قرغېزستان کې د طالبانو سفیر د چین له سفیرې سره پر سیمهییز ثبات خبرې کړي

قرغېزستان کې د طالبانو سفیر عبدالشکور حقاني د چین له سفیر لیو جیانپینګ سره د سیمهییز ثبات او ګډو همکاریو په تړاو ناسته کړې.

قرغېزستان کې د طالبانو سفیر عبدالشکور حقاني د چین له سفیر لیو جیانپینګ سره د سیمهییز ثبات او ګډو همکاریو په تړاو ناسته کړې.
په همدې تړاو خبرپاڼه کې راغلي چې د دواړو لورو تر منځ په دې لیدنه کې د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو د پراختیا تر څنګ، د سیمې پر امنیتي وضعیت، د سیمهییزې سولې او ثبات د پیاوړتیا او د متقابل اعتماد د زیاتوالي په اړه هر اړخیزې خبرې شوي دي.
خبرپانه زیاتوي، د چین سفیرې افغانستان د سیمې یو مهم او تاریخي هېواد وباله او ټینګار یې کړی چې د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د ټولې سیمې لپاره حیاتي ارزښت لري.
همدا راز د چین د سفیرې په حواله ویل شوي چې بیجېنګ غواړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ نوره هم پراخې کړي.
که څه هم په دې اړه جزییات نه دي ورکړل شوي چې چین په ځانګړي ډول په کومو برخو کې له طالبانو خپله همکاري پراخوي؛ خو دا یې ویلي چې دواړه لوري د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا ته ژمن دي.
په قرغیزستان کې د طالبانو سفیر عبدالشکور حقاني بیا ژمنه کړې چې د طالبانو حکومت به د سیمې د ثبات، متقابل تفاهم او ګډو همکاریو د پیاوړتیا لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.


د کابل ښار اوسېدونکي د پاکو اوبو له کمساري کمخته د شکایت سربېره په دې برخه کې د جدي پاملرنې او اقداماتو غوښتنه کوي. د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په کورونو کې یې د اوبو رسولو نلونه وچ شوي او اوس ډېر په مشکل د څښاک اوبه پیدا کوي.
یو ځايي استوګن سمیع الله وايي، له تېرو پنځو میاشتو راهیسې د پاکو اوبو د کمښت له کبله جدي ستونزو سره مخامخ دي. هغه وویل: «موږ هره ورځ له دې ځایه دوه یا درې ځلې کورته اوبه وړو، اوږد مزل کوو، په نلونو کې اوبه نه راځي او په دې برخه کې له سختو ستونزو سره مخ یو.»
د یادې ناحیې یو بل اوسېدونکی نور محمد وايي چې په وروستیو څو کلونو کې د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي؛ خو په تېرو څو میاشتو کې د کمښت دغه کچه کمسارې ده.
نوموړي زیه کړه: « پاکې اوبه بیخي ډېرې کمې شوي خلک په نوبت د اوبو دې عمومي نلکې ته بوشکې راوړي او ډېر په تمه پاتې کیږي چې کورونو ته پاکې اوبه یوسي خو په وروستیو کې دغه عمومي نل کې اوبه ډېرې کمي راځي او بسنه نه کوي.»
د طالبانو حکومت هم په کابل کې د پاکو اوبو د کموالي ستونزه مني او د ځینو اقداماتو یادونه کوي. دې ډلې د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد ویلي چې ډېر ژر به له پنجشیر څخه کابل ته د پاکو اوبو د لیږد چارې پیل شي.
نوموړي که څه هم په دې اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې د دغې پروژې په بشړېدو به تر ډېره د کابل ښار د اوسېدونکو ستونزه حل شي. د هغه په خبره، دې وروستیو کلونو کې د دوامداره وچکالیو له کبله په افغانستان د ځمکې لاندې د اوبو زیرمې سختې زیانمې شوې دي.
وړاندې ترسره شویو څیړنو ښودلې چې په کابل کې د ځمکې لاندې د اوبو کچه تر ۲۰ مترو پورې ښکته شوې ده. د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړۍوالو بنسټونو هم په کابل کې ښار کې د پاکو اوبو د کښمت له کبله اندیښنې ښودلي او په دې برخه کې یې د جدي پاملرنې سپارښتنې کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، که پاکستان د افغانستان په هر ولایت کې ځانله پېښ کوم ګواښ ویني؛ نو له دوی سره دې استخبارتي مالومات شریک کړي او بیا به یې د حل لپاره اقدامات وکړي. هغه د خېبر نیوز په نوم ټلوېزیوني شبکې ته زیاته کړې چې مسایل په ګډو همکاریو حل کېږي.
د هغه په وینا، دوی د خپلو مالوماتو له مخې په خپلو ولایتونو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پاکستان ته ټول پېښ ګواښونه لهمنځه وړي او که پاکستان د ځینو تهدیدونو په اړه مالومات ولري باید استخبارتي مالومات ورسره شریک کړي.
مجاهد وویل: «که چېرې ځنې ساحې او پېښې زموږ علم کې نه وي، تاسې مالومات شریک کړئ، مثلا پکتیکا کې کونړ کې او نورو مالوماتو کې نو مونږ به یې مخه ونیسو. دا ټول خو په استخباراتي مالوماتو کېږي.»
د طالبانو د ویاند په خبره، هېڅکله له پاکستان سره جګړې ته لېوالتیا نه لري او باید بدبینۍ ختمه شي. د ذبیح الله مجاهد په خبره: «دلته مسلمان او ورونه ملتونه پراته دي. د جنګ مخنېوي لپاره هڅه کوو خو دواړه همکاري غواړي، بدبیني، اخطارونه او تورونه لګول، تهدید دا مسالې نه حل کوي. مسالې په ورورۍ، اعتماد او ناستې پاستې حل کېږي.»
مجاهد همدا راز دا هم ومنله چې د بلوچستان ایالت په کویټې سیمه کې څه موده وړاندې د دوی په توغندیزو بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي وو او د دوی مشر ملا هبت الله په امر یې عاملینو ته ځانګړې محکمه جوړه شوه. هغه دا هم تایید کړه چې دغو کورنیو ته د دوی د مشر په امر محکمې «دیت» هم ورکړی دی.

