• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تړلې لار او سړه هوا؛ چمن کې سلګونه افغان کورنۍ له ماشومانو سره هېواد ته د اوښتو په تمه دي

۱۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۵ GMT+۰

د بلوچستان په چمن ولسوالۍ کې یو ځايي کاروباري افغانستان انټرنشل ته وویل چې سلګونه کورنۍ د چمن – سپین بولدک دروازې ته څېرمه افغانستان ته د اوښتو په تمه سخت کړاو ګالي. وایي، دې ساړه موسم کې له کورنیو سره ډېر شمېر ماشومان هم دغه سختۍ ګالي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې په وقفه‌يي ډول د دروازې د پرانېستل کېدو له کبله هلته د کډوالو ګڼه ګوڼه زیاته شوې او سلګونه کورنۍ په شپو شپو افغانستان ته د راتګ لپاره انتظار کوي.

سرچینه وايي، له کورنیو سره ګڼ ماشومان هم په سړه هوا کې له امکاناتو پرته شپې سبا کوي.

که څه هم طالبان د چمن- سپین بولدک له لارې هره ورځ د ګڼو کورنیو د ستنېدو خبرونه ورکوي؛ خو د کډوالو د شمېر زیاتوالی او په وقفه‌یي ډول د دروازې پرانېستو خلک له ډول ډول ستونزو سره مخ کړي دي.

په تورخم کې هم د بند پاتې افغان کورنۍ د ناسم وضعیت په اړه خبرونه ورکول کیږي؛ خو په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب ویلي چې دغه دروازه به نن شنبه د دوی پرمخ پرانېستل شي.

نوموړي ویلي چې له پرله‌پسې هڅو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مسولینو ډاډ ورکړی چې د تورخم دروازه به یوازې د ستنېدو افغان کډوالو پر مخ خلاصه شي.

د ډیورنډ پر کرښه ټولې لارې وروسته له هغې وتړل شوې، چې د پاکستان هوايي ځواکونو د تلې پر ۱۷مه د افغانستان پر پلازمېنه کابل او پکتیکا بمبار وکړ او طالبانو بیا په دویمه شپه (د شنبې په ماسخوتن د تلې ۱۹مه) پشاوخوا ۲۵۰۰ کیلومېټره ډیورنډ کرښه کې د «غچ اخیستنې» په نوم پر پاکستاني پوستو بریدونه وکړل او د شپې تر نیمايي شاوخوا ۱۲ بجو یې دوام ورکړ او بیا طالبانو رسماً د جګړې د پای اعلان وکړ.

سره له دې چې دواړه لوري بیا د اوربند او سولې لپاره په دوحه او استانبول کې سره جرګه شول، خو له شاخوا ۲۰ ورځو راهیسې دغه لارې د هر ډول تګ راتګ پر مخ بندې دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

جرمني کې یو افغان پر خپلې پخوانۍ ملګرې د جنسي تېري په تور محکمې ته نه دی حاضر شوی

۱۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۲۴ GMT+۰

د یاسر الیاس په نامه ۳۳ کلن افغان پناه‌ غوښتونکی، چې نږدې دوه کاله مخکې د خپلې پخوانۍ ملګرې د «تښتولو او جنسي تېري» په تور په هامبورګ ښار کې تورن شوی و، د خپلو تورونو د سپیناوي لپاره محکمې ته نه دی حاضر شوی.

پر دغه افغان تور دی چې له خپلو درې ملګرو سره یو ځای یې د ۲۰۲۳ کال د اګسټ په میاشت کې خپله۲۱ کلنه پخوانۍ ملګرې تښتولې او بیا یې پرې جنسي تېری کړی دی.

د محکمې د اسنادو له مخې، دغو څلورو کسانود جنسي تېري سربېره قرباني میرمن وهلې او ډبولې هم ده. دې قرباني مېرمنې محکمې ته ویلي چې الیاس په زور د دې پر بدن خپل نوم داسې خالکوبي کړی چې اوس د ډول ډول لیزري عملیاتو وروسته هم نه پاکیږي.

د هغې په خبره: «الیاس او ملګرو یې دا کار د دې لپاره کړی چې ګواګې زه یوازې د ده په نوم یم.»

