طالبان وایي، سږ کال ننګرهار کې د زیتونو حاصلات د پام وړ زیات شوي

د طالبانو په واک کې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون د طالبانو کرنې وزارت په حواله ویلي چې د ننګرهار وادي کانال ریاست د زیتونو تولیدات سږکال د تېر کال پرتله ۴۰ سلنه زیات شوي دي.

د طالبانو په واک کې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون د طالبانو کرنې وزارت په حواله ویلي چې د ننګرهار وادي کانال ریاست د زیتونو تولیدات سږکال د تېر کال پرتله ۴۰ سلنه زیات شوي دي.
د مالوماتو له مخې، د زیتون تېلو سږنی تولید نږدې ۱۹۰ زره لېټرو ته رسېږي، په داسې حال کې چې تېر کال دا شمېر ۱۳۵ زره لېټره و. د طالبانو کرنې وزارت همدا شان ویلي چې د زیتون ټول حاصلات له ۱۰۰۰ټنو څخه ۱۶۰۰ ټنو ته لوړ شوي دي.
د کرنیزو خدمتونو ښهوالی، د زیتون باغونو پراختیا او د بڼ،الو له لوري د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ کارونه د تولیداتو د زیاتېدو لاملونه بلل شوي دي. د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د زیتونو د تولیداتو زیاتوالی ته په پام تمه ښودلې دغه کچه به د تیلو له اړخه د افغانستان د اړتیا لویه برخه پوره کړي.


د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې پرون جمعه له پاکستان او ایران نه ۱۴۹۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۳۶۷ کسانو ته رسېږي، بېرته افغانستان ته ستنې شوې دي.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې، یادې کورنۍ د سپین بولدک، اسلامکلا او ورېښمو پله له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي. وایي، له دې ډلې ډيری ستنې شوې کورنۍ له پاکستان څخه راغلي دي.
د طالبانو په وینا، له دغه ستنو شویو کډوالو سره د ځینو لومړنیو توکو مرستې هم شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د افغان کډوالو پر وړاندې د تورخم دروازه هم پرانېستل شوه او ګڼې کورنۍ چې له څو ورځې هلته ایسارې پاتې دي، افغانستان ته یې د ستنېدو بهیر هم پیل شو.
د پاکستان حکومت ویلي چې د تورخم دروازه به یوازې له پاکستان څخه د ستنېدونکو افغان کډوالو پر مخ خلاصه وي.
په دې وروستیو کې پاکستان او ایران د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په کمساري ډول چټکه کړې او هره ورځ د سلګونه کورنیو د ستنېدو په اړه خبرونه ورکول کېږي.

قرغېزستان کې د طالبانو سفیر عبدالشکور حقاني د چین له سفیر لیو جیانپینګ سره د سیمهییز ثبات او ګډو همکاریو په تړاو ناسته کړې.
په همدې تړاو خبرپاڼه کې راغلي چې د دواړو لورو تر منځ په دې لیدنه کې د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو د پراختیا تر څنګ، د سیمې پر امنیتي وضعیت، د سیمهییزې سولې او ثبات د پیاوړتیا او د متقابل اعتماد د زیاتوالي په اړه هر اړخیزې خبرې شوي دي.
خبرپانه زیاتوي، د چین سفیرې افغانستان د سیمې یو مهم او تاریخي هېواد وباله او ټینګار یې کړی چې د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د ټولې سیمې لپاره حیاتي ارزښت لري.
همدا راز د چین د سفیرې په حواله ویل شوي چې بیجېنګ غواړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ نوره هم پراخې کړي.
که څه هم په دې اړه جزییات نه دي ورکړل شوي چې چین په ځانګړي ډول په کومو برخو کې له طالبانو خپله همکاري پراخوي؛ خو دا یې ویلي چې دواړه لوري د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا ته ژمن دي.
په قرغیزستان کې د طالبانو سفیر عبدالشکور حقاني بیا ژمنه کړې چې د طالبانو حکومت به د سیمې د ثبات، متقابل تفاهم او ګډو همکاریو د پیاوړتیا لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

