ایران: طالبان د افغانانو د کډوالۍ په مخنیوي کې پاتې راغلي دي

د ایران کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي د طالبانو پر ادارې نیوکه کړې، چې د افغانانو د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره هڅې نه کوي. خو تاییدوي، چې په ایران کې د افغان کډوالو شمېر لږ شوی.

د ایران کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي د طالبانو پر ادارې نیوکه کړې، چې د افغانانو د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره هڅې نه کوي. خو تاییدوي، چې په ایران کې د افغان کډوالو شمېر لږ شوی.
خو دغه ادارې اندېښنه څرګنده کړې، چې ښایي دا کډوال بیا ایران ته ستانه شي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو مشر نادر یاراحمدي ایلنا خبري اژانس ته ویلي، چې طالبان د افغانانو د کډوالۍ د مخنیوي لپاره جدي هڅه نه کوي.
دغه ایراني چارواکي همدارنګه ویلي، چې هڅې روانې دي څو د غیرایراني وګړو سره د واده موضوع له شرعي حالت څخه قانوني حالت ته واړول شي.
د راپور له مخې، د ایران حکومت د روان هجري لمریز کال له پیل راهیسې نږدې دوه میلیونه افغان کډوال له هېواده ایستلي دي.


د امریکا د خزانې وزارت د ترهګرۍ او مالي استخباراتو مرستیال جان هرلي، پر ایران د فشارونو د زیاتوالي لپاره منځني ختیځ او اروپا ته خپل سفر پیل کوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا خزانې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې جان هرلي به په دې سفر کې د دونالډ ټرمپ د حکومت د «اعظمي فشار» د کمپاین په چوکاټ کې هڅه وکړي، چې پر ایران فشارونه نور هم زیات کړي.
په دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې هرلي به په راتلونکو ورځو کې اسراییل، متحده عربي اماراتو، ترکیې او لبنان ته سفر وکړي.
له دندې تر لاسه کولو وروسته دا د هغه لومړی سفر دی.
د امریکا د خزانې وزارت د اعلامیې له مخې، جان هرلي ویلي دي:«ولسمشر ټرمپ په ښکاره توګه ویلي، چې د ایران بې ثباته کوونکي او تروریستي فعالیتونه باید د دوامدار او همغږي فشار له لارې وځپل شي.»
هغه زیاته کړه:«زه له خپلو سیمه ییزو شریکانو سره د لیدو تمه لرم، څو هڅې همغږې کړو تر څو تهران او د هغه استازې ملېشې له هغو مالي سرچینو بې برخې کړو چې د بندیزونو د شاوخوا تېرېدو، د تاوتریخوالي د تمویل او د سیمې د ثبات د ګډوډولو لپاره یې کاروي.»
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لپاره د ایران دایمي استازي د رویټرز د تبصرې غوښتنې ته ځواب ورنه کړ.
د خپلې لومړۍ دورې په جریان کې ټرمپ د ایران او نړیوالو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون څخه امریکا ویستل، چې د بندیزونو د لرې کولو په بدل کې یې د ایران د یورانیمو د غني کولو فعالیتونو باندې سخت محدودیتونه وضع کړي وو. د دې تړون له مخې، پر ایران د اورانیم د غني کولو سخت محدودیتونه لګېدلي وو، په بدل کې یې پر ایران د اقتصادي بندیزونو د لغوه کولو ژمنه شوې وه.
ملګرو ملتونو په سپتمبر میاشت کې د ایران د اټومي پروګرام له امله پر دغه هېواد د وسلو او یو شمېر نورو بندیزونو بیا عملي کېدل اعلان کړل.
لوېدیځ ځواکونه ایران تورنوي، چې د یورانیمو د لوړ خلوص بډاینې له لارې غواړي د اټومي وسلو جوړولو وړتیا ترلاسه کړي. خو د ایران حکومت وايي، چې د دوی اټومي پروګرام یوازې د ملکي او د برېښنا د تولید لپاره دی.
د خپرې شوې اعلامیې له مخې، جان هرلي به د خپل سفر پر مهال په اسراییل کې د ټرمپ د حکومت د اعظمي فشار د کمپاین پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي، په ځانګړي ډول د ایران د نیابتي ملېشو پر وړاندې به پر اقداماتو تمرکز وکړي.
په متحده عربي اماراتو کې د خبرو اترو اصلي تمرکز به په ایران باندې د ډیر فشار، د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ د تمویل سره مبارزه وي.
په ترکیه کې به د امریکا د خزانې وزارت دغه چارواکی د انقرې له چارواکو سره د سیمه ییز نفوذ د مخنیوي او د بندیزونو تېرېدو د مخنیوي لپاره د همکارۍ په اړه خبرې وکړي.

