاوتریخوالي سره مخامخې دي. لینډا ټوماس ګرینفیلډ زیاته کړه چې په افغانستان کې تنکي هلکان هم د جنګیالیو په توګه ګمارل کیږي.