د کابل ښار اوسېدونکي د پاکو اوبو له کمساري کمخته د شکایت سربېره په دې برخه کې د جدي پاملرنې او اقداماتو غوښتنه کوي. د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په کورونو کې یې د اوبو رسولو نلونه وچ شوي او اوس ډېر په مشکل د څښاک اوبه پیدا کوي.
یو ځايي استوګن سمیع الله وايي، له تېرو پنځو میاشتو راهیسې د پاکو اوبو د کمښت له کبله جدي ستونزو سره مخامخ دي. هغه وویل: «موږ هره ورځ له دې ځایه دوه یا درې ځلې کورته اوبه وړو، اوږد مزل کوو، په نلونو کې اوبه نه راځي او په دې برخه کې له سختو ستونزو سره مخ یو.»
د یادې ناحیې یو بل اوسېدونکی نور محمد وايي چې په وروستیو څو کلونو کې د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي؛ خو په تېرو څو میاشتو کې د کمښت دغه کچه کمسارې ده.
نوموړي زیه کړه: « پاکې اوبه بیخي ډېرې کمې شوي خلک په نوبت د اوبو دې عمومي نلکې ته بوشکې راوړي او ډېر په تمه پاتې کیږي چې کورونو ته پاکې اوبه یوسي خو په وروستیو کې دغه عمومي نل کې اوبه ډېرې کمي راځي او بسنه نه کوي.»
د طالبانو حکومت هم په کابل کې د پاکو اوبو د کموالي ستونزه مني او د ځینو اقداماتو یادونه کوي. دې ډلې د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد ویلي چې ډېر ژر به له پنجشیر څخه کابل ته د پاکو اوبو د لیږد چارې پیل شي.
نوموړي که څه هم په دې اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې د دغې پروژې په بشړېدو به تر ډېره د کابل ښار د اوسېدونکو ستونزه حل شي. د هغه په خبره، دې وروستیو کلونو کې د دوامداره وچکالیو له کبله په افغانستان د ځمکې لاندې د اوبو زیرمې سختې زیانمې شوې دي.
وړاندې ترسره شویو څیړنو ښودلې چې په کابل کې د ځمکې لاندې د اوبو کچه تر ۲۰ مترو پورې ښکته شوې ده. د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړۍوالو بنسټونو هم په کابل کې ښار کې د پاکو اوبو د کښمت له کبله اندیښنې ښودلي او په دې برخه کې یې د جدي پاملرنې سپارښتنې کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، که پاکستان د افغانستان په هر ولایت کې ځانله پېښ کوم ګواښ ویني؛ نو له دوی سره دې استخبارتي مالومات شریک کړي او بیا به یې د حل لپاره اقدامات وکړي. هغه د خېبر نیوز په نوم ټلوېزیوني شبکې ته زیاته کړې چې مسایل په ګډو همکاریو حل کېږي.
د هغه په وینا، دوی د خپلو مالوماتو له مخې په خپلو ولایتونو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پاکستان ته ټول پېښ ګواښونه لهمنځه وړي او که پاکستان د ځینو تهدیدونو په اړه مالومات ولري باید استخبارتي مالومات ورسره شریک کړي.
مجاهد وویل: «که چېرې ځنې ساحې او پېښې زموږ علم کې نه وي، تاسې مالومات شریک کړئ، مثلا پکتیکا کې کونړ کې او نورو مالوماتو کې نو مونږ به یې مخه ونیسو. دا ټول خو په استخباراتي مالوماتو کېږي.»
د طالبانو د ویاند په خبره، هېڅکله له پاکستان سره جګړې ته لېوالتیا نه لري او باید بدبینۍ ختمه شي. د ذبیح الله مجاهد په خبره: «دلته مسلمان او ورونه ملتونه پراته دي. د جنګ مخنېوي لپاره هڅه کوو خو دواړه همکاري غواړي، بدبیني، اخطارونه او تورونه لګول، تهدید دا مسالې نه حل کوي. مسالې په ورورۍ، اعتماد او ناستې پاستې حل کېږي.»
مجاهد همدا راز دا هم ومنله چې د بلوچستان ایالت په کویټې سیمه کې څه موده وړاندې د دوی په توغندیزو بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي وو او د دوی مشر ملا هبت الله په امر یې عاملینو ته ځانګړې محکمه جوړه شوه. هغه دا هم تایید کړه چې دغو کورنیو ته د دوی د مشر په امر محکمې «دیت» هم ورکړی دی.

د بلوچستان په چمن ولسوالۍ کې یو ځايي کاروباري افغانستان انټرنشل ته وویل چې سلګونه کورنۍ د چمن – سپین بولدک دروازې ته څېرمه افغانستان ته د اوښتو په تمه سخت کړاو ګالي. وایي، دې ساړه موسم کې له کورنیو سره ډېر شمېر ماشومان هم دغه سختۍ ګالي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې په وقفهيي ډول د دروازې د پرانېستل کېدو له کبله هلته د کډوالو ګڼه ګوڼه زیاته شوې او سلګونه کورنۍ په شپو شپو افغانستان ته د راتګ لپاره انتظار کوي.
سرچینه وايي، له کورنیو سره ګڼ ماشومان هم په سړه هوا کې له امکاناتو پرته شپې سبا کوي.
که څه هم طالبان د چمن- سپین بولدک له لارې هره ورځ د ګڼو کورنیو د ستنېدو خبرونه ورکوي؛ خو د کډوالو د شمېر زیاتوالی او په وقفهیي ډول د دروازې پرانېستو خلک له ډول ډول ستونزو سره مخ کړي دي.
په تورخم کې هم د بند پاتې افغان کورنۍ د ناسم وضعیت په اړه خبرونه ورکول کیږي؛ خو په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب ویلي چې دغه دروازه به نن شنبه د دوی پرمخ پرانېستل شي.
نوموړي ویلي چې له پرلهپسې هڅو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مسولینو ډاډ ورکړی چې د تورخم دروازه به یوازې د ستنېدو افغان کډوالو پر مخ خلاصه شي.
د ډیورنډ پر کرښه ټولې لارې وروسته له هغې وتړل شوې، چې د پاکستان هوايي ځواکونو د تلې پر ۱۷مه د افغانستان پر پلازمېنه کابل او پکتیکا بمبار وکړ او طالبانو بیا په دویمه شپه (د شنبې په ماسخوتن د تلې ۱۹مه) پشاوخوا ۲۵۰۰ کیلومېټره ډیورنډ کرښه کې د «غچ اخیستنې» په نوم پر پاکستاني پوستو بریدونه وکړل او د شپې تر نیمايي شاوخوا ۱۲ بجو یې دوام ورکړ او بیا طالبانو رسماً د جګړې د پای اعلان وکړ.
سره له دې چې دواړه لوري بیا د اوربند او سولې لپاره په دوحه او استانبول کې سره جرګه شول، خو له شاخوا ۲۰ ورځو راهیسې دغه لارې د هر ډول تګ راتګ پر مخ بندې دي.