په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب وايي، د جمعې په مازدیګر (د لړم ۹مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو ورته رسماً ډاډ ورکړی، چې د شنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) د تورخم لاره یوازې د ستنېدونکو افغانانو لپاره پرانېزي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې لارې وروسته له هغې وتړل شوې، چې د پاکستان هوايي ځواکونو د تلې پر ۱۷مه د افغانستان پر پلازمېنه کابل او پکتیکا بمبار وکړ او طالبانو بیا په دویمه شپه (د شنبې په ماخوستن د تلې ۱۹مه) په شاوخوا ۲۵۰۰ کیلومتره فرضي کرښه کې د «غچ اخیستنې» په نوم ځمکني عملیات پیل کړل او د شپې تر نیمايي شاوخوا ۱۲ بجو یې دوام وکړ او بیا طالبان رسماً د جګړې د پای اعلان وکړ.
سره له دې چې دواړه لوري بیا د اوربند او سولې لپاره په دوحه او استانبول کې سره جرګه شول، خو له شاخوا ۲۰ ورځو راهیسې دغه لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده وه.
په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب له پاکستان څخه د افغان کډوالو د عزتمندې او خوندي ستنېدو لپاره له خپلو هڅو خبر ورکړی ویلي یې دي، «له پرلپسې هڅو او تماسونو وروسته نن مازدیګر [جمعه د لړم ۹مه] دپاکستان بهرنيو چارو وزارت د مسوولینولهخوا راته رسماً ډاډ راکړل شو چې سر له سبا شنبې دنومبر له لومړۍڅخه به دتورخم لاره دهغو کډوالو لپاره پرانېستل شي، چې د تګ په بهیر کې بند پاتي و.»
پاکستان په تېرو څو میاشتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه افغانان تر نیول کېدو وروسته د ډیورند کرښې خوا ته استولي او د لارې په اوږدو کې له هېڅ ډول امکاناتو پرته د لارو د خلاصون په تمه شپې او ورځې تېروي.
افراسیاب خټک: په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ډېر «وحشتناک» چلند کېږي | افغانستان انټرنشنل پښتو
لا هم روښانه نه ده، چې دغه لارې به له افغانستان څخه پاکستان او له پاکستان څخه افغانستان ته د تلونکو کسانو او همداراز د سوداګرۍ او ترانزیت پر مخ څه وخت پرانېستل شي.

د ایران د بشري حقونو سازمان «ههنګاو» په یوه خپور کړې راپور کې ویلي چې د ایران حکومت په دې وروستیو کې د دوو افغانانو پشمول ۹ تنه بندیان اعدام کړي دي.
دا سازمان په خپل راپور کې وایي، چې د اعدام شویو افغانانو د هویت په اړه لا زیات معلومات نشته خو ویل کېږي چې دا زندانیان د «جنسي تیری» په تور محکوم شوي وو او د دوی د اعدام حکم د کرج ښار په قزلحصار زندان کې عملي شوی دی.
دغه راز، د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، څو نور بندیان هم د مشهد، ګنبدکاووس، زنجان، کرج، ملایر، نهاوند، قزوین او کرمان په زندانونو کې د «قصدي قتل» او « مخدره توکو قاچاق» په تور اعدام شوي دي.
ههنګاو وایي، دا اعدامونه تر اوسه د ایران د حکومتي رسنیو، په ځانګړي ډول د قضایي قوې اړوندو رسنیو، لهخوا ندي خپاره شوي.
تر اوسه په افغانستان کې طالب چارواکو د دغه دوو افغان وګړو د اعدام په اړه کوم رسمي غبرګون ندی ښودلی.
دا سازمان وايي، افغان کډوال په ایران کې له اساسي حقوقو بېبرخې دي او ډېری یې پرته له مدافع وکیل څخه اعدامېږي.
د ایران د بشري حقونو د سازمان د راپورونو له مخې، د روان میلادي کال له پیل څخه تر اکتوبر میاشتې پورې ۶۰افغان وګړي په ایران کې اعدام شوي دي.
همدارنګه، یوازې د اکتوبر په میاشت کې درې افغانان د «قصدي قتل» او «د مخدره موادو» د جرمونو په تور اعدام شوي دي.
سره له دې چې ایران تر اوسه طالبان په رسمي توګه نهدي پېژندلي، خو دواړه هېوادونه نږدې اقتصادي او دیپلوماتیکې اړیکې لري.

