• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالب سفیر: پاکستان به «شنبه» د تورخم لار یوازې د ستنېدونکو افغانانو لپاره پرانېزي

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۷ GMT+۰

په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب وايي، د جمعې په مازدیګر (د لړم ۹مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو ورته رسماً ډاډ ورکړی، چې د شنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) د تورخم لاره یوازې د ستنېدونکو افغانانو لپاره پرانېزي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې لارې وروسته له هغې وتړل شوې، چې د پاکستان هوايي ځواکونو د تلې پر ۱۷مه د افغانستان پر پلازمېنه کابل او پکتیکا بمبار وکړ او طالبانو بیا په دویمه شپه (د شنبې په ماخوستن د تلې ۱۹مه) په شاوخوا ۲۵۰۰ کیلومتره فرضي کرښه کې د «غچ اخیستنې» په نوم ځمکني عملیات پیل کړل او د شپې تر نیمايي شاوخوا ۱۲ بجو یې دوام وکړ او بیا طالبان رسماً د جګړې د پای اعلان وکړ.

سره له دې چې دواړه لوري بیا د اوربند او سولې لپاره په دوحه او استانبول کې سره جرګه شول، خو له شاخوا ۲۰ ورځو راهیسې دغه لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده وه.

په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب له پاکستان څخه د افغان کډوالو د عزتمندې او خوندي ستنېدو لپاره له خپلو هڅو خبر ورکړی ویلي یې دي، «له پرلپسې هڅو او تماسونو وروسته نن مازدیګر [جمعه د لړم ۹مه] دپاکستان بهرنيو چارو وزارت د مسوولینوله‌خوا راته رسماً ډاډ راکړل شو چې سر له سبا شنبې دنومبر له لومړۍڅخه به دتورخم لاره دهغو کډوالو لپاره پرانېستل شي، چې د تګ په بهیر کې بند پاتي و.»

پاکستان په تېرو څو میاشتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه افغانان تر نیول کېدو وروسته د ډیورند کرښې خوا ته استولي او د لارې په اوږدو کې له هېڅ ډول امکاناتو پرته د لارو د خلاصون په تمه شپې او ورځې تېروي.

افراسیاب خټک: په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ډېر «وحشتناک» چلند کېږي | افغانستان انټرنشنل پښتو

لا هم روښانه نه ده، چې دغه لارې به له افغانستان څخه پاکستان او له پاکستان څخه افغانستان ته د تلونکو کسانو او همداراز د سوداګرۍ او ترانزیت پر مخ څه وخت پرانېستل شي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

ایران د دوو افغان وګړو په ګډون ۹ تنه اعدام کړي دي

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۶ GMT+۰

د ایران د بشري حقونو سازمان «هه‌نګاو» په یوه خپور کړې راپور کې ویلي چې د ایران حکومت په دې وروستیو کې د دوو افغانانو پشمول ۹ تنه بندیان اعدام کړي دي.

دا سازمان په خپل راپور کې وایي، چې د اعدام شویو افغانانو د هویت په اړه لا زیات معلومات نشته خو ویل کېږي چې دا زندانیان د «جنسي تیری» په تور محکوم شوي وو او د دوی د اعدام حکم د کرج ښار په قزل‌حصار زندان کې عملي شوی دی.

دغه راز، د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، څو نور بندیان هم د مشهد، ګنبدکاووس، زنجان، کرج، ملایر، نهاوند، قزوین او کرمان په زندانونو کې د «قصدي قتل» او « مخدره توکو قاچاق» په تور اعدام شوي دي.

هه‌نګاو وایي، دا اعدامونه تر اوسه د ایران د حکومتي رسنیو، په ځانګړي ډول د قضایي قوې اړوندو رسنیو، له‌خوا ندي خپاره شوي.

تر اوسه په افغانستان کې طالب چارواکو د دغه دوو افغان وګړو د اعدام په اړه کوم رسمي غبرګون ندی ښودلی.

دا سازمان وايي، افغان کډوال په ایران کې له اساسي حقوقو بې‌برخې دي او ډېری یې پرته له مدافع وکیل څخه اعدامېږي.

د ایران د بشري حقونو د سازمان د راپورونو له مخې، د روان میلادي کال له پیل څخه تر اکتوبر میاشتې پورې ۶۰افغان وګړي په ایران کې اعدام شوي دي.