د بلوچستان په چمن ولسوالۍ کې یو ځايي کاروباري افغانستان انټرنشل ته وویل چې سلګونه کورنۍ د چمن – سپین بولدک دروازې ته څېرمه افغانستان ته د اوښتو په تمه سخت کړاو ګالي. وایي، دې ساړه موسم کې له کورنیو سره ډېر شمېر ماشومان هم دغه سختۍ ګالي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې په وقفهيي ډول د دروازې د پرانېستل کېدو له کبله هلته د کډوالو ګڼه ګوڼه زیاته شوې او سلګونه کورنۍ په شپو شپو افغانستان ته د راتګ لپاره انتظار کوي.
سرچینه وايي، له کورنیو سره ګڼ ماشومان هم په سړه هوا کې له امکاناتو پرته شپې سبا کوي.
که څه هم طالبان د چمن- سپین بولدک له لارې هره ورځ د ګڼو کورنیو د ستنېدو خبرونه ورکوي؛ خو د کډوالو د شمېر زیاتوالی او په وقفهیي ډول د دروازې پرانېستو خلک له ډول ډول ستونزو سره مخ کړي دي.
په تورخم کې هم د بند پاتې افغان کورنۍ د ناسم وضعیت په اړه خبرونه ورکول کیږي؛ خو په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب ویلي چې دغه دروازه به نن شنبه د دوی پرمخ پرانېستل شي.
نوموړي ویلي چې له پرلهپسې هڅو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مسولینو ډاډ ورکړی چې د تورخم دروازه به یوازې د ستنېدو افغان کډوالو پر مخ خلاصه شي.
د ډیورنډ پر کرښه ټولې لارې وروسته له هغې وتړل شوې، چې د پاکستان هوايي ځواکونو د تلې پر ۱۷مه د افغانستان پر پلازمېنه کابل او پکتیکا بمبار وکړ او طالبانو بیا په دویمه شپه (د شنبې په ماسخوتن د تلې ۱۹مه) پشاوخوا ۲۵۰۰ کیلومېټره ډیورنډ کرښه کې د «غچ اخیستنې» په نوم پر پاکستاني پوستو بریدونه وکړل او د شپې تر نیمايي شاوخوا ۱۲ بجو یې دوام ورکړ او بیا طالبانو رسماً د جګړې د پای اعلان وکړ.
سره له دې چې دواړه لوري بیا د اوربند او سولې لپاره په دوحه او استانبول کې سره جرګه شول، خو له شاخوا ۲۰ ورځو راهیسې دغه لارې د هر ډول تګ راتګ پر مخ بندې دي.