د طالبانو د المپيک، بدني روزنې، او سپورټ ادارې مشر احمدالله وثیق وايي، افغان لوبغاړو په اسیایي سیالیو کې ۶ مډالونه ګټلي دي. دغه سیالۍ چې د افغانستان په ګډون د ۴۵ هېوادونو تر منځ پیل شوې وې، د جمعې په ورځ (د لړم ۹مه) پای ته ورسېدې.
اسیايي سیالۍ په هرو څلورو کلونو کې یو ځلي ترسره کېږي. سږنی کال یې درېیم پړاو و او د بحرین د منامه ښار په کوربه توب ترسره شوې. په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون له ۴۵ هېوادونو په ۲۴ سپورټي څانګو کې څه باندې ۴ زره لوبغاړو ګډون درلود.
د دغو سیالیو په اتو سپورټي څانګو کې یعنې د پهلوانۍ، فوټبال، فوټسال، تکواندو، جوجيتسو، جودو، سوک وهنې او ووشو ملي فدراسيونونو۳۱لوبغاړو او د روزونکو ۲۶ کسیز پلاوي ګډون کړی و، چې په پايله افغانستان دوه د ژېړو مډالونه په کورش، یو د سپینو زرو او یو د ژېړو په رزمي سیالیو کې، یو د سپینو زرو په جودو او د فوټسال په برخه کې مهم مډال هغه هم د سرو زرو وګاټه.
احمدالله وثیق وايي، «افغان ورزشکاران سره له دې چې په یادو سیالیو کې یې د نورو هېوادونو پرتله په کم تعداد ګډون کړی و، خو له نیکه مرغه چې د بریا تله یې درنه وه، په ویاړ سره یې د افغانستان ښه استازولي وکړه او ۶ مډالونه یې وګټل.»
په دغو سياليو کې چین د ۱۴۷ مډالونو په ګټلو سره لومړی مقام خپل کړ. یاد هېواد په دغو لوبو کې ۶۳ د سرو زرو، ۴۹ د سپينو زرو او ٣۵ د ژېړو مډالونه ترلاسه کړل او افغانستان په دغو سياليو کې یو د سرو زرو، دوه د سپينو زرو او درې د ژېړو مډالونو په ترلاسه کولو سره له قطر، کمبودیا، پاکستان، لبنان، بنګله دېش، یمن، عمان او ګڼو نورو هېوادونو مخکې ۲۴م مقام خپل کړ.
د یادونې وړ ده، چې افغان واليبال ملي لوبډلې د مرکزي اسيا سياليو پايلوبې ته لار موندلې وه، خو په پايلوبه کې یې له ترکمنستان څخه د ۳-۲ ميدانونو په توپير ماتې وخوړه او دويم مقام يې خپل کړ.

د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې پولیسو د «غیرقانوني کډوالو» پر وړاندې په درې ورځنیو عملیاتو کې د کورونو هغه ۱۶ مالکان نیولي چې ناقانونه افغانانو ته یې کورونه په کرایه ورکړي و او ورسره جوخت یې ۱۶۳ افغانانو هم نیولي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د راولپنډۍ پولیسو دغه عملیات ۳ ورځې مخکې پیل کړي او په دې برخه کې یې د تورنو کسانو پر وړاندې ټولټال ۵۱ رسمي قضیې ثبت کړې دي.
چارواکو ویلي چې نیول شوي کسان د نورو څېړنو لپاره «توقیف ځای» ته لیږدول شوي دي.
د راولپنډۍ پولیسو په یوې اعلامیې کې له پاکستانیانو غوښتي چې، «خپل کورونه، دوکانونه، جایدادونه او یا وسایط هغو بهرنیانو ته په کرایه مه ور کوئ، چې د استوګنې قانوني اسناد نهلري، او له هغو سره له هر ډول معاملې او یا هم پر کارونو له ګومارنې ډډه وکړئ.»
د چارواکو په وینا، هغه بهرنیان چې د اوسېدو قانوني اسناد لري، باید د خپلو سیمو اړوند د پولیسو په حوزو کې په رسمي توګه ثبت شي.