د خوړو نړۍوال پروګرام: په افغانستان کې ۱۵.۸ مېلیونه وګړي خوراکي خوندیتوب نه‌لري

د خوړو نړۍوال پروګرام د یوه راپور په خپرولو سره وایي، چې په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب ناورین لا هم دوام لري. په راپور کې راغلي، ۱۵.۸ مېلیونه وګړي (نږدې ۴۰ سلنه نفوس) د ۲۰۲۳ کال له نوامبر څخه تر دې دمه د خوراکي توکو د خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ دي.