دغه میرمنې همدا شان زیاته کړې چې دې پخواني ملګري یې له جنسي تېري وروسته ترې ویډیو هم ثبت کړې او په کراتو کراتو یې پرې ګواښلې ده. یاسر په ۲۰۲۴ کال کې د هامبورګ یوې سیمه ییزې محکمې د جنسي تېري، تاوتریخوالي او ځورونې په جرمونو په ۹ کاله بند محکوم کړ.

د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، یاسر مخکې هم د تاوتریخوالي په جرمونو محکوم شوی او زندان ته تللی دی. راپورونو پر بنسټ تورن الیاس د ورپیښې ناروغۍ له کبله محکمې ته نه دی حاضر شوی.

خواجه اصف: طالبانو د«ټي ټي پي» غړو د لېږد په بدل کې ۳۵ میلیونه ډالر غوښتي وو

۱۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۱:۱۴ GMT+۰

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف، طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که د پاکستان د امنیت او سولې ضمانت ور نه کړي، نو له جدي عواقبو سره به مخ شي. هغه ویلي چې طالبانو د« ټي ټي پي» غړو د لېږد په بدل کې ورڅخه شاوخوا ۳۵ میلیونه ډالر غوښتي وو.

نوموړي د پاکستان د یوه خصوصي تلویزون «سما» سره په خبرو کې ویلي، چې له افغانستان څخه د ترهګریزو بریدونو او سرحدي حملو دوام د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر ډول هوکړې ارزښت له منځه وړي.

هغه زیاته کړه: «پاکستان له هېڅ ترهګریزې ډلې څخه،که هغه تحریک طالبان پاکستان وي او که بلوڅ بېلتون‌پال،بریدونه نه زغمي، او که له افغانستان څخه بریدونه دوام وکړي، موږ به یې په کلکه ځواب ووایو.»

د ده په وینا، د نومبر په شپږمه نېټه به د پاکستان یو پلاوی له طالبانو سره د خبرو راتلونکی پړاو ترسره کړي، څو د سرحدي امنیت او ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره یو نوی میکانیزم جوړ شي.

خواجه آصف وویل، که په دې خبرو کې پرمختګ وشي، کېدای شي د دواړو لورو لوړپوړي چارواکي هم ورګډ شي، خو د ده په خبره، تر اوسه طالبانو د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره هیڅ تضمین نه‌دی وړاندې کړی.

د پاکستان د دفاع وزیر دا هم وویل، اسلام‌اباد چمتو دی چې له طالبانو سره د همکارۍ لپاره مالي مرستې زیاتې کړي، خو طالبان لا هم د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو د مهارولو په برخه کې اقدام نه‌دی کړی.

نوموړي وړاندې هم ویلي و، چې د طالبانو او اسلام‌اباد اړیکې به هغه وخت عادي شي، کله چې کابل د تحریک طالبان پاکستان د غړو پر وړاندې اقدام وکړي، ځکه چې د ده په وینا، د «ټي ټي پي» ګڼ شمېر غړي لا هم په افغانستان کې پټ دي.

ایران: طالبان د افغانانو د کډوالۍ په مخنیوي کې پاتې راغلي دي

۱۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۰ GMT+۰

د ایران کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي د طالبانو پر ادارې نیوکه کړې، چې د افغانانو د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره هڅې نه کوي. خو تاییدوي، چې په ایران کې د افغان کډوالو شمېر لږ شوی.

خو دغه ادارې اندېښنه څرګنده کړې، چې ښایي دا کډوال بیا ایران ته ستانه شي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو مشر نادر یاراحمدي ایلنا خبري اژانس ته ویلي، چې طالبان د افغانانو د کډوالۍ د مخنیوي لپاره جدي هڅه نه کوي.

دغه ایراني چارواکي همدارنګه ویلي، چې هڅې روانې دي څو د غیرایراني وګړو سره د واده موضوع له شرعي حالت څخه قانوني حالت ته واړول شي.

د راپور له مخې، د ایران حکومت د روان هجري لمریز کال له پیل راهیسې نږدې دوه میلیونه افغان کډوال له هېواده ایستلي دي.

