طالبانو په ټول هېواد کې ۹ استوګنیز ښارګوټي دولتي اعلان کړي

د طالبانو عدلیې وزارت خبر ورکړی چې په کابل، بلخ، غزني او ننګرهار ولایتونو یې ۹ استوګنیز ښار ګوټي د شرعي محاکمو له پرېکړې وروسته د دولتي ملکیت په توګه تثبیت کړي دي.

د طالبانو عدلیې وزارت خبر ورکړی چې په کابل، بلخ، غزني او ننګرهار ولایتونو یې ۹ استوګنیز ښار ګوټي د شرعي محاکمو له پرېکړې وروسته د دولتي ملکیت په توګه تثبیت کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چاره د تېرو دریو کلونو په لړ کې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په هلو ځلو ترسره شوې ده.
ملاتره خېل، سردار محمد داوود خان، ملا عزت، خالد بن ولید، حکیم سنايي، نو اباد، حاجي قدیر او د اسحاق ګیلاني په نومونو د استوګنیز وښارګوټو ځمکه طالبانو دولتي بللې ده. د مالوماتو له مخې په ټولیزه توګه په یادو ۹ ښارګوټو کې تر ۵۰ زرو جریبو زیاته ځمکه غصب شوې وه.
د طالبانو عدلیې وزارت یاته کړې چې تر اوسه یې د هېواد په کچه له غاصبینو شاوخوا څلور مېلیونه جریبه دولتي ځمکه بېرته اخیستل شوې او د نورو زرګونو جریبو ځمکو د بېرته راګرځولو قضیې لا هم تر څېړنې او تعقیب لاندې دي.
دغه وزارت وایي، د ځمکو د بېرته ترلاسه کولو بهیر د روڼتیا او د دوی د قانون پر بنسټ روان دی او د ملکیتونو د تثبیت دا هڅې به د عامه شتمنیو د ساتنې او د دغه ډلې د قانون حاکمیت د پیاوړتیا لامل وګرځي.