د یاسر الیاس په نامه ۳۳ کلن افغان پناه غوښتونکی، چې نږدې دوه کاله مخکې د خپلې پخوانۍ ملګرې د «تښتولو او جنسي تېري» په تور په هامبورګ ښار کې تورن شوی و، د خپلو تورونو د سپیناوي لپاره محکمې ته نه دی حاضر شوی.
پر دغه افغان تور دی چې له خپلو درې ملګرو سره یو ځای یې د ۲۰۲۳ کال د اګسټ په میاشت کې خپله۲۱ کلنه پخوانۍ ملګرې تښتولې او بیا یې پرې جنسي تېری کړی دی.
د محکمې د اسنادو له مخې، دغو څلورو کسانود جنسي تېري سربېره قرباني میرمن وهلې او ډبولې هم ده. دې قرباني مېرمنې محکمې ته ویلي چې الیاس په زور د دې پر بدن خپل نوم داسې خالکوبي کړی چې اوس د ډول ډول لیزري عملیاتو وروسته هم نه پاکیږي.
د هغې په خبره: «الیاس او ملګرو یې دا کار د دې لپاره کړی چې ګواګې زه یوازې د ده په نوم یم.»
دغه میرمنې همدا شان زیاته کړې چې دې پخواني ملګري یې له جنسي تېري وروسته ترې ویډیو هم ثبت کړې او په کراتو کراتو یې پرې ګواښلې ده. یاسر په ۲۰۲۴ کال کې د هامبورګ یوې سیمه ییزې محکمې د جنسي تېري، تاوتریخوالي او ځورونې په جرمونو په ۹ کاله بند محکوم کړ.
د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، یاسر مخکې هم د تاوتریخوالي په جرمونو محکوم شوی او زندان ته تللی دی. راپورونو پر بنسټ تورن الیاس د ورپیښې ناروغۍ له کبله محکمې ته نه دی حاضر شوی.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف، طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که د پاکستان د امنیت او سولې ضمانت ور نه کړي، نو له جدي عواقبو سره به مخ شي. هغه ویلي چې طالبانو د« ټي ټي پي» غړو د لېږد په بدل کې ورڅخه شاوخوا ۳۵ میلیونه ډالر غوښتي وو.
نوموړي د پاکستان د یوه خصوصي تلویزون «سما» سره په خبرو کې ویلي، چې له افغانستان څخه د ترهګریزو بریدونو او سرحدي حملو دوام د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر ډول هوکړې ارزښت له منځه وړي.
هغه زیاته کړه: «پاکستان له هېڅ ترهګریزې ډلې څخه،که هغه تحریک طالبان پاکستان وي او که بلوڅ بېلتونپال،بریدونه نه زغمي، او که له افغانستان څخه بریدونه دوام وکړي، موږ به یې په کلکه ځواب ووایو.»
د ده په وینا، د نومبر په شپږمه نېټه به د پاکستان یو پلاوی له طالبانو سره د خبرو راتلونکی پړاو ترسره کړي، څو د سرحدي امنیت او ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره یو نوی میکانیزم جوړ شي.
خواجه آصف وویل، که په دې خبرو کې پرمختګ وشي، کېدای شي د دواړو لورو لوړپوړي چارواکي هم ورګډ شي، خو د ده په خبره، تر اوسه طالبانو د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره هیڅ تضمین نهدی وړاندې کړی.
د پاکستان د دفاع وزیر دا هم وویل، اسلاماباد چمتو دی چې له طالبانو سره د همکارۍ لپاره مالي مرستې زیاتې کړي، خو طالبان لا هم د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو د مهارولو په برخه کې اقدام نهدی کړی.
نوموړي وړاندې هم ویلي و، چې د طالبانو او اسلاماباد اړیکې به هغه وخت عادي شي، کله چې کابل د تحریک طالبان پاکستان د غړو پر وړاندې اقدام وکړي، ځکه چې د ده په وینا، د «ټي ټي پي» ګڼ شمېر غړي لا هم په افغانستان کې پټ دي.