طالب سفیر: پاکستان به «شنبه» د تورخم لار یوازې د ستنېدونکو افغانانو لپاره پرانېزي

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۷ GMT+۰

په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب وايي، د جمعې په مازدیګر (د لړم ۹مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو ورته رسماً ډاډ ورکړی، چې د شنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) د تورخم لاره یوازې د ستنېدونکو افغانانو لپاره پرانېزي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې لارې وروسته له هغې وتړل شوې، چې د پاکستان هوايي ځواکونو د تلې پر ۱۷مه د افغانستان پر پلازمېنه کابل او پکتیکا بمبار وکړ او طالبانو بیا په دویمه شپه (د شنبې په ماخوستن د تلې ۱۹مه) په شاوخوا ۲۵۰۰ کیلومتره فرضي کرښه کې د «غچ اخیستنې» په نوم ځمکني عملیات پیل کړل او د شپې تر نیمايي شاوخوا ۱۲ بجو یې دوام وکړ او بیا طالبان رسماً د جګړې د پای اعلان وکړ.

سره له دې چې دواړه لوري بیا د اوربند او سولې لپاره په دوحه او استانبول کې سره جرګه شول، خو له شاخوا ۲۰ ورځو راهیسې دغه لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده وه.

په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب له پاکستان څخه د افغان کډوالو د عزتمندې او خوندي ستنېدو لپاره له خپلو هڅو خبر ورکړی ویلي یې دي، «له پرلپسې هڅو او تماسونو وروسته نن مازدیګر [جمعه د لړم ۹مه] دپاکستان بهرنيو چارو وزارت د مسوولینوله‌خوا راته رسماً ډاډ راکړل شو چې سر له سبا شنبې دنومبر له لومړۍڅخه به دتورخم لاره دهغو کډوالو لپاره پرانېستل شي، چې د تګ په بهیر کې بند پاتي و.»

پاکستان په تېرو څو میاشتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه افغانان تر نیول کېدو وروسته د ډیورند کرښې خوا ته استولي او د لارې په اوږدو کې له هېڅ ډول امکاناتو پرته د لارو د خلاصون په تمه شپې او ورځې تېروي.

افراسیاب خټک: په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ډېر «وحشتناک» چلند کېږي | افغانستان انټرنشنل پښتو

لا هم روښانه نه ده، چې دغه لارې به له افغانستان څخه پاکستان او له پاکستان څخه افغانستان ته د تلونکو کسانو او همداراز د سوداګرۍ او ترانزیت پر مخ څه وخت پرانېستل شي.

ایران د دوو افغان وګړو په ګډون ۹ تنه اعدام کړي دي

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۶ GMT+۰

د ایران د بشري حقونو سازمان «هه‌نګاو» په یوه خپور کړې راپور کې ویلي چې د ایران حکومت په دې وروستیو کې د دوو افغانانو پشمول ۹ تنه بندیان اعدام کړي دي.

دا سازمان په خپل راپور کې وایي، چې د اعدام شویو افغانانو د هویت په اړه لا زیات معلومات نشته خو ویل کېږي چې دا زندانیان د «جنسي تیری» په تور محکوم شوي وو او د دوی د اعدام حکم د کرج ښار په قزل‌حصار زندان کې عملي شوی دی.

دغه راز، د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، څو نور بندیان هم د مشهد، ګنبدکاووس، زنجان، کرج، ملایر، نهاوند، قزوین او کرمان په زندانونو کې د «قصدي قتل» او « مخدره توکو قاچاق» په تور اعدام شوي دي.

هه‌نګاو وایي، دا اعدامونه تر اوسه د ایران د حکومتي رسنیو، په ځانګړي ډول د قضایي قوې اړوندو رسنیو، له‌خوا ندي خپاره شوي.

تر اوسه په افغانستان کې طالب چارواکو د دغه دوو افغان وګړو د اعدام په اړه کوم رسمي غبرګون ندی ښودلی.

دا سازمان وايي، افغان کډوال په ایران کې له اساسي حقوقو بې‌برخې دي او ډېری یې پرته له مدافع وکیل څخه اعدامېږي.

د ایران د بشري حقونو د سازمان د راپورونو له مخې، د روان میلادي کال له پیل څخه تر اکتوبر میاشتې پورې ۶۰افغان وګړي په ایران کې اعدام شوي دي.

همدارنګه، یوازې د اکتوبر په میاشت کې درې افغانان د «قصدي قتل» او «د مخدره موادو» د جرمونو په تور اعدام شوي دي.

سره له دې چې ایران تر اوسه طالبان په رسمي توګه نه‌دي پېژندلي، خو دواړه هېوادونه نږدې اقتصادي او دیپلوماتیکې اړیکې لري.