همدارنګه، یوازې د اکتوبر په میاشت کې درې افغانان د «قصدي قتل» او «د مخدره موادو» د جرمونو په تور اعدام شوي دي.

سره له دې چې ایران تر اوسه طالبان په رسمي توګه نه‌دي پېژندلي، خو دواړه هېوادونه نږدې اقتصادي او دیپلوماتیکې اړیکې لري.

احمدالله وثیق: افغان لوبغاړو په اسیايي سیالیو کې ۶ مډالونه ګټلي

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د المپيک، بدني روزنې، او سپورټ ادارې مشر احمدالله وثیق وايي، افغان لوبغاړو په اسیایي سیالیو کې ۶ مډالونه ګټلي دي. دغه سیالۍ چې د افغانستان په ګډون د ۴۵ هېوادونو تر منځ پیل شوې وې، د جمعې په ورځ (د لړم ۹مه) پای ته ورسېدې.

اسیايي سیالۍ په هرو څلورو کلونو کې یو ځلي ترسره کېږي. سږنی کال یې درېیم پړاو و او د بحرین د منامه ښار په کوربه توب ترسره شوې. په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون له ۴۵ هېوادونو په ۲۴ سپورټي څانګو کې څه باندې ۴ زره لوبغاړو ګډون درلود.

د دغو سیالیو په اتو سپورټي څانګو کې یعنې د پهلوانۍ، فوټبال، فوټسال، تکواندو، جوجيتسو، جودو، سوک وهنې او ووشو ملي فدراسيونونو۳۱لوبغاړو او د روزونکو ۲۶ کسیز پلاوي ګډون کړی و، چې په پايله افغانستان دوه د ژېړو مډالونه په کورش، یو د سپینو زرو او یو د ژېړو په رزمي سیالیو کې، یو د سپینو زرو په جودو او د فوټسال په برخه کې مهم مډال هغه هم د سرو زرو وګاټه.

احمدالله وثیق وايي، «افغان ورزشکاران سره له دې چې په یادو سیالیو کې یې د نورو هېوادونو پرتله په کم تعداد ګډون کړی و، خو له نیکه مرغه چې د بریا تله یې درنه وه، په ویاړ سره یې د افغانستان ښه استازولي وکړه او ۶ مډالونه یې وګټل.»

په دغو سياليو کې چین د ۱۴۷ مډالونو په ګټلو سره لومړی مقام خپل کړ. یاد هېواد په دغو لوبو کې ۶۳ د سرو زرو، ۴۹ د سپينو زرو او ٣۵ د ژېړو مډالونه ترلاسه کړل او افغانستان په دغو سياليو کې یو د سرو زرو، دوه د سپينو زرو او درې د ژېړو مډالونو په ترلاسه کولو سره له قطر، کمبودیا، پاکستان، لبنان، بنګله دېش، یمن، عمان او ګڼو نورو هېوادونو مخکې ۲۴م مقام خپل کړ.

د یادونې وړ ده، چې افغان واليبال ملي لوبډلې د مرکزي اسيا سياليو پايلوبې ته لار موندلې وه، خو په پايلوبه کې یې له ترکمنستان څخه د ۳-۲ ميدانونو په توپير ماتې وخوړه او دويم مقام يې خپل کړ.

پاکستاني پولیسو د کورونو ۱۶ مالکان او ۱۶۳ افغانان نیولي دي

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۴ GMT+۰

د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې پولیسو د «غیرقانوني کډوالو» پر وړاندې په درې ورځنیو عملیاتو کې د کورونو هغه ۱۶ مالکان نیولي چې ناقانونه افغانانو ته یې کورونه په کرایه ورکړي و او ورسره جوخت یې ۱۶۳ افغانانو هم نیولي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د راولپنډۍ پولیسو دغه عملیات ۳ ورځې مخکې پیل کړي او په دې برخه کې یې د تورنو کسانو پر وړاندې ټولټال ۵۱ رسمي قضیې ثبت کړې دي.

چارواکو ویلي چې نیول شوي کسان د نورو څېړنو لپاره «توقیف ځای» ته لیږدول شوي دي.

د راولپنډۍ پولیسو په یوې اعلامیې کې له پاکستانیانو غوښتي چې، «خپل کورونه، دوکانونه، جایدادونه او یا وسایط هغو بهرنیانو ته په کرایه مه ور کوئ، چې د استوګنې قانوني اسناد نه‌لري، او له هغو سره له هر ډول معاملې او یا هم پر کارونو له ګومارنې ډډه وکړئ.»

د چارواکو په وینا، هغه بهرنیان چې د اوسېدو قانوني اسناد لري، باید د خپلو سیمو اړوند د پولیسو په حوزو کې په رسمي توګه ثبت شي.

جرمني له پاکستان څخه یوه ۱۴ کسیزه ډله افغان پناه‌ غوښتونکي ولېږدوله

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۶ GMT+۰

د جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان له پلازمینې اسلام اباد څخه د افغانانو یوه ۱۴ کسیزه ډله د دغه هېواد هانوور ښار ته رسېدلې ده. د دویچه‌‌ویله د راپور له مخې، دا په جرمني کې د ایتلافي حکومت له جوړېدو راهیسې د افغان پناه‌غوښتونکو درېیمه ډله ده، چې دغه هېواد ته لېږدول کېږي.

د فریدریښ مېرڅ په مشرۍ د جرمني ایتلافي حکومت له رامنځته کېدو وروسته په مې میاشت کې د افغان کډوالو د لېږدونې پروګرام وځنډاوه. په داسې حال کې چې د جرمني تېر حکومت یو زیات شمېر افغانان له افغانستان څخه په دې تمه پاکستان ته لېږدولي و، چې په خپل هېواد کې به پناه ورکوي.

خو پاکستان بیا د افغان کډوالو د اېستنې په لړ کې یو شمېر هغه افغان پناه غوښتونکي چې د جرمني اړوندو میلمستونونو کې یې شپې او ورځې تېرولې، په زوره بېرته افغانستان ته استولي دي.

د پاکستان دغې چارې او د جرمني له لوري د منل شویو افغان پناه غوښتونکو پڅ بهیر هم د بشري حقونو اړوندو سازمانونو اندېښنې راپارولي دي.

د جرمني د حکومت په وینا، نږدې ۱،۹۱۰ افغان پناه‌غوښتونکي چې د جرمني له لوري د منلو ژمنه ورسره شوې لا هم په پاکستان کې پاتې دي.

د یادونې وړ ده، چې یو شمېر نور افغان پناه‌غوښتونکو د جرمني محکمو ته له شکایت کولو وروسته د محاکمو له لوري د ویزې ورکړې ادارې یادو کسانو ته د ویزې پر ورکړې مکلفې شوې او ورسره دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.

افراسیاب خټک: په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ډېر «وحشتناک» چلند کېږي

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۷ GMT+۰

پښتون ملت‌پال سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی افراسیاب خټک وايي، په پاکستان کې له افغان کډوال سره ډېر «وحشتناک» چلند کېږي. په پېښور کې بیا د طالبانو کونسل له پاکستان څخه غواړي تر هغې چې لارې نه وي پرانېستل شوي، نو د افغان کډوالو د اېستنې بهیر دې ودروي.

افراسیاب خټک په پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان چلند د ټولو نړۍوالو قوانینو، بشري حقونو او کنوانسیونونو خلاف بولي او زیاتوي، «خپل هېواد ته د تګ لپاره تړلو دروازو ته د هغوی وړل او په بدو شرایطو کې د اونیو لپاره انتظار کول غیر انساني دي.»

په پېښور کې افغان کونسل محب‌الله شاکر بیا ویلي، دمګړۍ د افغان کډوالو له کډو بار سلګونه موټر له نوښار څخه تر تورخم پورې د سړک پر غاړه پرته له هېڅ ډول امکاناتو ولاړ او د تورخم دروازې خلاصون ته په تمه دي.

هغه له پاکستان څخه غوښتي چې د لارو تر خلاصېدو پورې د افغان کډوالو د جبري اېستنې بهیر ودروي او په یاده لاره کې په تمه ولاړو افغان کډوالو ته د سرپناه، اوبو او خوراکي توکو د برابرېدو زمینه هم برابره کړي.

پر کابل د پاکستان له هوايي برید او د ډیورند پر کرښې د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ له جګړو وروسته د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې لارې د اسلام اباد له لوري وتړل شوې.

طالبان وايي سبا به پاکستان د راستنېدونکو کډوالو لپاره د تورخم دروازه پرانیزي | افغانستان انټرنشنل پښتو

له ۲۱ ورځو راهیسې دغه لارې د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوي او د راپورونو له‌مخې، ښايي سبا د پاکستان له خوا د تورخم دروازه یوازې د ګډوالو د ستنېدو لپاره پرانېستل شي.